
مصر: د اخوان المسلمين ۲۹ غړي نيول شوي
نن ټکی اسيا: د مصر د کورنيو چارو وزارت لخوا په يوه خبر پاڼه کې راغلي، چې د مصر له بېلا بېلو سيمو څخه يې د اخوان الملسمين ۲۹ غړي نيولي دي.
خبر پاڼه زياتوي، چې دغه کسان له پلازمينې قاهرې، ګيزا، سويش، اسکندريه، الشرقيه او يو شمېر نورو ولايتونو څخه نيول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په مصر کې د ۲۰۱۳ کال له کودتا راهیسې، چې په ترڅ کې يې د مصر په تاریخ کې لومړنی انتخابي حکومت ړنګ او پوځیان واک ته ورسېدل، مصریان لارو کوڅو ته راوځي او د کودتا او جنرال سي سي پر ضد شعارونه ورکوي. په دغو لاریونونو کې تر دې مهاله په زرګونه کسان وژل شوي او نیول شوي دي.