
د اقصی فریاد
سید الهام
سلګۍ وهي ژړیږي منارونه د اقصی
دا ولې څوک نه اوري فریادونه د اقصی؟
که دغه بې غوري او دا نفاق و نو خدای مکړه
راځي به وکعبې ته ماښامونه د اقصی
غافل یو د الله پاک له حکمونو خبر نه یو
مؤمن باندې لازم دي جهادونه د اقصی
لا خوښ یو لا خندېږو لا افسوس رانه پردی دی
په سرو وینو لت پت دي دېوالونه د اقصی
امکان نشته چې خلاص دي له دې غمه په بل څه شو
څو ونه خورو په سر او مال غمونه د اقصی
عاجز یو ډېر بې وس یو راکه وس قادره ذاته !
چې درد نه په امان کړو ټول زخمونه د اقصی
الهامه! دا لا څنګه مسلمان، عادل بادشاه دی؟
چې هیڅ ور سره نشته آن فکرونه د اقصی
2017/12/08