شعـــــرونه

د القدس وینا

عرفان الله عرفاني

اشغال کړ اسرائيلو پاک حرم د فلسطین
القدس وایي چې څه شو ایوبي صلاح الدین

يهودو مو لومړۍ قبله قبضه کړله نن بيا
ګرځېږي پکې بیا نن خبيثات او خبيثين

اقصی خو له لاس لاړه اوس نمبر دی د کعبې
دا ځکه چې اکثر مسلمانان شول مرتدین

که داسې مونږ خاموشه يو او و نکړو اقدام
ذلیل به شو نور هم دا درته وایم په یقین

کافر سره چې ناست وي او ځان بولي مجاهد!!!
په مخ د زمکې نشته له دوی غټ منافقین

احساس د حریت یې شو بدل په غلامۍ
بلکل يې شاته کړی خپل فرهنګ او هم آيین

را ویښ شئ مسلمانو تېر تاریخ کړئ را ژوندی
پاڅون وکړيه بیا نن لر او بر مجاهدین

را پاتې موږ ته بس یواځنۍ لار د جهاد
وژل غواړي اول دا مذب ذبه مسلمین

الله ته یې تبا کړې دا دعا کړم (عرفاني)
ملګرو لاس کړئ لپه ټول پرې او وایئ امین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x