افغانستان

مالیې وزارت: چین د جمهوریت روغتون بیا رغونه ترسره کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د مالیې وزارت وايي، له چین سره یې دوه مهم هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې چین د جمهوریت روغتون بیا رغونه او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د اړتیاوو په پوره کې مرسته کوي.

د یاد وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي چین ته په خپل وروستي سفر کې له چینايي چارواکو سره د افغانستان پنځه کلن پراختیايي پلان جزییات هم شریک کړي دي.

د عبدالرحیمزي په خبره، چین د اورګاډي د پټلۍ، برېښنا، د سمنټو د فابریکې او د زعفرانو په برخه کې هم د پانګونې هوکړه کړې ده.

چین سره له دې وړاندې د لوګر د مسو عینک د کان هوکړه هم شوې او د شبرغان د غازو تړونونه هم له چینايي شرکتونو سره شوي دي.

چین په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه هم خپلې ناستې هم ګړندۍ کړي او د افغان دولت، پاکستان، امریکا او د چین د ناستو کوربه هېواد پاتې شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x