افغانستان

نوي ډیلي کې د افغانستان په اړه پنځه ورځنۍ غونډه پیل کېږي

نن ټکی اسیا: ټاکل شوې ده چې نن په نوي ډیلې کې د افغانستان د حالاتو په تړاو غونډه پیل شي.
هندوستانۍ ورځپاڼې ډي اين اې تېره ورځ د هند د يو پوځي چارواکي له خولې خبر ورکړی و، چې په دې غونډه کې به د هند پر ملکي چارواکو سربېره، یو شمېر لوړ پوړي پوځي چارواکي هم برخه واخلي.

د کنفرانس هدف له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ممکنه رامنځته کیدونکو ګواښونو د مخنوي د لارو چارو لټول یاد شوي دي؛ پر دې سربېره به په غونډه کې د سیمې پر امنیت هم خبرې وشي.
دا غونډه چې پنځه ورځې به دوام وکوي او د هند د دفاع وزیرپه وینا به نن رسماً پرانیستل شي.
داسي بریښي،چې په دې وروستیو کې د هند امنیتي او استخباراتي ادارې د افغانستان حالات له نږدې څاري او د افغانستان راتلونکي په اړه دوی هم د خپل نقش لوبولو ته لېواله دي.
د یادونې وړ ده، چې هند دا مهال د افغان ځواکونو روزنه هم کوي او د رسنیو د راپورونو په اساس ښایې له روسیې نه افغان ځواکونو ته وسلې هم را وپېرودي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x