شیخ الہند مولوی محمودالحسن دیوبندی رحمہ اللہ‎

لیکوال : میاخیل حشمت اللہ الافغانی غفرلہ

د تحریک آزادی عظیم مجاہد شیخ الہند مولوی محمودالحسن دیوبندی رحمہ اللہ په نړيواله سطحه يو محدث جلیل، عالم ربانی،مُجاہد فِی سبیلِ اللہ،مفسر قران، فقيه او پياوړی مجاھد تير شوی دی چې د زهد او تقوی يوه نمونه وه

پيدايښت

شیخ الہند مولوی محمودالحسن دیوبندی رحمہ اللہ د محترم مولوی ذوالفقار علی دیوبندی رحمہ اللہ زوی دئ، چي د پلار له طرفه ئې د نسب لړۍ حضرت ابوبکر صدیق رضی اللہ عنہ ته رسېږي، پہ ۱۲۶۸ هـ کال د هند د بریلی په ضلع په يوه علمی او درنه کورنۍ کي ئې دنيا ته سترگي وغړولې زده کړه او تعليم شیخ الہند مولوی محمودالحسن دیوبندی رحمہ اللہ خپلي لومړنۍ زده کړي پہ ۶ کلنی د قرآن کریم څخه پيل کړې، لومړی ئې له میاں جی منگلوری صاحب رحمہ اللہ څخه قرآن کريم زیات حصہ یی ووئیل، وروسته ئې قرآن کريم او فارسي او اولنی کتابونه یی د مولوی عبداللطیف صاحب ر حمہ اللہ څخه وويل ،د ھغی نہ بعد یی ابتدائی عربی کتابونہ د خپل اکا (کاکا) نہ د مولوی مہتاب علی صاحب رحمہ اللہ نہ ووئیل

شیخ الہند رحمہ اللہ د خپل تعليم پاته لړۍ یی پہ ۱۲۹۰ ھ کال د خپل استاد محترم قاسم العلوم والخیرات مولوی محمد قاسم نانوتوی رحمہ اللہ پر لاس د فضیلت پگڑی پر سر کڑہ او داسي نورو مشهورو عالمانو څخه پوره کړه

بيعت او سلوک

له ديني زده کړو څخه تر فراغت وروسته پہ دیوبند کی استاد شوہ او ۳۵ کال یی درس او تدریس خدمت یی تر سرہ کہ او پہ ۱۲۹۴ ھ کال کی د خپل استاد محترم قاسم العلوم والخیرات مولوی محمد قاسم نانوتوی رحمہ اللہ سرہ د بيت الله سفر وکړ پہ او په همدې وخت کي ئې د بيت الله حج هم ادا کړ او له حضرت حاجي امدادالله مهاجر مکي رحمہ اللہ څخه ئې د بيعت او سلوک مراحل هم سر ته ورسول. شیخ الہند مولانا محمودالحسن دیوبندی رحمہ اللہ په فقه، تفسير، حديث، تصوف، تجويد، جھاد،عقايد او د مسلمانانو د رهبرۍ او لارښووني له پاره ئې په ٹولنیزہ، تمدني، سياسي برخہ کی لوی خدمت لری

شیخ الہند رحمہ اللہ په علم تفسير ، حديث ، فقه ، او نورو کې کتابونه ليکلی دي چې مشهور يې په لاندې ډول دي

قرانکریم ترجمہ (تفسیر کابلی) ،ادلہ کاملہ ،ایضاح الادلہ،احسن القری ،جہد المقل،الابواب والتراجم،حاشیہ مختصر المعانی،تصحیح ابو داؤود،سیاسی خطبات او مختلفی فتاوی ھم لری

شیخ الہند رحمہ اللہ ستر ستر زده کوونکي لري چې مشهور يې په لاندې ډول دي

شیخ العرب و العجم حضرت مولانا سید حسین احمد مدنی رحمہ اللہ

امام العصر حضرت مولانا علامہ محمد انور شاہ کشمیری رحمہ اللہ

حکیم الامت حضرت مولانا شاہ اشرف علی تھانوی رحمہ اللہ

امام انقلاب حضرت مولانا عبیداللہ سندھی رحمہ اللہ

ابوحنیفہ ہند حضرت مولانا مفتی کفایت اللہ دہلوی رحمہ اللہ

شیخ الادب والفقہ حضرت مولانا اعزاز علی رحمہ اللہ

شیخ التفسیر حضرت مولانا احمد علی لاہوری رحمہ اللہ

ادیب لبیب حضرت مولانا حبیب الرحمن رحمہ اللہ

شیخ الاسلام حضرت مولانا علامہ شبیر احمد عثمانی رحمہ اللہ

مبلغ اعظم حضرت مولانا محمدالیاس کاندھلوی رحمہ اللہ

مړينه

شیخ الہند رحمہ اللہ په ۱۳۳۹هـ ق کي د ربیع الاول د مياشتي پر ۱۸ نېټه د ۷۹کلونو په عمر کي له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې او د خپل استاد محترم قاسم العلوم والخیرات مولوی محمد قاسم نانوتوی رحمہ اللہ د قبر تر څنګ پہ قبرستان قاسمی کی دفن کړل شو.

انا لله وانا الیه راجعون

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د