دبدي ژبي کارول

الله تعالی په قرانکرېم کي خپلو بندګانو ته لارښوونه کوي فرمايي :bee-voice

وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا (53) سورة الإسراء

او زما بندګانو ته ووايه چې دوى دې هغه خبره كوي كومه چې ډېره ښه وي، يقيناً شيطان يې ترمنځ شر جوړوي، بې شكه شيطان د انسان يو څرګند غليم دى.

مونږ چي کله هم چېرته لاړشو خواه که هغه مجلسونه وي،  یا ددوستانو بانډارونه، یا رسمي غونډي او یا په وېب پاڼو کي دبحث او مباحثې فورمونه ، وينو چي هریو فرد به يې په پرله پسې بڼه ددې په ټېنګه غوښتنه کوي چي وروڼو ښکنځلي کول او يا ترخه ژبه کارول نه خو ښه کار دی اونه عاقلانه کړنلاره خو بيا که دهغه کس تګلاري، خبرو او يا لیکنو ته ځېر شو نو هغه به متأسفانه پخپله هم ښکنځلي کړي وي ، بده ژبه به يې کارولي وي، او همدغه غیر عاقلانه کړنلاره کومه چي هغه پخپله بده ګڼلي وي نېولي وي .

یوعام او ناپوهه انسان که دا تګلاره نیسي که معذور نه وي هم خو مونږ به يې پدې اساس معذور  وګڼو چي نه پوهېږي خو هغه څوک چي خپل ځان اسلام، علم ، پوهني ، مقدسي مبارزې، قلم اوفکر ته منسوب ګڼي ولي دمخالف او یا انډول لوري په وړاندي دا وسله چي هم اسلام او هم انساني ارزښتونوحرامه ګرزولي ده کاروي ؟

په کار خو داده چي مقابل لوری په ځواکمن استدلال، قناعت بښونکي ځواب، په اغېزمنه وينا، مثبت او اصلاحي تنقېد، اوخوږو خبرو مونږ دځان ملګری کړو نه داچي په بده وينا دهغه زړه زخمي او احساس يې وځپو اونور يې هم له ځانه لېري کړو  او دا هم اړېنه نده چي مقابل لوری مو څوک دی .

ناورېن خو لا داده چي هغه څوک چي بده ژبه، ترخه وينا، او رژوونکي توري کاروي وينو به چي زیات ملاتړ به يې کېږي، نور به يې هم ستايي، او دشهرت مقام به يې هم ترلاسه کړی وي، لکه زمونږ په فرهنګ او قاموس کي چي له سپکو خبرو او ښکنځلو څخه پرته بل څه وجود نلري او يا زمونږ  دېن او عقیدې مونږ پدې مکلف ګرزولي يو چي تل باید ښکنځلي وکړو  العیاذ بالله .

دښکنځلو لورته که په هره بڼه وي نن سبا په هره کچه تمایل زیات شوی دی ، له کورنیو محفلونو څخه نېولي بيا تر دولتي پارلمانونو پوري او همدا راز دخپرندویه وسائلو په سطحه، لکه انټرنټ، مجلې، ورځپاڼي، راديوګاني او تلوېزيوني چاينلونه .

پوښتنه داده چي مونږ ولي دومره د اخلاقو له پلوه لوېدلي يو لاملونه يې څه دي او زمونږ دېن پدې هکله څه لارښووني لري او درملنه يې څرنګه باید وکړو؟

پدې بحث کي به بې له دې چي ه قضيې هر اړخ ته ژور لاړ شو په لنډو ټکو کي به یاده شوي پوښتنه ځواب کړو هیله ده چي داستفادې وړ شي.

دښکنځلو او سپکو خبرو لورته تمايل بېلابېل محيطي او ټولنېز لاملونه لري چي ځیني يې په لاندي توګه دي :

  • لانجمن کورنی چاپېریال : کومه کورنۍ چي تېت او پرکه وي، داخلي امن او سکون ونلري، شخړي ، جګړي او لانجې پکي زياتي وي ، دافرادو ترمېنځ يې بده ژبه، ښکنځلي او سپک توري تبادله کېږي،  همدغه انځور دهغې کورنۍ په ماشومانو کي هم منعکس کېږي، پدې معنا چي دوالدینو  دبد چلند په نتېجه کي دماشومانو اخلاق هم بدېږي چي بالآخره هغوی هم  ښکنځلو، بدو خبرو او  دانتقامي سلوک خپلولو ته لاس اچوي او هغه څوک چي مونږ يې نن سبا يو اوبل ځای پدې رنځ اخته وینو که دهغو دکورنیو چاپېریال وپوښتل شي کېدای شي زیاترو يې دا میکروب له خپل کورني محیط څخه اخېستی وي ځکه خو اسلام دنارېنه او مېرمني یو په بل داسي حقوق لازم ګرزولي دي چي کورنی چاپېریال نېکمرغه کړي او له رنځونو څخه پاک نسل پکي نشأت وکړي .
  • اقتصادي ناندرۍ اوطبقاتي توپېرونه :  هغه کورنۍ چي له اقتصادي ، علمي او قبېلوي پلوه په ټولنه کي دټېټي کچي مقام لري دهغو وګړي زیاتره دبدي ژبي وسله او يا بدني عقاب کاروي، همدغه تمایل دټیټي او مېنځنۍ کچي دکورنیو په افرادو کي په پراخه پېمانه ترسترګو کېږي . علت يې داوي چي دهمدغي طبقې انسانان په بېوسۍ او مایوسۍ کي ژوند کوي او ددې لپاره چي خپل ځانونه ځواکمن او خپل وجود اغېزمن وښيي همدغي وسلې ته چي ښکنځلي ، پوچ  ويل، وهل او ټکول دي لاس اچوي. پدې اساس ويلای شو چي طبقاتي تو پېرونه یا توکمېز تبعیضونه هم یو له هغو اغېزمنو عواملو څخه دي چي ديوې ټولني انسانان پدې رنځ اخته کوي داسلام مقدس دین دتوکمېز او طبقاتي توپېرونو په خلاف ټېنګي مبارزې ته مسلمانان رابولي او په دې لړ کي څرګندي لارښووني لري او دټولني دټولو طبقاتو داړتياوو دپوره کولو لپاره غوره داسي اقتصادي نظام لري چي که عملي کړل شي هېڅوک به پکي دمحرومیت احساس ونکړي .
  • بد ملګري او دوستان: له ملګرو او دوستانو سره يوځای کېدل له هغه حالت سره بشپړ توپېر لري چي يوڅوک يې په تنهايي کي تېروي، انسان هرو مرو دملګرو  دچلند تراغېزي لاندي راځي او دشخړو په وړاندي دملګرو او دوستانو په موجودیت کي منطقي او عاقلانه چلند نکوي دتېري او يا دفاع په وخت کي هغه ټولنېز معیارونه په پام کي نه نیسي کوم چي ورته په کار وي، دملګرو په موجودیت کي انسان هڅه کوي چي خپل ځواکمنتوب ، مؤثریت او وجود نوروته وښيي ځکه خو له بدي ژبي، ښکنځلو او دمټو له زور څخه کار آخلي ځکه خو اسلام مونږ ته تل داتوصیه کوي چي نېکان ملګري دځان لپاره غوره کړو ترڅو مو هغوی له کوره دباندي روغه او سمه لارښوونه وکړي.
  • د ټولنېز عدالت نشتوالی : په کومه ټوله کي چي يو عادلانه نظام نه وي او ولسونو ته انصاف ونه رسېږي ، او داسي يوه مرجع نه وي چي هلته له قانوني لارو خپلي ستونزي هواري کړي دهغې ټولني افراد دمحرومیت، مایوسۍ او بد امنۍ په حالت کي ژوند کوي چي دا حالت يې بيا حتما په سلوک کي انځور کېږي، دداسي ټولنو په وګړیو کي تېری ، تجاوز او شخړي زياتي وی چي په نتېجه کي يې دا ډول بې سروساماني په اخلاقي سلوک منفي اغېزي پرېږدي، غصه او کاوړ يې زياتېږي چي نتېجتاً هغوی بيا ددې په تکل کي وي په هره بڼه چي وي نورو  انسانانو ته دلاس او ژبي له لاري تاوان پېښ کړي ، ضرر ورسوي او خپله غُصه له دې لاري سړه کړي .

ددې اخلاقي رنځ عوامل به نور هم وي لکه عصبي تکلیف، دحالاتو نه سمون، دمقابل لوري، جاهلانه کړنلاره او طرز تفکر، په شعوري او يا غیر شعوري ډول دانډول لوري نه قناعت،  او يا بل څه خو مونږ ته په کار ده چي په مخلصانه ډول او په قوي عزم سره پخپلو ځانونو او عادتونو کي له اسلامي لارښوونو سره سم نوښت راولو او دا کار هم خو ډېر آسان دی، هم ګټي لري او په عین وخت کي الله تعالی ورباندي خوشاله کېږي ، ورسره دهغو عواملو دمخنیوي لپاره چي داسي اخلاقي رنځونو ته دټولني دافرادو په مېنځ کي وده ورکوي ټېنګه مبارزه پیل کړو او دا کار له خپلو ځانونو او کورونو څخه پیل کړو.

پدې لړ کي ډېر زيات دقرآنکريم آیتونه موجود دي او هم ګڼ شمېر نبوي حدیثونه چي کتابونه ورباندي لیکل شوي دي خو مونږ به يې ځیني دلته یاد کړو .

کېدای شي ځېني کسان پدې پلمه چي مخالف لوری يې ددېن ، عقیدې او هېواد دښمن دی ، یرغلګر دی، قاتل دی، درباري یا چمچه دی او یانوري دېته ورته عذرونه دناوړه ويناوو او نازېبا کلماتو دکارولو لپاره بهانه ګرزوي خو يوه اولوالعزم پیغمبر ته چي د وخت د سرکښ مستبد يرغلګر له لاسه دخپل مورني ټاټوبي پرېښودلو ته اړ شوی، قام او خپل خپلوان يې په کلونو  کلونو ځورول شوي ، شکنجه شوي او واړه ماشومان يې ور وژلي، خوندي او مېندي پې ورشرمولي او لايې هم سېنه يخه نده، پدې هرڅه سربېره دالله تعالی له وجوده منکر او خپل ځان يې ولسونو ته خدای جوړ کړی وايي : أنا ربکم الأعلی – زه ستا سي ستر معبود او پروردګار يم  . خو الله تعالی يې مکلف ګرزوي چي له همدغه طاغیه سره مخامخ شي قرآنکریم دا واقعه داسي نقلوي :

اذْهَبْ أَنْتَ وَأَخُوكَ بِآَيَاتِي وَلَا تَنِيَا فِي ذِكْرِي (42) اذْهَبَا إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى (43) فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى (44) سورة طه

ته او ورور دي زما له نښانو سره ولاړ شئ او زما په يادونه كې سستي مه كوئ فرعون ته ورشئ هغه سرغړاند شوى  نو نرمه خبره ورته وكړئ ښايي ويې مني يا ووېريږي  .

کېدای شي ځیني وروڼه دا کار يوه ادبي خلا وګڼي خو څومره ستره ګناه يې ونه بولي خو په دې هکله لاندي لارښووني شته :

عن معاذ بن جبل قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ألا أنبئكم ما هو أملك بالناس من ذلك ثم أخرج لسانه فأمسكه بين أصبعيه فقلت يا رسول الله أكل ما نتكلم به يكتب علينا قال ثكلتك أمك وهل يكب الناس على مناخرهم في النار إلا حصائد ألسنتهم إنك لن تزال سالما ما أمسكت فإذا تكلمت كتب عليك أو لك (الترمذي وابن ماجة والنسائي)

له معاذ بن جبل رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : آیا تاسو ته هغه څه در وښیم کوم چي تر هرڅه زیات په انسان واکمني کوي  او بیا یې خپله ژبه را واېستله او په دوو ګوتو یې ونېوله ، ماورته وویل چي یا رسول الله آیا هغه څه ټول لېکل کېږي کوم چي مونږ يې په ژبه وايو؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : مور د درباندي بوره شي آیا د ژبي له محصوله  پرته بل شی شته چي خلګ به د جهنم په اور کي پړمخي ېا سرڅېړۍ غورځوي ؟   او ته به ترهغه وخته روغ پاته یې چي خپله ژبه د بنده ساتلي وي  خو چي کله خبري پیل کړې هغه ضرورستا په ګټه او یا په نقصان کي لېکلي کېږي .

که مقابل لوری مسلمان وي بيا لاندي حدیث مونږ ته داسي لارښوونه کوي :

عن عبد الله بن عمرو قال خطبنا رسول الله  صلى الله عليه وسلم  فقام رجل فقال يا رسول الله أي الإسلام أفضل قال أن يسلم المسلمون من لسانك ويدك  (المستدرك على الصحيحين)

له عبد الله بن عمرو رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه فرمایله یو سړې ولاړ شو او پوښتنه یې وکړه چي یارسول الله ؛ کوم عمل په اسلام کي غوره او بهتر دی؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : داچي مسلمانان ستا د ژبي او لاس له ضرر څخه روغ پاته شي .

قال أسودبن اصرم المحاربي  يا رسول الله أوصني قال هل تملك لسانك قال فما أملك إذا لم أملكه قال أفتملك يدك قال فماذا أملك إذا لم أملك يدي قال فلا تقل بلسانك إلا معروفا ولا تبسط يدك إلا إلى خير(الأحاديث المختارة )

اسود المحاربي رضي الله تعالی عنه وایي چي ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: یارسول الله ماته نصېحت وکړه ؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم را څخه وپوښتل چي آیا د خپلي ژبي واک لرې؟ ما وویل : چي د ژبي واک ونلرم نو د څه شي واک به لرم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا را څخه وپوښتل چي آیا د خپل لاس واک لرې؟ ما وویل چي د خپل لاس واک ونلرم نو د څه شي واک به ولرم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په ژبه له ښو خبرو پرته بل څه مه وایه او لاس د خیر له کار څخه پرته بل څه ته مه غزوه.

عن عُقْبَةَ بن عَامِرٍ قال قلت يا رَسُولَ اللَّهِ ما النَّجَاةُ قال أَمْسِكْ عَلَيْكَ لِسَانَكَ وَلْيَسَعْكَ بَيْتُكَ وَابْكِ على خَطِيئَتِكَ (سنن الترمذي)

له عقبه بن عامر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی وایي چي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي یارسول الله نجات او خلاصون په څه کي ده؟ هغه راته وفرمایل: خپله ژبه تړلي وساته او په خپل کور کي کېنه او په خپلو ګناهونو  ژاړه.

عن أنس أَنَّهُ سَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم عن أَفْضَلِ الإِيمَانِ قال أَفْضَلُ الإِيمَانِ أَنْ تُحِبَّ لِلَّهِ وَتُبْغِضَ لِلَّهِ وَتُعْمِلَ لِسَانَكَ في ذِكْرِ اللَّهِ قال وَمَاذَا يا رَسُولَ اللَّهِ قال وَأَنْ تُحِبَّ لِلنَّاسِ ما تُحِبُّ لِنَفْسِكَ وَتَكْرَهَ لهم ما تَكْرَهُ لِنَفْسِكَ وَأَنْ تَقُولَ خَيْرًا أو تَصْمُتَ (المعجم الكبير)

له انس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی وایي چي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي غوره ایمان کوم دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: غوره او بهتره ایمان دا دی چي دوستي او دښمني د الله تعالی لپاره وکړې خپله ژبه د الله تعالی په یاد کي وکاروې ، ماورته وویل بل څه یارسول الله ؟ هغه وفرمایل : د خلګو لپاره هغه څه خوښ کړې چي د ځان لپاره یې خوښوې او د خلګو لپاره هغه څه بد وګڼې چي د خپل ځان لپاره یې بد ګڼې او دا چي یا خو د خیر خبري وکړې او یا تړلي ژبه واوسې .

ښکنځلي او بدي خبري د مسلمان نېک عملونه سوځوي .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ الله عَنْهُ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: “أَتَدْرُونَ مَا الْمُفْلِسُ” قَالُوا الْمُفْلِسُ فِينَا مَنْ لَا دِرْهَمَ لَهُ وَلَا مَتَاعَ، فَقَالَ: “إِنَّ الْمُفْلِسَ مِنْ أُمَّتِي يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِصَلَاةٍ وَصِيَامٍ وَزَكَاةٍ وَيَأْتِي قَدْ شَتَمَ هَذَا وَقَذَفَ هَذَا وَأَكَلَ مَالَ هَذَا وَسَفَكَ دَمَ هَذَا وَضَرَبَ هَذَا فَيُعْطَى هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ وَهَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ فَإِنْ فَنِيَتْ حَسَنَاتُهُ قَبْلَ أَنْ يُقْضَى مَا عَلَيْهِ أُخِذَ مِنْ خَطَايَاهُمْ فَطُرِحَتْ عَلَيْهِ ثُمَّ طُرِحَ فِي النَّارِ”. أخرجه أحمد ومسلم  والترمذي

له أبوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو أصحابو ته وفرمايل : آیا تاسو خبریاست چي نېستمن څوک دی؟ هغوی په ځواب کي ورته وويل : نېستمن خو مونږ هغه چاته وايو چي درهمونه او دېنارونه ونلري، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : بېشکه زما د امت نېستمن هغه څوک دی چي د قیامت په ورځ به له ځان سره لمونځونه، روژې او زکاتونه راوړي، دېته به يې ښکنځلي کړي وي ، په دې بل به يې تور لګولی وي، دبل به يې مال خوړلی وي، ددې بل به يې ويني تويې کړي وي او دا بل به يې وهلی وي، دې کسانو ته به دده نېک عملونه ور کړل شي، نو که يې دپورونو له ادا کولو مخکي نېکيوي ختمي شي بيا به دهغوی ګناهونه راوړل کېږي او په ده به اچول کېږي او بيا به په جهنم کي وغورزول شي .

دا به دهغه چا حال وي چي قبول شوي لمونځونه، روژې، زکاتونه او خیراتونه يې له ځان سره وړي وي الله تعالی دفضل او مهرباني راباندي وکړي چي زمونږ به څه حال وي له دې نېمګړي عبادت او په پراخه پېمانه سرغړونو سره .

کېدای شي يو څوک پداسي موقف کي راشي چي ښکنځلي او سپک ویل ورته وشي، پدې وخت کي غوره تګلاره داده چي مسلمان سکوت غوره کړي، دا ضروري نده چي ځواب يې وويل شي او يا ځان په بېغیرتي او بزدلي تورن کړي . کېدای شي هغه ددې توان لري چي ځواکمن ځواب ورکړي خو دا ډېر ستر اخلاق دي چي ځواب ورنکړې او بیا دوګوري چي څومره ښې پایلي ولري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

ما تعدون الصرعة فيكم قالوا: الذي لا يصرعه الرجال، قال ليس كذلك، ولكن الذي يملك نفسه عند الغضب (سنن أبي داؤد)

تاسو پهلوان چاته واياست؟ اصحابو وفرمایل : هغه سړی چي څوک په غېږه نه ورځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : نه داسي نه ده، بلکه پهلوان هغه څوک دی چي دغصې په وخت کي ځان کنترول کړي .

سعید بن العاص رضي الله تعالی عنه فرمايي :

ما شاتمت رجلا مذ كنت رجلا لأني لم أجادل إلا أحد رجلين إما كريم فأنا أحق أن أجله وإما لئيم فأنا أن أرفع نفسي عنه .

چي کله سړی شوی یم اوچا ښکنځل راته کړي ده خو ما ورته ښکنځله نده کړي ځکه چي هغه سړی به يا ښه سړی وو او یابد که ښه وو نوما ځان ددې وړ ګڼلو چي قدر يې وکړم او که به سپک سړی وو نو ځان مي په تول کي نه ورسره اچاوه .

په عربي کي يومتل دی وايي : من سکت عن جاهل فقد أوسعه جوابا وأوجعه عتابا– څوک د ناپوه انسان په وړاندي سکوت غوره کړي دا يې غوره ځواب او دردوونکي سزا ورکړي ده .

او که بيا ضروري وه چي دښکنځلي ځواب ورکړل شي په کار ده داسي ځواب يې وويل شي چي سپکه وينا او ښکنځل پکي نوي .

وايي په عربو کي يوه سړي بل ته وويل چي که مي په څپېړه ووهلې مدينې ته به دورسوم هغه بل په ځواب کي ورته وويل چي يوه مي بله هم ووهه کېدای شي مکې ته ورسېږم او الله تعالی مي بې لګښته حج نصېب کړي .

عن أبي هريرة ‏ رسول الله ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏قال قال ‏ ‏انظروا كيف يصرف الله عني شتم ‏ ‏قريش ‏ ‏ولعنهم إنهم يشتمون مذمما ويلعنون مذمما وأنا ‏ ‏محمد (سنن النسائي)

‏ له أبوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : تاسي وګورﺉ چي الله تعالی څه ډول دقریشو ښکنځلي او ښېرې له ماچپوي ، هغوی ښکنځلي او ښېرې راته کوي ترڅو ما بد انځور کړي خو زه هماغه محمد (ستایلی شوی) يم

عائشې رضي الله تعالی عنها ته جابر بن عبدالله رضي الله تعالی عنه وويل : ځېني کسان درسول الله صلی الله علیه وسلم په اصحابو کي سپک ويل کوي حتی چي أبوبکر او عمر رضي الله تعالی عنهما هم پکي يادوي هغې په ځواب کي ورته وويل :

وما تعجبون من هذا أولئك قوم انقطع عنهم العمل، فأحب الله ان لا يقطع عنهم الأجر (شرح الطحاوية لابن أبى العز الحنيفى)

دا څه دحیرانتیا خبره ده دا اصحاب خو هغه څوک دي چي دنېکو عملونو لړۍ يې پرې شوې ده اوس الله تعالی دا خوښوي چي ( ددې سپکو ويلو په وسېله) دهغوی دثوابونو لړۍ تلپاته وساتي .

څومره معقول ځواب دی رېښتيا هم چي دټول اسلامي أمت مور او دنبوت له کورنۍ څخه ده تاسي فکر وکړﺉ که دهغې په ځای بل څوک وای ددې خبرتيا په ترلاسه کولوبه يې څه ډول غبرګون ښودلی وای؟

ښکنځلي کول، سپکه لهجه کارول، تور لګول اسلامي شرېعت تر دې حده حرام ګرزولي دي چي دځېنو لپاره يې حد ټاکلی دی چي داسلامي حکومت قاضي به يې اتیا دُرې وهي او دا علماوو ته جوته ده او شرعي نصوص پکي موجود دي .

له ذکر شويو نصوصو څخه دا حقیقت جوته شو چي ښکنځلي او سپک ويل نا مشروع عمل دی ، هغه څوک چي سپکه لهجه کاروي که په خبرو کي وي او که په لېکنو کي دلېدونکیو او لوستونکیو په سترګو کي يې احترام او درنښت را پرېوزي، هغه په پوچ خولي ، سپک او داسي انسان سره پېژندل کېږي چي دنورو د احساساتو پام نه ساتي چي دادهغه لپاره يو لړزوونکی تکان دی. يو هوښيار مسلمان مخکي لدې چي څه ووايي او يا يې وليکي باید خپلي خبري وسنجوي تر څو لېدونکي او لوستونکي دده په هکله داسي انګېرنه وکړي چي هوښیار ، مهذب او پوه شخصیت دی ، دهغه داډول حکېمانه چلند دهغه نور خواخوږي او ملګري هم زياتوي او ددعوت او مبارزې په ډګر کي يې دا ډول تګلاره زياته اغېزمنه ثابتېږي .

په لنډ ډول هغه چاته چي ښکنځلي او سپک ويل يې له واکه وتلي وي دا لاندي کرښي وړاندي کوو:

  • ښکنځلي او سپک ويل زيات ضررونه لري او ګټه يې هېڅ نشته او انسان ورباندي ناپوه او سپک ښکاري .
  • له بدو خبرو او سپکو ويناوو څخه لاس واخله داسي يې وانګېره چي ستاواړه ماشومان او دکور غړي ستا هرڅه آوري .
  • په مثبت شکل داسي فکر وکړه چي ښکنځلي کول او سپک ويل دمنفي چلند يوه برخه ده مثبت چلند نه يواځي دا چي تا له ښکنځلو  او سپکو ويلو راګرزوي بلکه ستا شخصیت نور هم په ټولنه کي ځلانده کوي.
  • صبر او ثبات خپل کړه پروا نلري یوه شېبه زغم به ستا شخصیت دتل لپاره د شاباش وړ وګرزوي .
  • له هغه چاپېریال سره ځان په مهذب شکل عیار کړه کوم چي پکي ژوند کوې ښکنځلي او سپک ويل مه کوه په دې باور وساته چي يوازي د الله تعالی ذات نېمګړتيا نلري او مونږ په يوې نېمګړي نړۍ کي ژوند کوو .
  • که زمونږ چاري په يوه چپ مسېر کي رواني وي او هره ورځ مو له ستومانيو ډکه وي په کار ده چي د ښکنځلو او ښېرو په ځای نوري حل لاري وپلټو .
  • د ښکنځلو او سپکو ويلو په ځای ځیني نور توري کارول د ځان عادت جوړ کړه لکه:  الله تعالی ښه پو هېږي، سبحان الله، جزاک الله خیرا، الله مو دي مرسته وکړي، او داسي نور داډول توري هم تا له ګناه خلاصوي، هم ددرجې لوړوي او هم د شخصیت بېداغه کوي او هم  دمقابل لوري لپاره يو شرموونکی ګذار ګڼل کېږي.
  • که يو څوک په تا تنقید ونیسي بې لدې چي ښکنځلو او سپکو ويلو ته لاس وغزوې دهغه تنقید په مهذبه لهجه او عاقلانه سلوک ځواب کړه .
  • زيار وباسه لدې ناوړه خویه هروخت ځان وژغورې ځکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه  قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ليس المؤمن بطعّان ولا لعّان ولا فاحش ولا بذئ “رواه الترمذي والحاكم

مسلمان خو نه تېرې خبري کوي، نه ښېرې کوي، نه ښکنځلي کوي اونه سپک ويل کوي .

عن أبي هريرة أن رجلاً شتم أبا بكر والنبي صلى الله عليه وسلم جالس، فجعل النبي صلى الله عليه وسلم يعجب ويتبسم، و أبو بكر ساكت، فلما أكثر رد عليه بعض قوله، فغضب النبي صلى الله عليه وسلم وقام، فلحقه أبو بكر فقال: يا رسول الله! كان يشتمني وأنت جالس، فلما رددت عليه بعض قوله غضبت وقمت! قال: (إنه كان معك ملك يرد عنك، فلما رددت عليه بعض قوله، وقع الشيطان، فلم أكن لأقعد مع الشيطان (رواه الإمام أحمد)

أبوهریره رضي الله تعالی عنه روايت کوي چي يوه سړي أبوبکر ته ښکنځلي پیل کړې او رسول الله صلی الله علیه وسلم ناست  دی هک پک دی او خاندي، او أبوبکر پټه خوله وو خو چي ډېري يې ورته واورولې أبوبکر يې هم دځېنو ځواب ورکړ، رسول الله صلی الله عليه په غصه کي شو او لاړ، أبوبکر پسي ورغی او ورته ويې ويل چي يارسول الله کله چي هغه ماته پرله پسې ښکنځلي کولې ته ناست وې او چي ما يوڅو ورته وکړې ته په غُصه شوې او لاړې !  رسول الله ورته وفرمايل: له تاسره يوه فرشته وه هغې يې ځواب وايه خو چي کله تا ځیني وروګرزولې شیطان راغی او  ما نه غوښتل چي له شيطان سره کېنم .

الله تعالی دمونږ ته صحېح دېني پوهنه او دعمل کولو توفېق راکړي .

لیکنه د أبوخليل قدوسي

له  www.onlinepaigham.com  څخه په مننه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.