شیخ العرب و العجم مولوی سید حسین احمد صاحب مدنی رحمة الله‎

لیکوال: میاخیل حشمت اللہ الافغانی غفرلہ

د پاک زړه خاوند، د ژور علم څښتن، عالم او ډیر تقوا لرونکی شخص

شیخ العرب و العجم مولوی سید حسین احمد صاحب مدنی رحمة الله

ھیہات لایاتی الزمان بمثلہ

ان الزمان بمثلہ لبخیل

پيدايښت

شیخ العرب و العجم مولوی سید حسین احمد صاحب مدنی رحمة الله عليه د محترم مولوی سید حبیب اللہ صاحب رحمہ اللہ زوی دی، محترم مولوی سید حبیب اللہ صاحب رحمہ اللہ د مولوی فضل الرحمن گنج مرادآبادی رحمہ اللہ خلیفہ خاص دی شیخ العرب و العجم مولوی سید حسین احمد صاحب مدنی رحمة الله تاریخی نوم یی چراغ محمد دی او د نسب لړۍ یی حضرت محمد ﷺ ته رسېږي اوحسینی سید دی ، پہ ۱۹/شوال المکرم ۱۲۹۶ھ د هند موضع الٰہ داد پور قصبہ ٹانڈہ ضلع فیض آباد په يوه علمی اود یندارہ کورنۍ کی زیږدلی دی ۔

Maulana-Hussain-Ahmad-Madni

زده کړه او تعليم

مدنی صاحب رحمہ اللہ خپلي لومړنۍ زده کړہ د قرآن او فارسی یی د خپل پلار او مور څخه حاصل کړی دی د قرآن کریم حفظ یی شیخ الہند مولوی محمودالحسن دیوبندی رحمہ اللہ سرہ د مالٹٓا پہ بند کی کړي دی ،پہ ۱۳۰۹ھ کال کی یی پہ دیوبند مدرسہ کی داخلہ واخستہ۔ د درسی نظامی ۶۷ کتابونہ چی پہ ۷۰ فنون باندی مشتمل ول پہ ۶ کال او ۶ میاشتو مکمل کړل او ۱۳۱۵ھ کال کی د دیوبندمدرسہ څخه فضیلت پګړی پر سر کړہ او د درسی نظامی نہ علاوہ نور کتابونہ لکہ د طب، ادب اورہیئت پہ مدینہ منورہ کی مشہور ادیب حضرت شیخ آفندی عبدالجلیل بُرادہ رحمہ اللہ څخه ووئیل۔

په حدیثو او نورو فنون کی د مدنی صاحب رحمہ اللہ استاذان

حضرت مولوی شیخ الہند نہ یی دستور المبتدی ،زرّادِی ،زنجانی ،مراح الارواح ،قال اَقول، مرقات،تہذیب،شرح تہذیب ،قطبی تصدیقات،قطبی تصورات،مجسطی،مفید الطالیبین ،نفحة الیمن،مطول،ہدایہ اَخیرین ،ترمذی شریف ،بخاری شریف ،ابو داؤد شریف،تفسیر بیضاوی شریف ،نخبة الفکر،شرح عقائد نسفی،حاشیہ خیالی، موطا امام مالک موطا امام محمد۔

حضرت مولوی ذوالفقار علی صاحب نہ یی فصول اکبری

حضرت مولوی عبد العلی صاحب مرحوم نہ یی مسلم ،نسائی شریف ،ابن ماجہ شریف ،سبعہ معلقہ،حمد اللہ ،صدرا ،شمس بازغہ، توضیح تلویح ، تصریح۔.

حضرت مولوی خلیل احمد صاحب مرحوم نہ یی تلخیص المفتاح۔

حضرت مولوی حکیم محمد حسن صاحب مرحوم نہ یی پنج گنج ،صرف میر،نحومیر ،مختصر المعانی ،سلم العلوم،ملاحسن،جلالین شریف ،ہدایہ اولین۔

حضرت مولوی مفتی عزیز الرحمن صاحب نہ یی شرح ملا جامی،بحث فعل کافیہ ،ہدایة النحو ،منیة المصلی ،کنز الدقائق ، شرح مائة عامل،اُصول الشاشی۔

حضرت مولوی غلام رسول صاحب مدرس مرحوم نہ یی نوراالانوار،حسامی،قاضی مبارک، شمائل،ترمذی شریف۔

حضرت مولوی منفعت علی صاحب مرحوم نہ یی میر زاہد، رسالہ،میر زاہد ،ملا جلال ،میبذی،خلاصة الحساب، رشیدیہ،سراجی۔

حضرت مولوی الحافظ احمد صاحب مرحوم نہ یی شرح ملا جامی بحث اسم ۔

حضرت مولوی حبیب الرحمن صاحب مرحوم نہ یی مقامات حریری ،دیوان متنبی۔

حضرت مولانا صدیق احمد صاحب مرحوم

(مشر ورور دشیخ الاسلام نوراللہ مرقدہ) نہ یی

میزان الصرف ،ایسا غوجی ،منشعب۔

درس او تدریس

۱۳۱۶ھ نہ ۱۳۳۱ھ پوری پہ مدینہ طیبہ حرمِ نبوی صلى الله عليه وسلم سرہ نژدی بہ یی درس ورکوہ۔

۳۰ کال پہ دارالعلوم دیوبند کی شیخ الحدیث او صدرالمدرسین (مشر استاد) وہ دی نہ علاوہ پہ مدرسہ امروہہ، کلکتہ کی مدرسہ عالیہ او سہلٹ کی جامعہ اسلامیہ کی استاد پاتی شوی دی۔

بيعت او سلوک

۱۳۱۶ھ کی یی د قطب الارشاد حضرت مولانا رشیداحمد گنگوہی رحمة الله عليه څخه ئې د بيعت او سلوک مراحل هم سر ته ورسول.

شیخ العرب و العجم مولوی سید حسین احمد صاحب مدنی رحمة الله عليه د درس او تدریس نہ علاوہ نور ھم ډیر خدمت لری په سیاسی،ملی،طریقت او شریعت تصوف، ، جھاد،او د مسلمانانو د رهبرۍ او لارښووني له پاره ئې په ټولنیزہ، تمدني، سياسي برخہ کی ھم لوی خدمت ترسرہ کڑی دی

شیخ العرب و العجم مولوی سید حسین احمد صاحب مدنی رحمة الله عليه مختلفو فنون باندی کتابونه ليکلی دي چې په لاندې ډول دي

نقشِ حیات“ ۲جلد ۔

مکتوبات شیخ الاسلام رحمة الله عليه“۴ جلد

بدعت پہ خلاف مشہور کتاب”الشہاب الثاقب“۔

تعلیمی ہند

اسیر مالٹا

متحدہ قومیت اور اسلام

ایمان وعمل

مودودی دستور وعقائد کی حقیقت سلاسل طیبہ

کشفِ حقیقت

خطباتِ صدارت ھم لری

شیخ العرب و العجم حضرت مولوی سید حسین احمد مدنی رحمہ اللہ اللہ ستر ستر زده کوونکي لري چې مشهور يې په لاندې ډول دي

امام اہلسنت حضرت مولوی سرفراز خان صفدر رحمہ اللہ

شیخ الحدیث حضرت مولوی عبدالحق اکوڑہ خٹک رحمہ اللہ

پیر طریقت حضرت مولوی سید امین شاہ رحمہ اللہ

شیخ الحدیث حضرت مولوی سلیم اللہ خان رحمہ اللہ

شیخ الحدیث حضرت مولوی عبدالستار تونسوی رحمہ اللہ

حضرت مولوی عبدالحفیظ کردی رحمہ اللہ مدینہ منورہ

حضرت مولوی احمد البساطی رحمہ اللہ نائب قاضی مدینہ منورہ

محمود عبدالجواد رحمہ اللہ

شیخ بشیر ابراہیمی جزائری رحمہ اللہ

مولوی محمد یوسف خان کشمیری رحمہ اللہ

مړينه او جنازہ

د علم او عرفان دا ځلېدونکی ستوری پہ

۲۸/محرم الحرام ۱۳۷۷ھ د بخاری شریف جلد اوّل آخری سبق ووئی او پہ ۱۳/جمادی الاولیٰ ۱۳۷۷ھ د علم اوعمل، زہد و تقویٰ او رُشد وہدایت ستر داعی د دی فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې د جنازی لمو نځ پری

حضرت شیخ الحدیث برکۃ العصر مولوی محمد زکریا رحمہ اللہ ادا کڑہ

او د خپل استاد شیخ الہند رحمہ اللہ د قبر تر څنګ پہ قبرستان قاسمی کی دفن کړل شو. انا لله وانا الیه راجعون

قلم بشکن، سیاہی ریز، کاغذ سوز، دم ورکش

حسن ایں قصہ عشقست در دفتر نمی گنجد

ماخذ:

سوانح شیخ الاسلام حضرت مولانا سید حیسن احمد مدنی رحمہ اللہ از مولانا عبدالقیوم حقانی صاحب

ماہنامہ دارالعلوم ، شماره 9-10 ، جلد: 93 رمضان-شوال 1430 ھ مطابق ستمبر-اكتوبر 2009ء

احناف ڈیجیٹل لائبریری