ملي تدارکات که ملي چپاولات!

عبدالجبار مطمئن

ملي تدارکات د هغي پروسي نوم دي چې ولسمشر په مالي برخه او سترو قرارداونو کې د فساد د مخنیوي لپاره په پام کې نیولی او په خپل اند يې ورته داسي کسان غوره کړي چې د فساد تمه تري نه کېږي او ددي برمرغه وطن ترټولو امانت داره کسان دي.

خو له بده مرغه فساد داسي دی لکه د انسان چاغښت چې یوځلي یوڅوک چاغ سو، بیا بیرته عادي حالت ته راګرځول یې خورا ستونزمن کار دی، همدارنګه د جناب رئیس جمهور په دي سهامي شرکت (ملي وحدت) کې داسي برخه عُنقا ده چې فساد پکي نه وي…

زه به له نورو څانګو خبره نه کوم او یوازي به دا پسرلی پر خپل غُولي ګورم ځکه همدا د پښتو متل دی چې وايې: پسرلی په خپل غولي ګوره… زه د فراه والایت د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو د څانګي مسئولیت په غاړه لرم او نږدي دوه کاله مي پوره سوه چې ددي ستر غم (ملي وحدت) سره زړه او سږي خورم!! زما په کاري چوپړ کې یو دارالعلوم هم شته چې شاوخوا ۱۳۰ کسه لیلیه طالبان درس پکي وايې… خو له بده مرغه سره له دي چې هر لیلیه شاګرد په یوه شپه او ورځ کې (۸۵) افغانۍ استحقاق لري زما د دارالعلوم ستونزي ورځ تربلي زیاتيږي خو کمېږي نه…

نوري څانګي لکه د رسمي استادانو کموالی، د نصاب مطابق د کتابونو نه شتون، د خدماتو په صفر کې ضرب، د کاري پرسنول کمبود او … ټوله پریږدم او یوازي پر اعاشوي قرارداد لنډ ژغیږم چې نور کلونه همدلته د فراه ولایت په پوهنې ریاست کې دغه قرارداد ترسره کيدی… په فراه ولایت کې دوي ليلیې سته چې یوه د زراعت انستیتیوت اړوند او دویمه زموږ د ابوذر غفاری دارالعلوم ليلیه ده… چې هرکال ددي دواړو لپاره په څو څو واره د اغذیې قراردادونه کېدل او تر یوه ځایه د معیارونو مطابق او د شاګردانو د نماینده، سرمعلمانو او هیئت معاینه ترڅارني لاندي هرڅه رانیول کيدل.

په اوسط ډول په هرو دوو کلونو کې د دواړو ليلیو اعاشوي مصارف (۱۶۰۰۰۰۰۰) شپاړل ميلیونه افغانیو ته رسیده چې هغه وخت هم دا مبلغ ډیر ستر راته معلومیدی او د حقیقت نړۍ ته په کتو یوازي (۸۰۰۰۰۰۰) اته ميلیونه ممکن مصرف کيده او باقي نور به د قراردادیانو ګټه وه!!!

خو سږکال د ملي تدارکاتو (چپاولاتو) کمیسیون د فراه ولایت د دواړو لیلیو لپاره یوځاي د یوه شمالي شرکت سره په څه باندي (۴۵۰۰۰۰۰۰) پنځه څلویښت میلیونه افغانۍ قرارداد کړئ!!! او له شرمه ډکه خبره لا دا چې د موادو کیفیت یې تر پخواني معیار راټيټ کړی هم دی!! د بیلګۍ په توګه پخوا به د وطني ګیليګي غوښي طالبانو ته موږ ورکولي خو اوس به اړ یو د چرګ غوښه ورکړو او همدا اوس لا قراردادي ادعاء لري چې دا یخچالي (مرداري) غوښي یادوي او موږ وايو نه دا تازه ذبحه شوي یادوي!!

زما په آند دا شرکت حداکثر (۱۶۰۰۰۰۰۰۰) شپاړس میلیونه افغانۍ د خپلو ټکسونو او انتقالي کرایو سره په دواړو ليلیو لګوي او پاتي (۲۹۰۰۰۰۰) نه ویشت میلیونه افغانۍ د جناب رئيس جهمور د ملي تدارکاتو د کمیسیون له برکته شرکت والا ته ګټه پاتیږي!! زه د شرکت والا د ګټي بخيل نه یم خو د بیت المال داسي خیراتول او په محضي وړه بهانه میلینونه افغانۍ له ملي بودجي ایستل راته ډيره سخته خبره ښکاري.

همدغه مدرسه د طالبانو په وخت کې!

زما ښه په یاد دي چې د طالبانو په وخت کې زه د همدغه ابوذر غفاری رض د ستري ديني مدرسي طالب وم هغه وخت زمونږ ورځني اعاشه په پرتلیز ډول له همدغي (۸۵) افغانۍ که کمه نه وه نو زیاته خو بیخي نه وه. بیا هم موږ د اعاشي او اباتي له پلوه خورا په ښه حالت کې وو… ان د هري میاشتي په پاي کې به د مدرسي مسئولینو ټول طالبان مسجد کې را غونډ کړل او یوه اندازه نقدي روپۍ به یې ورکړي چې دا ستاسو له اعاشي باقي پاته سوي دي! او یا به یې ويل دومره روپي پاتي شوي هغه مو مدرسي ته مثلاً لوډاسپیکر او باطري واخیسته!

زه د ملي یووالي د حکومت پر دغه حالت سخت افسوس کوم چې لمړی خو یې خپل کور وران کړ او ستري سرمایې یې په اوبو لاهو کړي او بل یې کوم بریا او نیک نامي ترلاسه کړای شو… نه يې ملي او نه بین المللي توګه ځان و ښیرازۍ ته ورساوه بلکه ورځ تر بلي یې لار د افول پخوا لنډيږي، فساد پراخیږي، مافیاوي تکړه کيږي، غریبان خواریږي، مالداران چاغیږي، د غریب اولاد زوریږي او ورځ تربلي د افغان مظلوم پر کور کلي ستونزي زیاتیږي.

الهي ته مي وطن آباد آزاد کړي عدل او انصاف پکي قایم کړي د غریب پرده وکړي او مالدار ته مو ایماني جذبه ورنصیب کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د