fbpx

حضرت بي بي فاطمه رضي الله عنها

ډېوه همت لور، په کابل کي د افغان پوهنتون استاذه

حضرت بي بي فاطمه رضي الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم ګرانه او کشره لور ده. د بي بي فاطمې د زېږېدو په هکله روايتونه په يوه خوله نه دي. ځيني وايي چي دا تر نبوت دوه يا درې کاله دمخه زېږېدلې ده. په ځينو روايتونو کي ويل سوي دي چي تر نبوت پنځه کاله دمخه په مکه مکرمه کي زېږېدلې ده. خو ځيني وايي چي اووه نيم کاله دمخه زېږېدلې ده.

د بي بي فاطمې رضي الله عنها زده کړي:

بي بي فاطمې خپلي زده کړي د اسلام د ستر لارښود رسول الله صلی الله عليه وسلم په غېږ او حضور کي کړي دي . دې به له کوچنيوالي څخه تل د رسول الله صلی الله عليه وسلم خبرو ته غوږ نيوى او هغه به يې په خپل ذهن کي ساتلې. دې د علم او پوهي سره ډېره مينه درلوده. تل به يې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د بېلا بېلو مسايلو په هکله پوښتني کولې او کله چي به يې د هغه په هکله جوابونه وموندل، هغه به يې تر پايه پوري په ياد ساتل. وايي چي يو وخت رسول الله صلی الله عليه وسلم د بي بي فاطمې رضي الله عنهاکره غوښي وخوړلې. فاطمې رضي الله عنها له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي وه چي پر اور باندي د پخو سوو شيانو په خوړلو سره اودس ماتيږي. تر ډوډۍ خوړلو وروسته فاطمې رضي الله عنها رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل:” اى رسول الله! اودس تازه کړه“. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: « زويه ! د اودس تازه کولو اړتيا نسته. ټول خواړه پر اور باندي پخيږي» ( ).

بي بي عايشه رضي الله عنها فرمايي : ” د فاطمې رضي الله عنها خبرو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د خبرو سره ډېر شباهت درلود او ان د هغې د تلو ډول هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شان وو. کله چي به فاطمه رضي الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم خدمت ته حاضرېده، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به د هغې د هر کلي لپاره ولاړېدى او هغې ته به يې ښه راغلى وايه“. ويل کيږي چي د بې بي فاطمې رضي الله عنها کړنه هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وړاندي دغه ډول وه. ( ).

بي بي فاطمه رضي الله عنها يوه ستره حديث پوهه:

فاطمې رضي الله عنها د نورو علومو تر څنګ د احاديثو د علم په هکله هم ډېره پوهه درلوده. څنګه چي دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم لور وه، له دې امله دې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ډېر احاديث هم په ياد کړي وه او د هغو په هکله يې ډېر معلومات درلودل. خو څنګه چي دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر رحلت وروسته ډېر ژر وفات سوه، ځکه نو له دې څخه ډېر احاديث نه دي روايت سوي. وايي چي د دې ټول روايت کړي احاديث لسو ته نه رسيږي. له بي بي فاطمې رضي الله عنها څخه چي کومو صحابه وو رضي الله عنهم احاديث روايت کړي دي ځيني يې دادي: حضرت على کرم الله وجهه، حضرت عايشه رضي الله عنها ، حضرت حسن، حضرت حسين، حضرت انس، حضرت ام هاني، حضرت سلمى، ام رافع رضي الله عنهم.

امام دار قطني د حضرت فاطمې رضي الله عنها پر روايت سوو احاديثو باندي د فاطمې مسند چمتو کړى دى.

د شعر او ادب سره د فاطمې رضي الله عنها مينه:

بي بي فاطمې رضي الله عنها د نورو علومو تر څنګ د شعر او ادب سره هم ډېره مينه درلوده. ويل کيږي چي دې به خپله هم شعرونه ويل او د نورو شعرونه اورېدل به يې هم خوښېدل. دې ته يې ځيني شعرونه منسوب کړي دي ، خو ځينو علماوو بيا ويلي دي چي هغه دې نه دي ويلي.

د بي بي فاطمې رضي الله عنها سره د رسول الله مينه:

پر رسول الله صلی الله عليه وسلم باندي فاطمه رضي الله عنها ډېره ګرانه وه. چي د ډېر ګرانښت له امله يې هغې ته د خپل زړه ټوټه ويلې ده. يو وخت رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «پر ما باندي د خپلو کورنيو په ټولوغړو کي فاطمه ډېره ګرانه ده» ( ).

يو وخت له بي بي عايشې رضي الله عنها څخه پوښتنه وسوه چي پر رسول الله صلی الله عليه وسلم باندي تر ټولو ډېر څوګ ګران دى؟ بي بي عايشې رضي الله عنها جواب ورکړ:” فاطمه“ ( ).

يوه ورځ حضرت فاطمه رضي الله عنها رسول الله صلی الله عليه وسلم ته حاضره سوه. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: « فاطمې ! نژدې راسه». هغه نژدې ورغله. رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا ورته وفرمايل: « نوره هم رانژدې سه». فاطمه رضي الله عنها نوره هم ور نژدې سوه. هغه مهال د فاطمې رضي الله عنها رنګ د لوږي له امله ژړ اوښتى وو. رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلي ګوتي وغوړولې او ورغوى يې د هغې تر غاړي لاندي کښېښوى. خپل سر مبارک يې پورته کړ او دعا يې وکړه چي: « اې لويه څښتنه! د وږي نس ډکوونکې. د حاجت بشپړونکې، لويدلي پورته کوونکې فاطمه بنت محمد وږې مه پرېږده». ويل کيږي چي هغه وخت چي د فاطمې رضي الله عنها پر مخ کوم ژړ والى موجود وو ، له منځه ولاړ او په بدن کي يې وينه پيدا سوه.( ).

رسول الله صلی الله عليه وسلم پر بي بي فاطمې رضي الله عنها باندي هيڅ ستونزه نه سواى زغملاى. کله چي حضرت على رضي الله عنه غوښتل چي د ابو جهل د لور سره واده وکړي، نو هغه وخت فاطمې رضي الله عنها رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په دې هکله شکايت وکړ. رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د حضرت على رضي الله عنه له دې کړني څخه ډېر وزورېدى اوپه مسجد نبوي کي يې د خطبې ويلو پر مهال د دې زورېدو په هکله څرګندوني و کړې او په دغه خطبه کي يې دا هم وفرمايل: « فاطمه زما د بدن يوه برخه ده. هر چا چي هغه وغمول ګواکي زه يې وغمولم»().

د بي بي فاطمې رضي الله عنها وفات:

حضرت عايشه رضي الله عنها وايي : ” رسول الله صلی الله عليه وسلم د رحلت پر مهال فاطمه رضي الله عنها راوغوښتل او د هغې په غوږ کي يې يو څه ورته وفرمايل. فاطمې رضي الله عنها د هغه په اورېدو سره په ژړا سوه. بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغې په غوږ کي څه وويل، نو دا ځل فاطمه رضي الله عنها په خندا سوه کله چي ما د هغو لامل وپوښتى ، نو هغې راته وويل: ” زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم راز نه څرګندوم“. خو کله چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر رحلت وروسته ما په دې هکله معلومات وکړ، نو فاطمې رضي الله عنهاراته و ويل چي اوس به درته ووايم. لومړى رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وفرمايل چي داسي معلوميږي چي زما د وفات وخت را نژدې سوى دى . د هغه په اورېدو زه په ژړا سوم. بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وفرمايل: «چي ته زما د کورنۍ په غړو کي تر ټولو دمخه په ما پسې راځې ». نوپر دې خبره باندي ما وخندل“ ( ).

فاطمه رضي الله عنها په ( ١١ )هـ. کال د روژې پر درېيمه وفات سوې ده.

د دې د ښخېدو د ځاى په هکله روايتونه يوه خوله نه دي. ځيني وايي چي د دې قبر د دارعقيل په يوه کونج کي دي، ځيني وايي چي په جنت البقيع کي خاورو ته سپارل سوې ده. ځيني وايي چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم روضې ته نژدې دفن سوې ده او ځيني ګڼي چي هغه په خپل کور کي خاوروته وسپارل سوه او کله چي نبوي مسجد ته پراختيا ورکړه سوه د دې قبر له منځه ولاړ. خو په جنت البقيع کي دې ته منسوب مزار ډېر مشهور دى او تر اوسه يې خلک زيارت کوي. ابراهيم نخعي وايي: ”ابو بکر صديق رضي الله عنه د فاطمې رضي الله عنها د جنازې لمونځ ورکړى دى او په جنازه کي يې څلور تکبيرونه وويل“( ).

د ښځو د دې سرداري روح دي ښاد وي آمين.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د