ورزش

فوټبال: رونالډو د ۲۰۱۷ کال غوره لوبغاړي دوهمه جایزه وګټله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پرتګال هیواد او ریال میډريډ کلب فوټبال لوبډلې مشهور نړیوال ستوری کرسټیانو رونالډو د فرانسي فوټبال مجلې لخوا د کال غوره لوبغاړي بالون ډي اور (Ballon D`Or) سرو زرو جایزه ترلاسه کړه.

رونالډو دغه میډال د پنځم ځل لپاره خپل کړ، نوموړی وایي، دی په تاریخ کې تر ټولو غوره لوبغاړی دی، او هر کال دده کوښښ همدا وي چې د کال غوره لوبغاړی ونومول شي.

له ده وړاندې د ارجینټینا هیواد او ایف سي بارسلونا کلب مشهور نړیوال لوبغاړي لیونل میسي چې په نړۍ کې واحد سیال رونالډو لري، پنځه ځله د کال غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې چې رونالډو یې ریکارډ برابر کړ،  میسي ته په دغو مراسمو کې چې په پاریس کې د همدغې موخې لپاره جوړ شوي و د دوهم مقام جایزه ورکړل شوه.

رونالډو په ۲۰۰۸، ۲۰۱۳، ۲۰۱۴، ۲۰۱۶ او اوس د ۲۰۱۷ کال غوره لوبغاړي جایزه ګټونکی لومړی نړیوال لوبغاړی شو، چې له ده مخکې لیونل میسي پنځه ځله دغه جایزه په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کال ترلاسه کړې وه، د برازیل فوټبال لوبې غوره لوبغاړی جی آر نیمار ددغې جایزې دریم مقام خپل کړ.

ددغې جایزې لومړی ګټونکی د برطانیې غوره لوبغاړی سټینلي میتیوز و چې په کال ۱۹۵۶ میلادي کې یې په لومړي ځل دغه جایزه ترلاسه کړې وه.

دغه ټاکنې هر ځل د کال په اخر کې د فیفا ادارې لخوا په لار اچول کیږي. دغو ټاکنو کې د کال غوره لوبغاړی د رایو پر بنسټ ټاکل کیږي او د فیفا اداره په همدې غونډه کې د فیفا لوبډله چې له خاصو لوبغاړو جوړه شوې وي هم معرفي کوي.

د یادونې وړ ده چې رونالډو د ۲۰۱۷ کال د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) تر ټولو غوره لوبغاړي او د اروپا فدراسیون جایزه هم ګټلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x