نړۍ

پاکستان کې په ترافیکي پېښه کې ۴۱ تنه وژل شوي

نن ټکی آسیا: د پاکستان د سند ایالت د سکر ښار کې له کراچۍ نه دیرې ته د روان بس او ټیلر موټر ترمنځ د ټکر په پایله کې لږ تر لږه ۴۱ تنه وژل شوي او ۱۵ زیات نور ټپیان شوي.
پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې کله بس موټر د لويې لارې د تعمیراتي چارو او موانعو له کبله فرعي سړک ته اوښتی.

ویل کېږي، چې پېښه تېره نېمه شپه په تاریکه کې رامځته شوې.
د پېښي عیني شاهدانو ویلي، چې ټکر خورا هېښونکی او زورور و، چې د بس نیمايي برخه تر ډېرو په ټېلر کې بنده پاتې وه او وروسته د کرینګ په واسطه ترې بېل کړای شو.  
په وژل شویو کسانو کې ډېری د دیره غازي خان اوسېدونکي او پښتانه دي.
مړي او ټپيان دا مهال د پولیسو له لورې نیږدې روغتون ته لېږدول شوي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x