
لس کاله کې ۷۳ تنه خبریالان وژل شوي دي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي په تېرو لسو کلونو کې ۷۳ تنه خبريالان وژل شوي او سل تنه نور ګواښل شوي او شکنجه شوي دي.
د دې مرکز اجراییه مشر احمد قریشي له اسپتونیک خبري بنسټ سره خبرو کې ويلي، چې تېرو لسو کلونو کې وژل شویو خبریالانو کې ۱۴ تنه ښځينه خبریالانې هم شاملې دي.
د سرچينې په قول له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې پورته شمېر خبریالان وژل شوي او ګواښل شوي دي، چې افغان حکومت يې ایله ۹ قضيو ته رسيده ګي کړې ده.
د قریشي د معلوماتو له مخې درې خبریالان د ناټو ځواکونو له لوري، ۳۹ د طالبانو له لوري، اته تنه د داعش له لوري او ۲۱ تنه نور د نامسووله وسله والو له لوري وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا د ۱۵۰ تنو په لاسلیک يې افغان حکومت ته غوښتنلیک وړاندې کړی چې د خبریالانو ساتنې ته جدي پام وکړي.
د طالبانو د واکمنۍ له منځه تلو سره سلګونه رسنۍ رامنځته شوې، چې که څه هم ګڼې يې د «خپلواکو» په نامه فعالیت کوي، خو ډېری يې د ملي ګټو پر ځای ګوندي یا هم سمتي ګټو ته اولیت ورکوي.
وړاندې تر دې حکومت هم منلې وه، چې د افغان خبریالانو ژوند اندېښمنوونکی دی، اجراییه ریاست تېر کال ژمنه وکړه، چې د خبریالانو په خونديتوب کې به خپلې هڅې ونه سپموي.