دیني، سیرت او تاریخ

په اسلام کې د بيت المقدس او مسجد الاقصی اهميت

عبدالهادي مومند

مخکې له دې چې د بيت المقدس او مسجد اقصی په اهميت وغږېږو غواړم يوې مهمې نقطې ته اشاره وکړم او هغه د اصلي مسجد اقصی پېژندل دي. په رسنيو کې د مسجد الاقصی په ځای د مسجد قبة الصخرة انځورونه ليدل کېږي, ډېر خلک د مسجد الاقصی اصلي تعمير نه پېژني او فکر کوي چې د مسجد الصخره تعمير مسجد الاقصی ده. دا هغه پلان دی چې يهودو جوړ کړی وو. ددې پلان په اساس اسرائيلو غوښتل د مسلمانانو په ذهن کې د مسجد الصخره انځور د مسجد الاقصی په نوم کېنوي . ددغه شوم هدف له لارې يهود غواړي که کله مسجد اقصی شهيدوي ( خدای ناخواسته ), او په ځای يې هېکل سليماني جوړوي نو د نړۍ د مسلمانانو فکر به يوازې د مسجد الصخره تعمير ته وي او فکر به کوي چې مسجد الاقصی لا هم په پخواني حالت کې دی. يهود په دې پلان کې تر ډېره کامياب روان دي. نړيوال او خصوصآ مسلمانان د مسجد الاقصی په حالت نه دي خبر. اسرائيلي دولت د مسجد الاقصی شاوخوا تعميراتي کارونه شروع کړي او کرار کرار کوښښ کوي چې مسجد الاقصی ته ځانونه راورسوي. ددې کار په ضد کلونه مخکې فلسطيني مسلمانانو غږ اوچت کړ خو دا موضوع اوس غلې ده. ( انځورونه وګورئ)

راځو په اسلام کې د بيت المقدس اهميت ته:

بيت المقدس د مسلمانانو لومړۍ قبله او د فلسطين پلازمېنه ده. په دغه ښار کې د مسجد الاقصی مسجد ودان دی چې پراخوالی يې 144000 متر مربع او په يوه وخت د 500000 لمونځ کوونکو د لمونځ ګنجايش لري. ياد مسجد د بيت المقدس د زاړه ښار 1/6 برخه ساحه په ځان کې رانغاړلې ده . بيت المقدس لسګونه کلونه مخکې اسرائيلو له عربي ملکونو سره د جګړې په ترڅ کې ونيو. کورونه يې پکې جوړ کړل او اوس امريکا رسمآ اعلان کړه چې بيت المقدس د اسرائيلو پلازمينه ده. د بيت المقدس د اهميت نه په لاندې کرښو کې يادونه کوو:

* کله چې حضرت محمد( ص ) د الله په امر اسمانونو ته پورته کېده نو جبرائيل ( ع ) حضرت محمد مصطفی لومړی مسجد اقصی ته يوړه ( دا واقعه الاسراء بلل کېږي ) او له هغه وروسته اسمان ته پورته شو ( دا واقعه معراج بلل کېږي) د معراج د سفر په وخت په مسلمانانو د پينځه وخته لمانځه حکم راغی. * د پينځه وخته لمانځه د فرضېدو نه وروسته مسجد الاقصی د مسلمانانو لومړۍ قبله وه چې بيا وروسته قبله بيت الله شريف شوه.

*( ابو درداء رض ) له مصطفی ( ص ) نه روايت کوي چې په مسجد الحرام کې د يوه لمونځ 100000 برابر , په مسجد نبوي کې 1000, او په مسجد اقصی کې 500 برابره زيات ثواب لري له دغه حديث شريف هم د مسجد الاقصی اهميت مالومولای شو. * حضرت عيسی ( ع ) به د دجال د مقابلې او وژلو لپاره په بيت المقدس کې ښکته راکېږي. * د بيت المقدس په خاوره د حضرت ابراهيم( ع) او حضرت يعقوب ( ع ) په شمول شاوخوا سل پېغمبران او رسولان پېداشوي دي. * ابوذر ( ض ) نه روايت دی چې ما له پېغمبر (ص ) نه پوښتنه وکړه په دنيا کې کوم مسجد لومړي جوړ شوی? جناب پېغمبر (ص) وفرمايل: لومړی مسجد چې د ځمکې په مخ جوړ شوی بيت الله شريف دی, بيا مې پوښتنه وکړه چې دوهم کوم مسجد جوړ شوی? هغه ( ص ) وفرمايل : دوهم مسجد مسجد الاقصی دی چې د دواړو مسجدونو د جوړېدو تر منځ د وخت فرق 40 کاله دی

له دې او دې ته ورته لسګونو حتی سلګونو دلايلو له رويه پوهېدلو شو چې بيت المقدس او مسجد الاقصی د اسلام او مسلمانانو په منځ کې د خورا زيات ارزښت او اهميت نه برخمند دي. دا يوازې د فلسطين موضوع نه ده چې د نورې نړۍ مسلمانان ترې غلې پاتې او د دسيسو په وړاندې يې خاموشي اختيار کړي. لکه څنګه چې د بيت الله شريف او نورو ټولو مقدسو ځايونو د ساتنې وجيبه لرو دغه راز د مسجد الاقصی او بيت المقدس د ساتنې او په وړاندې يې د مغرضو او اسلام ضد کړيو د دسيسو شنډولو مسؤوليت هم راترغاړې دی

راځئ د مسجد الاقصی په وړاندې د راپېداشوو شومو اغراضو مخه ونيسو. هغه که په لاس, که په مال, که په ژبه او يا قلم وي

په درنښت

عبدالهادي مومند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x