fbpx

کابل: د نشه يي توکو په تړاو ۲۵ ښځې شل کاله زنداني شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، تېر یوه کال کې يې د نشه يي توکو په تړاو د ۲۵ ښځو په ګډون ۵۵۵ تنه نیولي دي.

د دې مرکز وياند خالد موحد وايي، دغه کسان په ۴۴۵ پېښو کې نیول شوي چې ټولو ته يې شل کاله بند سزا اورول شوې ده.

د موحد په خبره په دې پېښو کې نږدې دوه ټنه نشه يي توکي نیول شوي چې د پولیسو له لوري وسوځول شول.

د هغه په وینا په نیول شویو توکو کې هیروین، چرس، مورفینو تاریاک، الکولي مشروبات او نور ډولونه شامل دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز نه دي ويلي، چې دا توکي په هېواد کې کښت یا تولید شوي که له بهر نه راغلي دي.

نږدې دوه کاله وړاندې ولسي جرګې کابل ښار کې د الکولي مشروباتو پر ښکاره پلور اعتراض وکړ او دا يې د حکومت ستره کمزوري وبلله.

پژواک خبري اژانس د ځينو استازیو پر حواله ویلي و، چې د نشه يي توکو ازاد پلور زموږ ټولنه بد لوري ته سوق کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د