افغانستان

د بلجیم د بشري حقونو سازمان، افغانستان کې د بشري سرغړونو اړوند څېړنه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بلجيم د بشري حقونو خپلواک سازمان په افغانستان کې د بشري سرغړونو اړوند څېړنه کوي او اسناد را ټولوي.

د دې سازمان مشر عنایت رسولي وايي، دوی د راتلونکي کال لپاره په انلاین بڼه د بشري جنایتونو ثبتونه کوي او هڅه کوي د دې کمپاین له لارې د بشري سرغړونکو جنایتونه په ډاګه کړي.

د رسولي په خبره دا چاره به له هغو قربانیانو سره مرسته وکړي چې نشي کولی په نړیوالو بنسټونو کې خپل شکایتونه ثبت کړي.

د نوموړي په وینا په دې برخه کې يې د بښنې نړیوال سازمان، د هاګ د جنايي جرمونو څېړونکی څارنوال او د اروپايي ټولنې د بشري حقونو دفتر هم ورسره همکاري لري.

که څه هم وړاندې تر دې په امنیتي لیکو کې ګڼ قومندانان او چارواکي په بشري سرغړونو ملامت شوي دي، خو تر اوسه يې د محاکمې غږ نه دی پورته شوی، خو رسولي وايي دوی به د خپلو اسنادو پر استناد وکولی شي مجرمین محاکمې ته کش کړي.

وړاندې تر دې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، په پکتیکا کې د ځانګړو ځواکونو قومندان عزیزالله کاروان او ګڼ نور پر بشري جنایتونو تورن معرفي کړل، خو اړوند يې تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.

تر دې وړاندې د هاګ جنايي محکمې یو څارنوالې هم له افغان حکومته غوښتي و، چې په دې هېواد کې د بشري جنایتونو د څېړلو لپاره دې ورسره مرسته وشي، چې ګډ حکومت لا هم کوم ځواب نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx