نړۍ

ملګري ملتونه: د بیت المقدس اړوند د ټرمپ پرېکړه، ښکاره سرغړونه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر بیت المقدس د اسرايلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د ټرمپ له لوري دا پرېکړه د ملګرو ملتونو له قرارداد نه ښکاره سرغړونه او د منځني ختیځ د کړکیچ د زیاتولو علت بلل شوې.

په ملګرو ملتونو کې د برتانيې استازي میتهیور کرافت وویل، په منځني ختیځ کې د فلسطین او اسرایلو تر منځ شخړه باید د خبرو له لارې حل شي، د هغه په خبره دوی نه شي کولی په اوسني وضعیت کې د امریکا خبره ومني.

کرافت وايي دوی به بیت المقدس ته د خپل سفارت لېږد ته زړه ښه نه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د سویډن استازي هم د ټرمپ پرېکړه ناسمه وبلله او په وينا يې په دې پرېکړې سره ولسمشر ټرمپ په لوی لاس منځني ختیځ کې د نا امنیو اور ته لمن وهي.

اولوف اسکوګ زیاته کړه امریکا په دې پرېکړې سره د ملګرو ملتونو له قرارداده ښکاره سر غړولی دی.

که څه هم ملګرو ملتونو کې د امریکا دا پرېکړه د ټولو له لوري وغندل شوه، خو امریکايۍ استازې نیکې هیلې بیا د ټرمپ د اپرېکړه «منصفانه» بللې ده.

هغې ملګري ملتونه په دې تورن کړل، چې له اسرایلو سره عقده پالي، ځکه خو د امریکا دغه پرېکړه هم ناسمه بولي.

د مصر هېواد استازي د امریکا پرېکړه بیا یو اړخیزه او له نړۍ نه د مخ ګرځولو په مانا بللې، د فرانسي استازي هم ورته نظر درلود، دیتري وویل، د ټرمپ دا پرېکړه به جنجالونه نور هم زیات کړي.

تېره چهارشنبه د امریکا ولسمشر ټرمپ بیت المقدس د اسرایلو پلازمېنه اعلان کړ او له تل ابیب نه يې د خپل سفارت د لېږد امر وکړ.

د نوموړي دې پرېکړې ټوله نړۍ کې غبرګونونه را وپارول، په تېره بیا اسلامي نړۍ کې دا پرېکړه د مسلمانانو د احساساتو د ټپي کېدو هڅې وبلل شوې.

د ټرمپ د دې پرېکړې په غبرګون کې په ګڼو هېوادونو کې لاریونونه روان دي او د ځینو هېوادونو ولسمشرانو يې پر وړاندې توند غبرګونونه ښوودلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x