افغانستان

پروان: د پوهنې ریاست هيڅ پرمختيايي بودجه نه ده لګولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پروان ځايي چارواکي وايي د روان لمریز کال له پرمختيايي بودجې څخه يې هیڅ لګښت نه دی کړی.

د پروان د پوهنې ریاست سرپرست رییس نظام الدین رحیمي وايي، د روان کال لپاره ورته ۱۵ پرمختيايي پروژې ورکړل شوې وې، چې تر اوسه يې یوه هم تطبیق شوې نه ده.

د هغه په خبره د دوی ټوله بودجه ۱۱۸ میلیونه افغانۍ وه، چې تر اوسه يې هیڅ لګښت نه دی شوی.

رحيمي مرکزي حکومتداري ملامته بولي او په وينا يې د مالي کال یوازې څو ورځې پاتې دي، خو د پنځلسو پروژو له ډلې د یوې هم درک نشته.

د ولسي جرګې غړي د بودجي کم لګښت د پوهنې وزارت ستره نیمګړتیا بولي او په وينا يې په ټول هېواد کې يې بودجه پوره نه ده لګولې.

د ولسي چرګې د مالي کمیسیون غړې ذکیې سنګين سلام وطندار ته ویلي، په پوهنې وزارت کې پراخ فساد دې علت شوی چې بودجه مکمل ونه لګول شي.

پروان یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې د ټولو ښوونځيو په سطحه يې نږدې ۴۰ سلنه ودانۍ نه لري.

د دې ولایت د پوهنې ریاست په وینا دوی د مدرسو په ګډون ۵۲۴ بابه ښوونځي لري، چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x