افغانستان

ارګ یو ځل بیا د امریکا ستراتېژې وستایله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د روسي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ارګ یو ځل بیا د ټرمپ له نوې ستراتېژۍ هرکلی وکړ او هغه يې وستایله.

تېره پنجشنبه د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل، د امریکا نوې ستراتېژي پر زور ولاړه ده او د افغانستان مسئله د زور له لارې نه حل کېږي.

د امریکا پر ځای ارګ ځواب ورکړی او د امریکا نوې ستراتېژي يې ان د سیمې لپاره یو ښه فرصت بللی دی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي، دا یو بریالۍ ستراتېژي ده، دا د سیمې لپاره یو فرصت دی چې د «تروریزم» پر ضد ګامونه واخلي.

که څه هم د همدې ستراتېژۍ له پیل سره د امریکا او افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي تلفاتو په برخه کې ۵۲ سلنه لوړوالی راغلی، خو ارګ د روسيې نیوکه ناسمه بولي.

د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له امله امریکايي ځواکونو مستقیماً جګړې ته ننوتي، که څه هم د ورسره شوي تړون له مخې دوی یوازې د افغان ځواکونو روزنه، تمویل او مشوره پر غاړه لري.

ارګ په داسې حال کې د امریکا پر جګړې ولاړې نوې ستراتېژۍ هرکلی کوي، چې سولې شورا تازه بیا د سولې د هڅو غږ را پورته کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x