افغانستان

ولسي جرګه: له امريکا سره شوي ټول تړونونه دې لغوه شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بيت المقدس په اړه د ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پريکړې په غبرګون د ولسي جرګې يو شمير غړو يوځل بيا له امريکا سره د ټولو شته تړونونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې غړو په ننۍ غونډه کې د بيت المقدس په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستۍ پريکړه جاهلانه او شيطاني کار وباله زياته يې کړه چې ټرمپ غواړي امريکايان له مسلمانانو سره په جګړه کې ښکېل کړي.

د ننۍ جرګې په امتيازي ساعت کې د ولسي جرګې غړي ملا ترخيل د خپلو خبرو پر مهال وويل: که د افغان حکومت نوره وسه نه کېږي، نو د امريکا سره دې شته ټول تړونونه او په ځانګړي ډول امنيتي تړون لغوه کړي.

په خبره يې، امريکا يو نړيوال طاغوت دی چې د مسلمانانو دوست نه شي کېدای هيڅکله به د افغانستان دوست هم نه شي.

هغه له ولسي جرګې د يوه پريکړه ليک د صادرولو غوښتنه وکړه چې له حکومت نه وغواړي څو له امريکا سره لاسليک شوی تړون بېرته ولسي جرګې ته واستوي او ولسي جرګه يې رد کړي.

مولوي عبدالرحمن رحماني او د جرګې يو شمير نورو غړو هم له امريکا سره د امنيتي تړون په لغوه کېدو ټينګار وکړ، بيت المقدس د اسراييلو پلازمېنه ګرځول او هلته د امريکا د سفارت لېږدولو پريکړه يې وغندله.

وړمه ورځ د امريکا ولسمشر اعلان وکړ، چې بيت المقدس يې د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه منلی او په راتلونکې کې به د امريکا سفارت ورانتقال کړي.

د هغه د دې پرېکړې په غبرګون د افغانستان په ګډون په يو شمير اسلامي هېوادونو کې لاريونونه وشول او د نوموړي دغه پريکړه يې وغندله او دا يې د مسلمانانو د لومړۍ قبلې سپکاوی وباله.

د بيت المقدس په اړه د امريکايي ولسمشر له پريکړې وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، څو د سفرونو او ګرځېدو پر مهال خپل امنيت ته پام وکړي، ښايي وسله وال بريدونه او د تاوتريخوالې پېښې رامنځته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x