نظــر

بیت المقدس زموږ دیني حریم دی

ابو یاسر افغان

موږ د فلسطین او بیت المقدس قضیه د دې لپاره جدي نه نیسو چې فلسطینیان یې جدي نیسي یا د فلسطین د خلکو د ملاتړ خبره ده، بلکې موږ ته بیت المقدس سره کرښه ده، دا موږ ته د عزت او ناموس هومره ارزښت لري، ځکه چې دا زموږ دیني حریم دی، یو شمېر مذبذبو ګڼکپانو ټولنیزو رسنیو کې ځیني داسې عکسونه خپاره کړي چې په کې د یوۀ اسراییلي او یوې فلسطینۍ ترمنځ عشق بازي ښکاري، په نورو دوو عکسونو کې بیا ښکاري چې څو ظاهراً فلسطینیان د یهودیانو سره ولاړ دي او دواړو لوریو خپل بیرغونه هسک کړي دي… بیا دغه عکسونو سره لیکي چې ګواکې فلسطینیان او اسرائیلیان خپلو کې جوړ دي نو موږ ته خیر شه چې د هغوی منځ ته وردانګو!!

دغو مرکبو جاهلو انسانانو ته به ووایم چې:

اول خو به دا عکسونه ساختګي یا درواغ وي او که بالفرض حقیقت وي نو دا خو ښکاره ده چې په هر هېواد کې خاینان وي، په فلسطین کې هم داسې خاینان شته لکه دلته چې په افغانستان کې ستاسو په څېر ایمان پلورونکي شته، موږ ته هر فلسطینی مهم نه دی، خو هر مسلمان چې واقعاً مسلمان وي اولیت لري، افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړۍ شاوخوا ۳۹ هېوادونه په بېلابېلو بڼو عملاً حضور لري، دلته اوس هم ډېر داسې خلک شته چې د امریکایانو سره همکاري کوي او د خپل دین، ناموس او خاورې سودا یې ورسره کړې ده، نو همداسې خلک په هر هېواد کې پیدا کېږي، د دې داسې مثال دی لکه فرضاً په رسنیو کې داسې عکسونه خپاره شي چې په کې څو د امریکایانو افغان ترجمانان یا د اردو غړي او امریکایان ګډ او خوښ ښکاري او بیا دغو عکسونو ته یو څوک ولیکي چې افغانان د امریکا سره هیڅ دښمني نه لري دغه عکسونه یې ثبوت دی؛ نو آیا کوم هوښیار تن چې لږ هم د افغانستان له حالت نه معلومات ولري دا خبره او تبلیغات به ومني؟ نه هیڅکله هم نه، که مني نو هغه به یا بیخي احمق وي او یا به قصداً دا کار کوي.

موږ په ډاګه ویلي چې موږ ته نیشنلیزم هیڅ ارزښت نه لري، د یوۀ خاین او غلام افغان نه راته یو مجاهد او با احساسه فلسطینی ډېر مهم او ارزښت لرونکی دی، موږ د هغو فلسطینیانو ملاتړ کوو کوم چې د بیت المقدس د دفاع په لاره کې مبارزه کوي او په دوهم قدم کې موږ ته ټول هغه آزادي غواړو تحریکونه محترم دي چې د خپلې مسلمې آزادۍ او حقه حقوقو د حاصلولو لپاره د ظالمانو او اشغالګرانو خلاف مبارزه کوي؛ هره قطره وینه چې د بیت المقدس د دفاع په لاره کې تویږي هم الله جل جلاله ته ګرانه ده او هم هر حقیقي مسلمان ته؛ هغوی چې وایي په خپل هېواد کې مو مسجدونه خوندي نه دي او… دغو ته هم وایو چې د هېواد په مساجدو کې چاودنې خو د کابل ادارې استخباراتي شبکه کوي او په دې کار کې ورسره د بلیک واټر او سي آی ای په شمول نړیوالې مافیایي او استخباراتي شبکې مرسته کوي، تر څو په دې پلمه اسلام او جهاد، مجاهدین او دیني علماء بدنام کړي، نو کله چې د دې مسجدونو په دفاع کې څوک غږ پورته کوي هغوی ته هم تاسو د پنجاب او ایران د جاسوسۍ خطاب کوئ حال دا چې دا نجسه دنده په خپله ستاسو په غاړه ده؛ د مسجدونو حفاظت به هغه وخت یقیني شي چې په بیت المقدس ننګ وکړو او د یهودو مرکزیت له ګواښ سره مخ شي او داسې به کېږي، په لکونو مسلمانان ځوانان او حتی پیغلې تیارې دي چې د بیت المقدس د آزادۍ په تحریک کې برخه واخلي، دا زموږ لپاره نړیواله اسلامي موضوع ده، موږ چې په هره بیه وي د بیت المقدس دفاع کوو او که وخت راغی؛ نو له تاسې به هم پوښتنه وکړو چې ولې مو په داسې حساسو شېبو کې د ټرمپ او نتنیاهو لپاره خیاطي کوله او بیت المقدس مو د عربو او اسرائیلو موضوع بللـه، دا یقیناً چې لوی جرم دی، د دې جرم او خیانت سزا به هرومرو وګورئ.

تر کومه ځایه چې د فلسطین خبره ده نو فلسطین زموږ لپاره تر ډېرو نورو موضوعاتو مهم دی، هغلته زموږ لومړنی کعبه ده او دا چې هغه کعبه(بیت المقدس) اوس رسماً د اسرائیلو پایتخت ګرځول کېږي نو دا د هیڅ یو با احساسه مسلمان لپاره د منلو وړ خبره نه ده، هغوی چې د اسلامي امت وګړي په سایکس بیکو تړونونو ویشي او ایمان یا دیني یو والې ورته اهمیت نه لري، لوی جاهلان دي او موږ ترې ګیله نه کوو. په دې ورځو کې چې د یهودیانو خلاف د نړۍ په لر او بر کې حرکتونه پیل شوي دا به د یهودیانو د بشپړ زوال او سرکوبۍ لامل ګرځي، نه یواځې بیت المقدس بلکې ټولې غصب شوې اسلامي ځمکې به خپلواکي تر لاسه کوي او غربي ښامار(امریکا) به په خپل منځ کې ۵۲ ټوټې کېږي، د یهودو لاسپوڅي او د شیطاني دجالي رسنیو ډنډورچیان نور نه شي کولای په خپلو شیطاني فریبونو مسلمانان سره بېل او اېل وساتي، بیت المقدس ته د یهودو راتګ او دغلته د نړیوالو کفري دولتونو د سفارتونو جوړول به د یهودیانو لپاره د عبرتناکې سزا پیلامه وي، یهود به ماتیږي او غلامان به یې له ویرې او خجالته ویلي کېږي. ان شاءالله

د نړیوال اسلامي نظام د راتګ په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x