شعـــــرونه

بیــت المقدس / ايوبي

هارون ايوبي

اقصـــــی چې یهـــود، ونیــــوه ایـــــمان څــه درتــه وایي
مســـــلمه په دې وخت کې خپل وجــــدان څه درته وایي

احسـاس به دې نور کله دغفلت له خوب راویښ شي
سرښکته کړه ګریوان کي چې خپل شـــــان څه درته وایی

دوستي دمسلمان دې دکافر پښو ته قربان کړه
له خدای دې بغاوت وکړ ، قـــرآن څه درته وایي

دستا غيرت همت يې ننګولی په په لوی لاس دی
په لار درحمن نه درومې ، شیطان څه درته وایي

راځه دازادۍ دلمونځ کوونکو صف تيار دی
په لــــوړغـــږ دجهاد منار آذان څه درتــــــه وایـــي

قبـــــــله دې یرغمــل شـــوه نور به څــه درته پیښــیږي
غافـلــه مســــــلمانه خپـــــل ګــومــان څه درتـــه وايي

تاریـــــــخ کې په امــت تـرټــــولـو بدحـــــالت راغــــلی
هرڅه دې اشغال شوي دي جــهان څـــه درتــــه وایي

هـــارون ایـــوبي نن صـــلاح الدین ایـــــــــــوبی نشــــته
ترې زده يې له تـاریـــخ کړه قهــــــــرمان څه درتــه وایي

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x