دیني، سیرت او تاریخ

عيسائيت په افغانستان کي ١٢‎

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د اسلامي او کفري نړۍ تر منځ توپیرونه!!!

لومړی توپیر:

د یوې ۸ کلنې عیسایي نجلۍ سره یوه مجله وه، ور څخه و مي پوښتل چي دا څه شی دی؟

عیسایي انجلۍ: دا د کلیسا مجله ده.

= په دې مجله پوهېږې؟

عیسایي انجلۍ: نه !عمیقي مذهبي لیکنې پکښې دي، زیاته نه په پوهیږم.

= ولي دي رانېولې ده، چي نه په پوهېږې؟

عیسایي انجلۍ: په دې مي دا د خپل مذهب مجله رانیولې ده چي لومړی له دې مجلې څخه نور خلک استفاده وکړي او دوهم دا چي دا زما ۱۰ ډالره و کلیسا ته ولاړي شي چي د صلیب په خادمانو کي وشمېرله شم.

ورته حیران شوم.

دوهم توپیر:

د نن څخه ۱۵ کاله مخکي د عیسایانو و یوه کتابتون ته ورغلم، هلته په ورتلو سره یوه ځوان زما تود هرکلی وکړ، کښېناستم، هغه کتاب چي زما پکار وو هغه مي راواخیست او بیا ما او ده داسي بحث وکړ:

= ستاسو وظیفه اصلاُ څه شی ده؟

عیسایي: زه اصلاً فوځي افسر یم.

= تاسی فوځي افسر یاست، او بیا دلته په کتابتون کي دنده تر سره کوئ؟

عیسایي: بلې! زموږ دا اصول دي چي باید هر کس و صلیب ته په کال کي دوې میاشتي خدمت وکړي، لومړی ښه خبره داده چي خپله خدمت وکړو، او که چيري د یوه کس مصروفیت زیات وو بیا یو کس دوې میاشتې مزدوره وو او خرچه یې ورکوو.

= تاسی څو کاله خدمت کړیدئ؟

عیسایي: زما دغه لومړی کال دی چي خوشبخته یم، او مخکي کلونه مصروفه وم په فوځ کي سږ کال خپله راغلم چي د صلیب خدمت وکړم.

زه ورته حیران شوم، چي دغه د باطلي عقیدې خلک و خپل باطل دین ته څنګه په مینه خدمت کوي او زموږ چي حق دین دی څومري غافله یو.

دریم توپیر:

یوه راهب را ته ویلي وو، چي د یکشنبې په ورځ پر دغه وخت و کلیسا ته راشه، چي زموږ مراسم ختمیږي او سره وبه وینو، کله چي زه ورغلم د کلیسا څخه یو څو کسه راووتل، چي ښځې او ماشومان هم پکښې وه، یو ماشوم چي د خپلې مور سره ورسره وو او بایبل یې پر سر باندي ایښی وو ور څخه و مي پوښتل:

= دادي څه شی پر سر نیولی دی؟

ماشوم: دا مقدس کتاب (Holly Bible) دی.

= ولي دي پر سر نیولی دی؟

ماشوم: چي بې عزتي یې ونشي.

= څنګه بې عزتي یې کیږي؟

ماشوم: که شوه سو او زه پر وختم بیا د بایبل سپکاوی وشو.

= په لاس کي یې ولي نه نیسي؟

ماشوم: نه! دغه بایبل به هغه وخت زما د سر څخه کښته کیږي چي ټوله سر او تن مي نه وي تللی، پوه شوې؟

زه حیران شوم، چي زموږ په اسلامي امت کي ځوانان لومړی د قرآن کریم دومري عزت نه کوي، بیا یې زده نه وي، په زده کړه یې شرمیږي او بیا کله تر قرآن کریم دومري ځان قربانوي؟ برعکس د یوه عیسایي ماشوم سره لا دا فکر شته چي دا مي مقدس کتاب دی، او زه یې باید په کلیسا کي واورم او دفاع یې په سر او جان وکړم.

اوداسی نور…

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x