افغانستان

سرچېنه: معتصم اغاجان کابل ته را ورسېد

نن ټکی آسیا: د طالبانو له ډلې بېل شوی او پخوانی طالب چارواکی ملا اغاجان معتصم چې څه موده مخکې د اماراتو د حکومت لخوا نظر بندشوی و، تېر ماښام کابل ته رسیدلی دی.

د پژواک اژانس د راپور له مخې يوې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط ورته ويلي، چې ملا معتصم نن له دوى سره په الوتکه کې يوځاى له دوبۍ نه کابل ته راورسېد.
دى چې له دوبۍ څخه کابل ته په ” فلاى دوبۍ” الوتکه کې کابل ته رارسېدلى، وايي، ملا معتصم د الوتکې په ځانګړي ځاى (VIP) کې له يو بل کس سره ناست و او چې کله مازيګر پنځه بجې الوتکه د کابل هوايي ډګر کې کېناسته، نو نوموړى له الوتکې ښکته شو او په (VIP) لاره ووت.
هغه زياتوي، له ښکته کېدو سره سم، يو موټر چې نمبر پلېټ يې نه درلود، هغه ورپورته شو او موټر روان شو.
د کابل هوايي ډګر يو کارکوونکى چې هغه هم نه غواړي نوم يې ياد شي، پژواک ته وويل، چې نن شاوخوا پنځه بجې د (VIP) لار د څو دقيقو لپاره د مسافرينو پر مخ وتړل شوه.
تر اوسه خپله د معتصم اغاجان له خوا څه نه دي ویل شوي او دا هم څرګنده نه ده، چې ایا نوموړی به پې نمبر پلېټه موټر کې ارګ ته وړل شوی وي او که کوم بل بهرني مېلمستون.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x