شعـــــرونه

د زړه ټوټه

شفاعت

ستا د رسول دښمنان اخلي ستا قِبله په لاس کې
وېده امته درنه وړي د زړه ټوټه په لاس کې

کافران ګرځوي ټوپک مرمۍ جانټه په لاس کې
ته ټېټي سترګې ګرځوه بېډ ټوپ لنډه په لاس کې

هغوی دي وژني په بمونو مېزایلو باندې
ته ورکوه د قېمتي زرو تحفه په لاس کې

له ځنځېرو د غلامۍ غاړه ازاده کړه او
واخله له نورو نه د خپل ځان فیصله په لاس کې

خدای ګو که لرې کړمه توره د جهاد له ځانه
څو چې لرم د ژوندانه یوه شېبه په لاس کې

ای د اسلام د حقې لارې د دفاع شهيده!
په افتخار دي وړم تر خاورو جنازه په لاس کې

ای شفاعته! څه زمري سرونه خاورې شول او
چاته يې ورکړله یتيمه قافله په لاس کې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x