افغانستان

د کندهار د ولايتي شورا کانديد شاه محمود جلال کوټه کې و وژل شو

نن ټکی اسيا: د کندهار د ولايتي شورا يو کانديد شاه محمود جلال د پاکستان بلوچستان ايالت کوټه کې د نا څرګندو وسلوالو لخوا و وژل شوو.
د کندهار ولايت چارواکي د يادې پيښې په اړه وايي، چې شاه محمود کوټې ته د درملنې په موخه تللی و، چې پرون د شنبې په ورځ د بلوچستان ايالت په مرکز کوټې ښار کې و وژل شو.
د کندهار ولايت سرپرست وياند دواخان مينه پال وايي، چې وژل شوی شاه محمود د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ وه او اوس د کندهار ښار کې اوسيده.
مينه پال زياته کړه، چې د وژل شوي کانديد جنازه يې کندهار ته انتقال کړې ده.
ويل کيږي، چې شاه محمود په مخ لګيدلی و.
د يادونې وړ ده، چې دا لومړی وار ندی، چې يو حکومتي چارواکی له هيواده بهر وژل کيږي، بلکې له مخکې هم څو ځل د جنوبي ولايتونو ځينې چارواکې د پاکستان بلوچستان ايالت کې د نا معلومو وسلوالو لخوا وژل شوي دي.
د پيښې مسؤوليت تر اوسه هيچا ندی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x