نظــر

دوی پوهېږي چې اقصیٰ په لیکنو نه ازادېږي

لیکوال: صفي الله “رائد”

نن که د اسلامي هیوادونو اوسني مشرانو ویښ ضمیرونه درلودلای او یاهم د عربي هیوادونو په مشرانو کې لږ غیرت، همت او شجاعت وای؛ نن به امریکا د ګردې نړۍ په مسلمه امت داسې ملنډې نه وای وهلې.
نن که د دې لنډ عصر (معمر القذافي او صدام حسین) کې يو هم ژوندی وای؛نو فکر نه کوم چي امريکا به داقصیٰ پروړاندې په دومره سپين سترګي لاس پورې کړی وو.
ريښتيا هم چې عرب هيوادونه نور ميرات او دبشپړ قحط الرجال سره مخ دي.
ځکه خو چې نن غربیان څه غواړي بس هغسې کوي.

ټرمپ پوهېده چې د دې عصر عربي شیخان یې څو ډالرو ته نڅاکوي. چې کوم رنګ وغواړي همغه شان یې تاووي.
نو ځکه یې هره پرېکړه د مسلمه امت پر خلاف او هره اعلامیه یې د مظلومو مسلمانانو په خلاف، په هرنګه توطیو ولاړه وي.
او عرب شیخان ورته په نرمه خوله لبیک وایي او هرکلی یې کوي.

هو! ټرمب پوهېده چې د یوشتمې پېړۍ مسلمانانو ته صرف نارې، سورې او لیکنې ورپاتې ځکه یې بیت المقدس د اسرائیلو لپاره پلازمینه ونوموله.

ټرمب پوهېده چې بیت المقدس په لیکنو بېرته نه ازادېږي. ځکه یې اسرائیلو ته ور قباله کړ.

په رښتیا هم فتحې او ازادۍ په تشو نارو، سورو او لیکنو نه راځي؛ بلکې دهرې لویې فتحې تر شا تورې شرنګېدلې وي.
وینې توې شوې وي. خو! مونږ بیا د تورو او زغرو نه یو، د دښتو او غرونو نه یو، د سختو او سختیو نه یو.

بس تشه فتحه غواړو، هسې په هسې خپلواکي غواړو. عجیبه ده؛ د قربانۍ نه یو، خو ازادي غواړو، ارامي او سوکالي غواړو.

هو! مونږ د فیل په غوږ کې بیده یو؛ مونږ اوس هم له کانګریس نه د ښو هیلې کوو، مونږ ترې مرستې غواړو. د خپلو زمریانو د وژلو په پار ترې لښکرې غواړو، توپونه غواړو، طیارې او لانچرې غواړو؛ ترڅو خپل ویښ خلک پرې ووژنو، ویښ زمریان پرې ونیسو، خپل وروڼه پرې ووژنو.
اخ ـ اخ بیا د اقصی چیغې هم وهوو.
دبیت المقدس په باب د ټرمب پرکړه هم غندوو. افسوس…!!!

له ډېره درده وخاندم، چې د ځېنو ټرمبخیلو اعلامیې د بیت المقدس په باب ووینم.
حیران شم دوی ته څه ولیکم، څه ورته د قلم په ژبه انځور کړم!!!

ټرمبخېل (ګوډاګیان) دې په خلاصو غوږو واوري!!!

تاسو خپله اوسنۍ اصلي قبله (بیت الله) هېره کړې، نو مخکینۍ قبله (بیت المقدس) به څنګه نه هېروئ ! په داسې حال چې خپله مو کلونه وړاندې په اسرائیلو پلورلې وي.
نور نو د مظلوم مسلمه امت په سترګو کې خاورې نه شئ شېندلای!!!

د اسرائیلو ظالم واکمن او ټرمب دې هم واوري!!

په امت کې اوس هم تورې شته، زغرې او لانچرې شته. دا امت بې څوکه نه دی!!! دا امت سړي لري.
دلته که مشران مو په مرګ وېده دي خو! اولسونه مو ژوندي دي.
دا دخالد بن ولید لمسیان دي، داد عبیده بن جراح لارویان دي، دوی به یې بیا ازادوي.

ان شاءالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x