نړۍ

غزه: د اسرائیل په بمبار او مرمیو ۴ فلسطینان وژل شوي / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې نن سهار د اسرائیلي الوتکو په بمبار کې دوه فلسطینیان ووژل شول او د غزې پر سرحد باندي د اسرائیلي عسکرو سره په اخ او ډب کې هم ۲ فلسطینان د اسرائیل په مرمیو ولګېده او ووژل شول.

په غزه کې د روغتیا وزارت ویاند «اشرف القدرة» رسنیو ته وویل چې نن سهار اسرائیلي الوتکو د عز الدین القسام پوځي کنډکونو اړوند پر یوه ځای برید وکړ چې له امله یې دوه ځوانان ووژل شول او ۱۵ نور کسان ټپیان شول.

د عز الدین القسام کنډکونه د حماس ډلې وسلواله څانګه ده چې د اسرائیل پر وړاندي مقاومت کوي.

تېره ورځ هم د غزه ښار او اسرائیل تر منځ پر ختیځ سرحد باندي په اخ او ډب کې ۲ فلسطینان ووژل شول.

د الجزیرې د راپور سره سم د نن او پرون نښتو کې یوازي په غزه ښار کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

باید وویل شي چې تېره ورځ فلسطینیانو په قدس ښار او الضفة الغربیه کې هم د اسرائیل پر ضد لاریونونه وکړل چې هلته هم د اسرائیلي عسکرو د توند غبرګون سره مخ شول او ویل کیږي چې تر ۸۰۰ زیات فلسطینان ټپيان شوي دي.

نن هم په قدس شریف کې د لاریونونو کوشش روان دی چې د اسرائیلي عسکرو د توند غبرګون سره مخ شو او هڅه وشوه چې لاریونه سره وپاشل شي او همداسي ژورنالیستانو ته اجازه ور نه کړل شي چې د هغوی څخه عکاسي وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x