ورزش

کرېکټ: افغان لوبډله د ګټو په درشل کې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرکټ لوبډله د روانو سیالیو بهیر کې د یوه نوي ګټونکي په درشل کې داخله شوې، چې د سترو بریاو سره یې نړۍ ته ستر لوبغاړي هم ورکړل.

افغان کرکټ لوبډله په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې پرلپسې یوولس بریاوې خپلې کړي چې تر دې دمه په نړیواله کچه ریکارډ دی، لومړی دغه ریکارډ له انګلستان لوبډلې سره و چې هغوی پرلپسې اته شل اوریزې لوبې ګټلې وې، خو افغانستان د ۲۰۱۷ مارچ په میاشت کې آیرلینډ ته په ماتې ورکولو سره دغه مقام خپل کړ.

همدارنګه افغان لوبډله په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې په ډیرو بریاو سره هم په لومړي نمبر ده، دوی په ۶۱ لوبو کې ۳۹ بریاوې ترلاسه کړي او ۲۲ یې بایللي، مجموعي اوسط یې ۶۳.۹۳ سلنه دی، په ۶۱.۲۵ اوسط سره پاکستان په دهم او هندوستان په ۶۱.۰۴ اوسط سره دریم نمبر دی.

له بل اړخه د لوبغاړو په ځانګړو ریکارډونو کې راشد خان د افغانستان لخوا په سر کې دی چې تر دې دمه په یو ورځینۍ لوبو کې د ۲۰۱۷ کال په زیاتو ویکټو اخیستونکو کې په دوهم نمبر دی، نوموړي په ۱۵ لوبو، ۱۴ پاڼو کې ۴۱ ویکټې اخیستي، چې د پاکستان حسن علي په ۱۸ لوبو کې د ۴۵ ویکټو په اخیستلو سره د لیست په سر کې دی.

راشد خان د ۲۰۱۷ کال توپ اچونه کې یو بل ځانګړی ریکارډ دا هم لري چې نوموړي په یوه لوبه کې ۷ لوبغاړي سوځولي، چې د کرېکټ په نړیواله کچه تر دې دمه څلورم مقام لري، په لومړي نمبر کې د سریلانکا چمینده واز، دوهم شاهد افریدي او دریم د استرالیا ګلین میګرات دی.

سربیره پر دې ورو توپ اچونکی راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د دوه اورونو په کولو سره د دریو منډو په ورکولو ۵ لوبغاړي سوځولي، چې په دغه کار سره یې د توپ اچونکو نوملړ کې په یوه لوبه کې تر ټولو ښې توپ اچونې ریکارډ ټینګ کړ.

سرچینه: د کرکټ نړیوالې شورا رسمي ویبپاڼه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x