نظــر

د اسرائیلو پلازمینه او د اقصی جومات راتلونکی برخلیک

لیکنه: إبراهيم بن عبد الله الدويش
ژباړن: علی أحمد راصد

مسلمانو ورونو له الله نه وویریږئ، زړونه مو پاک کړئ، صفونه مو راغوڼډ کړئ، حقیقت دادی چې دښمنانو له هره لوري خپل یرغل پیل کړي موده وړاندې یهودي نیواکګرو د مسجد اقصی د تړلو اعلان وکړ، مقدسیانو هم د اقصی نه د دفاع په نیت د عام نفیر (ولسي لښکر) اعلان وکړ، فلسطینې ولس وویل مقدسات زمونږ لپاره سره کرښه ده او د اقصی د جومات بندول په حقیقت کې د جنګ ښکاره اعلان ګڼل کیږي، نن صبا چې د یهودي ترهګرو لخوا د اقصی د نړولو هڅې او ګنګوسۍ اوریدل کیږي، لدې سره جوخت د فلسطین مجاهد او غیور ولس هم له اقصی نه د دفاع په لار کې د یهودي نیواکګرو په وړاندې بشري دیوال جوړ کړي، پوښتنه داده چې د یهودو لخوا دا ډول کړنې پر اقصی د برلاسي کیدو او دهغه د نړولو پیلامه ده؟ او که د اچې د رسنیو لخوا د دې ډول خبرونو خورول اوپدې ډول اسلامی امت ته د مسجد اقصی د نړولو د پیل ګواښ دی؟ پدې معنې چې دا ډول کړنې موخو ته د رسیدو په لار کې تر ټولو سمه پلمه کیدای شي، چې هغه به بیا د اقصی د ورانولو پروسه په حقیقت بدله کړي، چې دا کار شوي هم دی رامنځته کیدل به یی تر ټولو اسانه او پایله به یې د لږ تاوان سره وي، حقیقت دادی چې د اقصی علماوو او پوهانو ډیر ځله خپل غږ پورته کړي، صهونیزم داسلامی او عربي نړۍ د ترینګلي حالت او په عربې نړۍ کې د عربي پسرلي د رامنځته کیدو نه په ګټې اخیستنې د اقصی شا او خواته هغه کیندنې پیل کړي چې غواړې پدې سره د دغه جومات د نړولو کار په هره پلمه چې کیدای شی اسانه کړي،

د مسجد اقصی په تړلوکې د یهودو جرئت د یوه جدي ګواښ ښکارندوی دی، یهودی ترهه ګر د خیالی هیکل په جوړولو کې د تحریف شوی تورات او دخپلو سیاست پوهانو وصیتونو ته کلک هوډمن دي د بیلګې په ډول د ابن غوریون وینا چې وایی [اسرائیل له قدس پرته او قدس له هلیکل پرته هیڅ ارزښت نلري]نو په همدې اساس د مسجد اقصی نړول او پر ځای یی د هیکل جوړول ضروری دي ، د هغوی د تورات د لارښوونو لمخې اوس چې اسرائیل د پوره قدرت نه برخمن دي د هغوی دا قدرت به دیهودي قبلې په غیاب کې هیڅ معنی ونلري، هغه قبله چې د دوي په ګمان دوه زره کاله وړاندې ورانه شوې یا د سلیمان هیکل چې له همدې ځایه د ټولو اسرائیلې انبیاوو دعوت سر چینه اخیستې او د دوي په اند له همدې ځایه به د راتلونکي پیغمبر دعوت یو ځل بیا پیلیږي، د دوي د ګرهې لمخې د سلیمان هیکل به د منتظر پیغمبر راتګ ګړندي کړي ، دیهودو د عقیدې لمخې د هیکل لپاره د مسجد اقصی له ځایه پرته بل ځای نشته، عیسویان هم د هیکل ځای لمانځي هماغه لورته لمونځ کوی او هغه ځای ته د حج په نیت ورځې پدې توپیر چې عیسویانو یهود د هیکل د جوړیدو تر مهاله په ښکاره یواځې پرېښي د دې تر څنګ یی نصرانیت ته د یهودو د وربللو بلنه ګړندی ساتلی چې همدا د دواړو مذهبونو د یوالی او بیلوالی نقطې ګڼل کیږي، همدا لامل ده چې ګورو یهود د پروتستانت عیسوی مذهب په مرسته چې د یهودو سره په ډیرو عقایدو او د معبد د ځمکې په اړه یو شان عقیده لری فلسطین ته تر ورتلو وروسته د هیکل په بیا جوړولو کې کلک هوډمن دي.

په نړي کې په میلیونونو عیسویان چې هره ورځ یې شمیر د بنسټپالو عیسویانو د مسلسل دعوت په پایله کې زیاتیږي پدې ګروهه دي چې عیسی علیه السلام د راتلو په درشل کې دي او د هغه دعوت به د هغوی د خیالی هیکل نه پیل کیږي، پدې ډول انجیل لوني او پدې ډول د انجیل تر څنګ د تورات تفسیر کوي، دا قضیه ډیره مهمه ده، د هغوي پټې موخې لاهم ژوندۍ دي اوس چې د هغوی خوب په حقیقت بدلیدونکی دی ځکه یی نو موخو ته د رسیدو په لارکې ګامونه لاپسې ګړندي کړیدي.

پکار ده چې مسلمانان پردې پوه شي چې د عیسویانو په مرسته د یهودو په لاس د اقصی ورانول د وخت غوښتنه او د اوسنی نسل مسؤلیت دی، په کال 1998 نهمه میاشت د قدس په ښار کې کلنی اووم کنفرانس د ( هیکل د بیا ودانولو ) په موخه تر سره شو چې تر اوو زرو زیاتو اسرائیلو برخه پکې اخیستې وه، د یهودو یوې ډلې چې ( وحیه پالونکي) نومیږي مشر په خپلو خبرو کې د کنفرانس ګډون کوونکو ته وویل: “راځئ چې د هیکل غره ته پورته شو، دلاسته راوړو په لار کې یی وجنګیږو، هیکل نه په کنفرانسونو لاسته راځي او نه په خبرو آزادیږي، اوس هغه وخت رارسیدلی چې خپل ځانونه او روحونه پدې لار کې قرباني کړو.. تردې چې ویې ویل ژر ده چې مونږ به د اسرائیلو جڼډه د حرم په ځمکه پورته کړو ، نه هلته صخرة شته نه قبه شته او نه مسجدونه، هلته یواځې د اسرائیلو بیرغ رپول پکار دي چې دا د اوسني نسل له وجایبو شمیرل کیږي” په همدې ډول نورې څرګندونې (الحياة 19/9/1998هـ).

هغه څه چې د اقصی دورانولو ادعا تائیدوی: د دغه مسجد لاندې په مسلسل ډول د کیندنو او تونلونو ایستل دي څو د دواړو مسجدونو ښکتنی برخه تشه شي او دواړه مسجدونه د ورانیدو له خطر سره په طبیعي ډول د زلزلې او یا د کومې مصنوعي زلزلې په نتیجه کې ونړیږی، اویا دهرې هغې سناریولمخې چې کولای شي اسلامي امت اغفال کړي او خپل شوم هدف تر سره کړي، د قهر او غضب دهغه خوګلن اور ویره چې د امن او مفاهمې کنفرانسونه یی په زړه کې ساتي او په نتیجه کې یی د یهودو او مسلمانانو تر منځ د درې سوه او شپېته کیلومترو په اوږدوالی او د درې متره لوړ دیوال په جوړولو یې د یهودو هغې اسطورې ته د عمل جامه ورواغوسته چې د هغوی په دینې کتابونه کې یی ذکر شوی دی، یهود له خپل دینې میراث نه هر وخت الهام اخلي ولو که تحریف شوی هم دي.

مونږ چې کله د هیکل یادونه کوو، پدې معنی چې هیکل هغه لوی ځای ته ویل کیږي چې تر اسلام مخکې د عبادت لپاره ځانګړي شوی وو، چې بیا همدا هیکل یا عبادت ځای د ټولو اسرائیلي پیغمبرانو لپاره قبله وه، آن تر دې چې مسلمانانو هم په پیل کې همدې لور ته لمنځونه کول تر دې چې د مسلمانانو قبله د الله پدې امر د کعبې په لور بدله شوه هلته چې فرمایی: {فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ} [البقرة:144].خپل مخ د مسجد لور ته وګرځوه.

که د هیکل لپاره چمتووالی او د هغه جوړل د عقل له دایرې نه وتلی کار دی، خونن یهودو ته هر څه د خپلو معتقداتو په لار کې شونې او په واقعیت بدلول اسانه ښکاري، ولو که هغه زړې افسانې هم وي، خو رېښتینې او صادقه ګروهه او عقیده که هغه په قران او سنتو کې هم وي د ماتې خوړلیو او په شا شویو مسلمانانو په اند محض وهم او خیال، ارتجاع او بنسټ پالنه ښکاري، مونږ یی اورو چې دوی څه وایی؟! دوی د هغو خرافاتو او اساطیرو په اړه څه ولیکل او څه یی وویل چې نن په واقعیت بدل شول؟!

د نړیوالې میډیا په حواله د یهودي بنسټ پالو لخوا د هغوی د دینې لارښوونې لمخې د هیکل د جوړولو په موخه هر څه لا له پخوا چمتو شوی،هغه ډبرې چې د انسان لاسونو نه وې لمس کړیې د غرونو له ناوونو او دښتو او دهغو دپرېکولو وسائل چې په تورات کی یی یادونه شوی قدس ته ور وړل شوي ترڅو هلته وتوږل شي او د هیکل په جوړولوکې وکارول شي ، د همدې مقالې لمخې دا پروژه به تر شپږو میلیونو ډبروته اړتیا ولري،چې د هندسي نخچې کارونه یی د دوه تنه امریکائي یهودو په لاس سر ته رسیدلی او اوسمهال دیهودي دولت سره خوندې ساتل کیږي،دهمدې موخې د تر سره کیدو لپاره یوه ډله کار کوونکي د دې انتظار باسی تر څو د کار د پیل څراغ روښانه شي(الشرق القطرية 19/8/1997م) (الخليج 6/11/1997م )،داچې دا یو عبادتی کار ده د یهودو د مشرانو له ډلې یوتن چې د اسطوري ډبرو متخصص هم دی وایی: “زه چې کله دا ډبرې پورته کوم داسې انګیرم چې په دې ډبرو کې دجنت یوه برخه خوزي ” په همدې ډول د هغه نورې څرګندونې (الخليج 9/8/1997م).

دا یی د ډبرو کیسه وه، دا چې د اوه ضلعي شمع دان کیسه به یی څه وي؟د تابوت به یی څه کیسه وي، د سپیڅلې حلالې (ذبح)به یی څه حال وي؟ د هغې اکاډمي حالت به څه وي چې په بیت المقدس کې شته او د هیکل ودانولو ته د محصلینو په روزلو لګیا ده؟!د هغوی دا ټولې افسانې اوس په یوه روښانه حقیقت بدل شوي ، د هغوي په اند د معبد د جوړولو لپاره د اقصی له ورانولو پرته هیڅ کوم خڼډ په مخکې نشته، الله دې د دوی هر مکر شڼډ کړي او زمونږ بیت المقدس دې د دوی له شره وساتي.

د مقدسې قربانی کیسه او داچې څه به قربانی کوي، د پرمختګ او علم پدې پېر کې یوه بله حیرانوونکې افسانه ده، هغه د لسمې سرې غوا افسانه ده! د هغې غوا کیسه څه ډول ده چې دوی یی د ملوډي په نوم یادوی؟ څه وخت پیدا شوه او څه وخت به حلالیږي، څه ډول به یهودي ولس د غوا له حلالې وروسته په اصولی او په یهودیت ولاړ ولس بدلیږي؟د هغوی د تحریف شوي تورات د لارښوونو لمخې له هغې وروسته چې غوا حلاله کړاي شی بیا په اور وسوځول شی هیڅ څوک د تل لپاره نشی کولای چې پدغه معبد کې پرته له هغې چې د سوزول شوې غوا په ایرو ځان پاک نکړي عبادت وکړي د تورات وینا ده”هرڅوک چې ځان پاک نکړي هغه د رب کور ناولی کوي”،پورته پوښتنو ته د ځواب په ویلو د لوستونکو خواوې نه بدوو، داهغه څه وو چې یهود پرې کلک معتقد دې او عیسویان یی ملاتړکوي، د همدې لپاره هغوي دغه سپیڅلي ځای ته ځانګړې پاملرنه کوي، د حلالې ځانګړي ځای چې پر هغې به غوا حلالوي پخوا جوړ شوی چې په مناسب وخت کې به خپل ځای ته ولیږدول شي، یهودې هاخام خېل [مذهبی مشران] یادې غوا ته ځانګړي اهمیت ورکوي، دهغې د تولد پیدا کیدو نېټه یې اعلان کړې په دقیق ډول نولس سوه اوه اویایم کال د اکتوبر میاشت، کټ مټ په هغو ځانګړنو چې د هغوی په کتابونه کې یاد کړی شوي، د دوی په اند دهغې حلالول به د خدای له لوري د بیت المقدس پر ځای د معبد دجوړولو د امر په معنی وي.

پدې ډول افسانو اومصنوعِی کیسو باور لري، خو دا هر څه په یهودي دولت کې په حقیقت بدل شوه، اوس هغه قلمونه، ټولنیزې رسنې چېرته دي چې د یهودی ترهګرو د دا ډول خرافاتو او افسانو په ضد جرئت وکړي او ویې غندي هغوي چې تل هڅه کوی داسلامی ګروهې په اړه منفی تبلیغات وکړي په ویره خورولو او افراطیت یی تورنوي ، سبحان الله ! څه ډول د تحریف شوي دین مرسته او پالنه کیږي، او د حقیقي دین پالنه او مرسته ګناه ګڼل کیږي.

اوس پوښتنه داده چې مونږ اسلامی امت د دې ډول هڅو د مخنیوي لپاره څه کړي او څه مو چمتو کړي؟په بیت المقدس کې مو د مقدساتو د ساتنې لپاره څه تیار کړي؟ حقیقت دادی چې د حق په اثبات کې، د باطل په بربڼډولو کې د ټولو وسائلو په مټ د ټول اسلامی امت هڅې په عام ډول او په ځانګړي ډول د علماوو، سیاستوالو، مفکرینو، رسنیو او د روزنیزو کړیو وڼډه تر هر چا ډیره اړینه ده، مونږ که خپله وسه وکړه او اسباب مو پکار واچول، لټ توب او بیکارتوب ته موشا کړه ، بیا هلته د اقصی پالونکی شته چې ساتنه یی وکړي، او هغه کار چې خامخا کیدونکي ؤ الله یی وکړي، که اقصی ونړول شی هم مونږ به نه ناهیلي کیږو، مسلمان د الله په ژمنو کلک باور لري، ښایی د کوم ناورین تر شا لوی خیر نغښتي وي، او د دې بلا په ژامو کې د اسلامی امت لپاره دخلاصون څرک وځلیږي، څوک پوهیږي د تیري کوونکو یهودو روان وحشت د مسلمانانو تر منځ د ورورګلوی ډیوه روښانه کړي او د بیت المقدس د سترې قضیی په اړه د هغوي دکلمې د یووالي سبب شی، لرې نده چې د اقصی په برکت اسلامی امت د غفلت له خوبه پاڅېږي او یو موټي شی.

خو مونږ ته پکار ده چې په هیڅ صورت روحې ماتې و نه منو،تردې که هغوي په خپلو ځینې موخو کې بریالی هم شي، اویا هغه څه تر لاسه کړي چې هیله یې کوي، د الله لپاره یو موټي شو، د الله لپاره ټول وګړي په سمه عقیده وروزو، سمې لارې ته یی لارښوونه وکړو، د علم په رڼا کې یی په ډیر عبادت کولو روږدي کړو، ډیرې دعاوې او زاري،ډیرې دعاوې او زاري رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: «فَإِنَّ مِنْ وَرَائِكُمْ أَيَّامًا، الصَّبْرُ فِيهِنَّ مِثْلُ الْقَبْضِ عَلَى الْجَمْرِ، لِلْعَامِلِ فِيهِنَّ مِثْلُ أَجْرِ خَمْسِينَ رَجُلًا يَعْمَلُونَ مِثْلَ عَمَلِكُمْ» (رواه الترمذي، وقال: حسن غريب). حقیقت دادې چې تر تاسو وروسته یو وخت راتلونکی دي چې هلته صبر کول به په لاس کې دخوګلن د نیولو په څېر وي، پر دین باندې د یوه عمل کوونکي اجر به ستاسو د پنځوسو تنو عمل کوونکو د اجر سره سم وي.
ای الله، دا زیری چې په دین باندې عمل کوونکو ته، پدې لارکې کوښښ کوونکو ته او د الله په لارکې بښونکوته د پنځوسو صحابوو همره ورکړل شوي ، نو ته یې ور په برخه کړي، اسلامی امت او مسلمانو حکومتونو ته پکار ده چې د مقدساتو په وړاندې د دغه ستر امانت په ساتنه کې د مسؤلیت احساس وکړي او د دغې اسیرې قبلې د ساتني غږ ژوندي وساتي، او هغه پدې ډول کیږی چې نه سست شي او نه یواځې په توکل بسنه وکړي، په پاي کې دعا کوو اي لویه پالونکیه د اقصی مسجد د پلیتو یهودو له وجود نه پاکه کړه، لویه خدایه یهودوته ستا قهر غواړو هغوی تا هیڅکله نشي بې وسې کولی، ربه دهغوی هر تدبیر د دوی د ورانی سبب وګرځوه، لویه خدایه هغوی هره شپه او ورځ د مکر او تدبیر په جوړولو لګیا دي او ته تر هرچا ښه مدبر یی، ته یی پخپله هلاک کړې او مونږ دهغوی له شره وژغورې، د مسلمانانو ترمنځ یووالی پیدا کړې، صفونه یی غوڼډ کړې او زړونه یی پاک کړې زمونږ دعا قبوله کړې ای د کائناتو پالونکیه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x