د سپينې ماڼۍ مخته د جمعې لمونځ ادا شو / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ (ولسمشریزه ماڼۍ) مخته په سلګونو مسلمانانو د جمعې لمونځ ادا کړ او د ټرمپ سره یې مخالفت څرګند کړ.

د الجزیرې د راپور سره سم لمونځ کوونکي د سپینې ماڼۍ مخته په یوه کوچني پارک کې د خپلو مصلو سره را ټول شول ، دوی پر خپل سر باندي د فلسطین ځانګړي «خولۍ» پر سر کړي وې، ځینو یې د فلسطین بیرغونه را اخیستي وه او همداسي له ځانه سره یې د اسرائیل ضد شعارونه لیږدول.

د لمانځه په دغه مراسمو کې د ځینو امریکايي اسلامي تنظیمونو مشرانو هم ګډون کړی وو او حتی ځیني هغه عیسایان او یهودان هم په کښي را ټول شوي وه چې د ټرمپ د پریکړې څخه ناخوښه دي.

د «care» په نامه مسلمانانو تنظیم مشر «نهاد عوض» وویل چې بیت المقدس او یا فلسطین د ټرمپ شخصي ځمکه نه ده چې اسرائیلو ته یې ورکړي، هغه که غواړي اسرائیلو ته یو شی ورکړي نو خپل بلډنګونه دي هغوی ته وسپاري.

د جمعې لمونځ «شیخ عمر سلیمان» ورکړ، نوموړي وویل چې د ټرمپ اعلان دا ثابته کړه چې په فلسطین کې د «سولې» کوم بهیر نشته، که چیري داسي یو شی وي نو امریکا یې منځګړی نه شي بلل کیدای.

باید وویل شي چې تر اوسه عربي هیوادونو او فلسطیني حکومت د اسرائیل په ګډون امریکا د فلسطین په شخړه کې د منځګړي په توګه پيژندله که څه هم دغه هیواد هر کله د اسرائیل ښکاره طرفداري کړې وه.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې مسلمانان د سپینې ماڼۍ مخته د جمعې یا اختر لمونځ کوي، بلکې ددې تر مخه یې هم د احتجاج په توګه ورته لمونځونه کړي دي.

د لمانځه بشپړ مراسم په لاندي ویډیو:

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Khalid Ahmadzai
میلمه
Khalid Ahmadzai

په اسلام او هیواد مینو هيوادوالو السلام وعلیکم ورحمت الله وبرکاتو..
ماشاءالله شيخ عمر سليمان د سپني مانی مخته د جمعه خطبه ورکوې مونږ مسلمانان داسي زړه ورو کسانو ته ضرورت لرو..د اسلام سپه سالاره شيخ عمر سليمان رب العزت د له هر مصیبت او غم څخه وساته
د صليبي تروریستو او وحشي جنايتکارو يرغلګرو د جنایتونو او وحشتونو يوه بله بېلګه..ګوري! چى نن د ثاني فرعون ټراپ د مسجدالاقصى په پرېکړې باندى دغه صليبي ځناور ترهګر يرغلګر څرنګه دمسلمانانو زړونه زخمې کړل؟؟؟ د صليبي تروریستو او وحشي جنايتکارو يرغلګرو مرسته كونكو قضاوت تاسو وکړی؟؟؟ جزاك الله خير شيخ عمر سليمان.

اقبال
میلمه
اقبال

مسلمانو ورونو السلام علیکم ! دغه د سپینی په مخ یا شاوخوا کی د جمعی د سپیڅلی لمونځ ادا کول ډیر وزن او د الله ج په نزد ډیر ثواب او اجر لری چه د مشر شیطان د کور به شاوخوا د الله ج د نوم یادونه او د دجال غندنه وشوه . او یا د نړی په هر ګوټ او ګوت کی حتی د دجال د غلامانو له خوا ( له دجاله په جواز اخستلو ) هم غندنی وشوی او دا غندنی لا دوام لری ، ډيری مظاهری وشوی حتی فلسطین کی دوه ورونو د شهادت جام وچښلو او… نور لوستل »

روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

الحمدلله ‌ډیر دخوښی ځای دی چی په امریکا کی هم مسلمانان داسی ستر کار وکړ چی دعربو له قوته ډک مشران هم دا کار نشی کولای عربی مشران خو دی ته پریږده چی چیرته عیاشی وکړی،مقدسات خرڅ کړی چی په دی سره دمسلمانانو هیله تری شکیدلی ده اوس به ان شاء الله ستر انقلاب په امریکا کی د مسلمانانو په واسطه راځی یا الله ج ته د امریکا مسلمانان مبارزین مسلمانان وګرځوی