
د ټاکنو ۴۹،۶۷ سلنه پايلو کې عبدالله اول او اشرف غني دوهم دی
نن ټکی اسيا: د ولسمشريزو ټاکنو لس سلنه پايلې مخکې اعلان شوې وې، دا دی ۴۹،۶۷ سلنه پايلې يې شيبه مخکې د ټاکنو د خپلواک کميسون لخوا اعلان شوې، چې ډاکتر عبدالله عبدالله پکې اول او ډاکتر اشرف غني دوهم نمبر دی.
د ټاکنو کميسون وايي، چې ډاکتر عبدالله ۴ ،۴۴ او ډاکتر اشرف غني ۳۳ سلنه رايې وړي دي.
په دې اړه د نورو جزئياتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.