fbpx

راتلونکی هواوې مبایل به ۴۰ میګاپیکسله کامره ولري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): کامره په ځیرکو مبایلونو کې اړین شی بلل کیږي، چې د نه شتون او یا هم د کمزوری پر وخت یې مبایل خپل قیمت له لاسه ورکوي، همدا لامل دی چې د ځیرک مبایل بیلابیلې کمپنیانې کوښښ کوي یو له بله ښه او د ښې کامرې مبایل نړۍ ته وړاندې کړي، مګر د هوواوې د پي لړۍ (P Series) نوی سیستمي مبایل څخه ښکاري چې دوی به خپل موبایل په نویو ځانګړنو سره نوې سطحې ته ورسوي.

د CNET ویبپاڼې څخه په ورکړل شوي راپور کې ویل شوي، د هووایې دغه مبایل چې لا تر اوسه یې هووایې کمپنۍ خپله په اړه څرګندونې نه دي کړي، د اعلانونو له کبله چې د ځینو کسانو لخوا افشا شوي ښایي یوازې پر کامرې تمرکز کوي.

ددغې اعلاناتو څخه جوته کیږي چې د هوواوې راتلونکی مبایل به د شا لخوا درې لینزه لرونکې کامره چې ۴۰ میګاپیکسله ده وړتیا ولري.

همدارنګه به دغه مبایل 5X هایبریډ نیژدې/زووم کولو وړتیا لري، چې د لرې فاصلې څخه به هم په لوړ او ښه کیفیت انځورونه اخلي.

ددغې مبایل کامره د هغې کمپنۍ له خوا ډیزان شوی کومې کمپنۍ چې هوواوې P-10 او هوواوې Mate-1- مبایلونو کامرې وړاندې کړې وې، دغه اداره ادعا کوي چې دوی د یوې تخلیقي ادارې څخه دي چې د هوواوې سره کار کوي.

سربیره پر دې دغه ځیرک مبایل به په سیلفي کامره کې هم د نورو مبایلونو په نسبت ډیرې ځانګړتیاوې ولري، د افشا شوو معلوماتو لخوا ښودل کیږي چې مخکینۍ کامره به یې ۲۴ میګاپیکسله وي.

د هوواوې کمپنۍ ددغو ادعاو او افشا شوو سوداګریزو خبرتیاو په اړه له څرګندونو څخه ډډه کړې.
د یادونې وړ ده چې دغه مبایل لړۍ له دې مخکې پي ۱۰ P-10 مبایل وړاندې کړی و، او اټکل کیږي چې راتلونکی مبایل به پي ۱۱ P-11 ونومول شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د