افغانستان

غزني: د طالبانو په بريد کې ۶ عسکر وژل شوي- څلور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ په نښتو کې دواړه غاړې يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، طالبانو تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په ليونۍ بازار سيمه کې د ملي اردو په پوسته بريد کړی، په ترڅ کې يې درې عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

زياتوي په دغه بريد کې شل طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی نن ټکی اسيا ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د قره باغ ولسوالۍ مربوط د سرکي خېلو په سيمه کې يې له دولتي عسکرو يوه پوسته نيولې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د جګړې په ترڅ کې ۱۵ عسکر وژل شوي او يو يې ژوندی نيول شوی دی.

يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته ويلي، په دغه جګړه کې د ملي اردو ۶ سرتيري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

طالبان وايي، له نيول شوې پوستې څخه يې لس ميله سپکې او درنې وسلې، يوه مخابره، نظامي توکي او په زياته اندازه مرمۍ او مهمات ترلاسه کړي دي.

دوی وايي، په جګړه کې يو طالب وژل شوی او نور تلفات نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x