د ضعیف صیب کتاب: له کندهاره تر مزاره (ځغلنده نظر)

ډاکټر فیض محمد ځلاند

په دې ورستیو کې، د افغانستان د معاصر تاریخ، روانو چارو، سیاسي لوړو، ژورو په اړه بهرنیو لیکوالانو په سلګونه کتابونه لیکلي دي، چې هر یو یې خپل غرض لري، ګڼ دا کتابونه چې ما لوستلي د سترو حقیقتونو د پټولو کوښښ په کې شوی دی. د افغانستان ګڼ حقایق په کې په تحریف شوې بڼه وړاندې شوي دي. په وروستیو کلنو کې ګڼو افغانانو د افغانستان په اړه خپلې تجربې لیکلي دي، ضعیف صیب په دې کسانو کې ځکه مخکښ دی چې د ( ګوانتانمو انځور) کتاب یې د معاصر افغانستان تر نورو بریالی کوښښ دی، همدې کتاب ګڼو نورو افغانانو ته د رښتیا ویلو، د حق د څرګندولو او د پیاوړي دریځ نیولو انګېزه ورکړه، چې لا هم دا یون دوام لري.

د ضعیف صیب د قلم ځواکمنتیا په دې کې ده چې په لیکلو کې بې باکه دی، حقیقت ویل ورته دنده او تقدس ښکاري، په ډګر هر هغه څه لیکي چې ګڼو نورو ته لا هم ستونزمن کار ښکاري، له کندهاره تر مزاره کتاب مې په همدې تول برابر ولوست، کتاب په ۳۵۱ مخونو کې لیکلی شوی دی.

کتاب د څپرکو په بڼه نه بلکې د عنوانانو په بڼه وړاندې شوی دی. کتاب تر ډېره د طالبانو د وجودي فلسفې، د طالبانو د تحریک د پرمختګ او بلاخره له کابل څخه د شاه تګ تر بریده لیکلی شوی دی. زما په څېر کسانو ته چې د د کورنیو جګړو وحشتونه یې نه دې لیدلي، د طالبانو د حکومت په دوره کې له ګران افغانستان څخه لري پاتې شوي دي، افغانستان ته له طالبانو وروسته راغلي دي، چېرته چې هر څه تحریف شوي، هر ارزښت باندې ملنډې وهلی شوي دي، ارزښتونه په کې ورځ تر بلې تر پښو لاندې کیږي، په افغان تاریخ ملنډې وهل شوي دي، د داسې کسانو لپاره له کندهاره تر مزاره کتاب بیخې نوی، نا اوریدلي حقایق لري.

کتاب کې ګڼو داسې پوښتنو ته ځواب ویل شوی، چې لا هم ګونګ پاتې وو، لکه د طالبانو تحریک رامنځته کیدو ته څه اړتیا وه؟ څنګه دا تحریک په امارت بدل شو؟ د طالبانو او پاکستان تر منځ اړېکې څومره ژورې وي؟ طالبانو ولې له حزب اسلامي سره جګړې ته لومړیتوب ورکړ؟ د احمدشاه مسعود کردار په کورنې جګړه او له طالبانو سره په مقابلې کې څنګه و؟ د شمال په جګړه کې څه تېر شول؟ امریکا څنګه او ولې افغانستان ته راغله او چا راوستله؟

ورته ګڼې پوښتنې چې زما لپاره، د لوستونکي په توګه، ډېرې ارزښتمنې دي، په ډېره زیرکۍ، په حقایقو ولاړې، د لومړنیو لاسوندونو سره مل وړاندې شوي دي. له کندهاره تر مزاره له ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د پیښو کرونولوجي ده چې د پيښې د نیټې له ذکره سره وړاندې شوي ده. په ګڼو مسایلو بیخې ژور بحث شوی دی لکه د طالبانو د وجودې فلسفي، د طالبانو د تشکیلاتو، د طالبانو او ولس تر منځ په اړېکه او بالاخره د طالبانو په لاس د ۳۲ ولایتونو د سقوط په جګړو او دهغوی په تکتیکونو، زما یې د بحث په منځپانګه تنده ماته شوه.

په لیکلو کې تر ډېره کوښښ شوی چې لیکوال خپله کندهارۍ لهجه وساتي، دې کار له لیکوال سره مرسته کړې چې د کتاب په لیکلو کې روانې ( Flow) خوندي کړي، په ځینو برخو کې همدې کار کتاب ته خوږوالی هم بښلی دی. په ځینو برخو کې لیکوال له نادرو ښکلو جملو څخه کار اخیستی لکه «دوستم د سمنګان په ولایت کې خپل ریږدیدلي هډوکي لمر ته ګرموله»، یا لکه په ۹۲ مخ کې: …. «د حکمتیار صیب قوتونه موجود وو بیا هم د جنګ چړې په لوټو باندې تیري کولي …»

بله دا چې ، په کتاب کې د امارت اسلامي د وخت د فرمانونو راوړل بل داسې لاسوند دی چې زما په څیر لوستونکي ته تر ډېر د ارزښت وړ دی، کاش چې د دې فرامینو اصلي بڼه، لاسلیک شوي یا مهر شوي، بڼه یې هم خپره کړي وای. دارنګه، د نویمې لسیزې کورنۍ جګړې کې د ګاونډیو د کردار ذکر ډېر په زړه پورې دی. په ځانګړې توګه د ایران او تاجکستان له لاس وهنو په ډېر تفصیل پرده پورته شوي ده، د دې کتاب په لوستلو به ځوانانو ته معلومه شي چې څنګه ملي خاین ته د امریکا د اشغال په اوږدو کې د ملي قهرمان لقب استعمال شوی دی. د مسعود اصلي څېره به لوستونکو ته د کره اسنادو سره یوځای وړاندې شي، دا رنګه د جهادي ګوندونو د مشرانو منفي کردار په کې بربنډ شوی دی چې د راتلونکي نسل لپاره زموږ له شرمه ډک تاریخ وړاندې کوي.

د کتاب لوستل په دې هم ارزښت لري چې څنګه کولی شو له روانې جګړې د وتلو لار خپله کړو، څنګه کولی شو جګړه په سولې وغندو، څه وکړو تر څو د افغان مظلوم ملت قربانۍ ونمانځو، د نړۍ د ویاړلي ملت په توګه څنګه کولی شو خپل تاریخي رسالت د نړۍ په مخ ترسره کړو.

د پورته ذکر شویو مهمو بحثونو تر څنګ په کتاب کې ګڼې نیمګړتیاوې هم ترسترګو کیږي. تر ټولو ډېرې تیروتنې په کې ټایپي دي، د کتاب ایډیټ سم نه دی شوی، د یاګانو ناسم استعمال، د وو/و ناسم استعمال، د فاصلو نه مراعت، د ګڼو بحثونو د تکرار ذکر، د عنوانونو اوږدوالی او دارنګه په Citation د سرچېنو ناسم ذکر د کتاب هغه ستونزې دي چې په بیا ځلې چاپ کې باید ورته جدي پام وشي. ضعیف صیب ته د دې بریالي کتاب مبارکي وایم، د لا زیاتو نورو پنځونو په پار ورته لاس په دعا یم.

یا رب توفیق !

د نړۍ نیوز څخه په مننه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
oooo
میلمه
oooo

د ضعیف صیب کتاب نه، بلکې ستا او ذاکر جلالي او نظرمحمد مطمئن او حسن حقیار لیکلی کتاب او دضعیف فرمایش. نور خو څه پکې نشته بس کمپاین ورته تاسو کوئ، کومه نوې خبره پکې نشته هرڅه تکراري دي

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

سلام علیکم و رحمه الله. شکر چی تول خائنین نه یو.

افغان
میلمه
افغان

مسلمانو افغانو ورونو سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی! زړه می وو چه د ځلاند صاحب د لیکنی په اړه چه د ضعیف صاحب د نوی کتاب ( له قندهاره تر مزار ) کتاب په اړی یی لیکلی څه ولیکم مګر د دغه پورته څلور سوری غلام تبصری مجبور کړم چه لمړی د دی څلور سوری تشریح او د هغه څلور سوری ( مفهمو او ځانګړی ماهیت لری ) مسلمانو افغانانو ته وروپیژنم : لمړی : دغه څلور سوری د کابل د اخوانیانو ، کمونستانو ، نشنلستانو او سکولریستانو د غلامي سوری دی یعنی د دغه هری ډلی په راست… نور لوستل »

څارو
میلمه
څارو

افغان وروره آفرين، له ډېر ښه منطق څخه مو کار اخيستی دی، ګوره چۍ ستاسو محترمو دا منطق به له کوم سوري څخه راوتلی وی. داسي هيڅ فکر نه کيږي چي دادي ستاسي د خولې خبري وي؟! آفرين خپل بت مو ډېر ښه لمانځئ او که چا ستاسي پر دې بټ څه نيوکه وکړه داسي جواب بايد ورکړئ چي د مکې قريش ګوته په غاښ درته ونيسي. آفرين چي تاته خپل شخصيت نه، بلکي د خپل بت شخصيت ډېر ارزښتمن دی. که مريي توب نه وای لغو سوی په هر څو چي وای ما رانيولې؟! ځکه په تا کي د… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

محترم ooooوروره ! السلام علیکم ورحمة الله ! دا يو واقعيت دی چي ملا عبدالسلام ضعيف نه بشپړ ملا دی، نه بشپړ ليکوال، نه بشپړسياستوال ان سم ليک لوستی هم نه دی. نو په دې کي خو څه شک نسته چي دغه کتاب د هغه نه دی. هو دا درسته ده چي هغه به خامخا په ماته ګوډه پښتو ليکلی وي. ما داسي معلومات لرل چي ضعيف صاحب ډېر پخوا دغه کتاب مطمئن صاحب ته ورکړی وو چي ور اصلاح يې کړي او د کتاب په بڼه يې ور واوډي اما دا معلومات مي نه لرل چي دغو نورو هم… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

همت صاحب

خپل زحمتونه په اوبو مه لاهو کوی، له خدایه یې اجر غواړه چې قوي دی، د ضعیف مننه په توپ ووله سپین ږیریه !

په څلورو روان صفر خپل کار وکړ، په خپلو دوو جملو یې ښه په خوند راوغږولۍ، مسلمانه د یون او ضعیف صاحب تر منځ توپیر کوی،

غوربندی
میلمه
غوربندی

په څلورو روان صفر صاحب

په دې کار کې تاسو څه ستونزه وینی؟

احمل
میلمه
احمل

څارو صاحب ، له څلورو سورو څآرو چوړ شو ههههههه دی ته ورته دخندا یوه قیصه را په یاد شوه : وایی پخوا زمانه کی کوم اسلامی پاچا کوم اطرافی ولایتو د کوم کلی په خوا په اسونو سپور تیریږی څو سوه یا څو زره لښکر هم ورسره ده . فکر کوم اسلامی تعامل خو دا دی چه یو ګروپ کی یو سړی سلام د ټولو سلام دی ، خو دغه کلی کی یو سپین ږیری ساده بزګر په دی کار نیوکه کړی ( په هر مسلمان کس سلام لازم وو ) دا خبره پاچا ته رسیدلی ، پاچا ټولو… نور لوستل »

ابودجانه خوستوال
میلمه
ابودجانه خوستوال

ضعیف صاحب د الله والی او ملنګ دی الله ج د اوږد عمر ورکړی. پدی حساسو، غمجنو دردمنو حالاتو کی له چا ګیله نده پکار، هر کار باید صرف د الله رضا او د اسلام او مسلمانانو حدمت په حاطر وی او بس. اجرونه او ثوابونه به یی الله درکوی. هر چاته الله بیل بیل فن او هنر ورکړیدی ضعیف صاحب ته الله پاک لویه پوهه زیرکتیا، په صداقت او ریښتونوالی باندی یی نازولی دی په هره خبره کی یی اثر وزن پروت دی په کنفرانسونو غونډو او د خبریالانو سره مرکو کی هغه سپینی بنیادی د حل خبری کوی… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته محترم وروره غواړم چې د ملا عبدالسلام ضعیف صاحب کتاب / کندهار تر مزاره / ډاونلوډ کړم ايا په نيټ کي به وی