افغانستان

د ولسمشريزو ټاکنو نژدې ۵۰ سلنه پايلو کې عبد الله اول، اشرف غني دوهم دی

نن ټکی اسيا: د ټاکنو خپلواک کميسون نن يکشنبه ماذديګر ناوخته اعلان وکړ، چې د ولسمشريزو ټاکنو نژدې پنځوس سلنه پايلو ته په کتلو ډاکتر عبدالله عبدالله   ۴ ،۴۴ سلنه او ډاکتر اشرف غني احمدزي  ۲، ۳۳ سلنه رايې وړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر يوسف نورستاني نن ماذديګر ناوخته په يوه خبري ناسته اعلان وکړ، چې  څلور دېرش ولايتونو څخه شاوخوا پنځوس سلنه رايې رارسيدلي،

چې ټول شمېر يې ٣٤٥٦٩١٠ کيږي، ډاکتر عبدالله  ۴۴،۹  سلنه رايې وړي، چې ټول شمېر يې ١٥٣٦١٣٣ کيږي او ډاکتر اشرف غني احمدزي  ۳۳،۲  سلنه رايې وړي، چې ټول شمېر يې ١١٤٦٢٥١ کيږي.

 ورپسې ډاکتر زلمي رسول لس سلنه رايې وړي، چې ټول شمېر يې ٣٥٧٩٠٣  کيږي.

د يادونې وړ ده، چې دې شمېر کې هغه لس سلنه رايې هم شاملې دي، چې تېره اوونۍ د حمل په ۲۴ نيټه اعلان شوې.

نورستاني و ويل، چې استاد سياف ۷ سلنه رايې وړي، چې ټول شمېر يې ٢٤١٠١٤  دی.

پنځم نمبر انجينر قطب الدين هلال دی، چې د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ملاتړ هم ورسره وه، ٩٤٥٥٦  رايې وړي دي. ګل اغا شېرزي1.6 سلنه رايې وړي، چې شمېر ٥٥٧٧٨  دی.

 داوو سلطان زوی 0.5 سلنه رايې وړي، چې ټول شمېر ١٦٩٠٨ او هدايت امين ارسلام 0.2 سلنه رايې وړي، چې شمېر يې ۸۳۶۷ دی.

نورستاني و ويل، چې ډېر زر به راتلونکې ورځو کې پاتې قسمي پايلې هم اعلان شي.

د و لسمشرۍ کانديدانو رسمي غبرګون تر اوسه ندی څرګند شوی. تمه ده، چې نن شپه تر ناوخته دغه کانديدان په دې اړه خپل غبرګون څرګند کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x