افغانستان

د ټاکنو کمیسیون: ټاکنې به د راتلونکي کال په چنګاښ میاشت کې وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، پارلماني ټاکنې به د راتلونکي کال په چنګاښ کې ترسره شي او په وينا يې، دغه نېټه نه بدلېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمسییون د دارالانشاء مشر امام احمد وریماچ وايي ټاکنې به د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ په ۱۶مه ترسره شي، چې په خبره يې دوی ورته په تیاري بوخت دي.

د سرچېنې په قول وړاندې تر دې اټکل شوې وه، چې په ټاکنیزه پروسه کې له پرمختللې تکنالوژۍ کار واخیستل شي، خو د ځينو ستونزو له امله به ټاکنې د تېر په څېر ساده ترسره شي.

وریماچ وايي، رایه ورکوونکي به د کاغذي تذکرې له مخې ثبت او د رایې اچونې لپاره به هم کاغذي کارتونه ولري.

د هغه په خبره دوی باید تر ټاکنو وړاندې په څلورو میاشتو کې لس میلیونه کارتونه ووېشي، چې د ټولې ټاکنیزې پروسې د لګښت لپاره افغان حکومت د دېرش میلیونه ډالرو اعلان کړ.

وریماچ وايي د نور لګښت د ورکړې سرچینه تر اوسه په ډاګه شوې نه ده.

له تېرو جنجالي ولسمشریزو ټاکنو وروسته، د ګډ حکومت مشرانو ټينګار کاوه چې تر راتلونکو پارلماني ټاکنو پورې به برېښنايي تذکرې ووېشل شي چې د ټاکنو په شفافیت کې به مهم رول ولري.

که څه هم د راتلونکو ټاکنو اړوند څرګندونې رسنیزې کېږي، خو د شنونکو په باور تېرو ټاکنو د ولس زړونه مات کړي او باور له منځه تللی ځکه خو به دې ټاکنو کې د ولس ګډون په هغه سویه نه وي چې حکومت يې هیله لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x