نړۍ

رویټرز: بن سلمان د فلسطیني ولسمشر عباس څخه د صبر غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د رویټرز خبري اژانس وايي، که څه هم د سعودي حکومت په رسمي توګه د ټرامپ هغه پرېکړه غندلې چې له مخې يې بیت المقدس د اسرائیل پلازمینه وبلل شوه خو بل اړخ ته دغه هیواد له څو اونیو راهیسي هڅه کوي چې د ټرمپ په پریکړې او راتلونکې پروژې باندي د فلسطین حکومت ته قناعت ورکړي.

د فلسطیني حکومت څلورو تنو جګپوړو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د فلسطین رئيس چې سعودي ته تېر ځل ور غوښتل شوی وو، په پوره تفصیل سره یې د ټرمپ پر هغه پلان بحث کړی وو چې ګمان کیږي ټرمپ او د هغه یهودی زوم او سلاکار جارید کوشنر به یې د کال ۲۰۱۸ په لومړۍ نیمايي کې اعلان کړي.

یوه فلسطیني چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د فلسطیني ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې د امریکاېې ادارې د ټولو سولییزو هڅو څخه دي ملاتړ وکړي.

عباس په تېر نومبر میاشت کې وروسته تر هغه ریاض ته ور غوښتل شوی وو کله چې د هغه تر مخه د ټرمپ زوم او سلاکار جارید کوشنر ریاض ته سفر کړی وو.

په هغه ملاقات کې چې عباس د محمد بن سلمان سره کړی وو، په اړه یې ډیرې خبري کیږي، ځیني خبرې داسي هم دي چې ولیعهد د عباس څخه غوښتي وه چې د ټرمپ پلان دي ومني کنه له واکه به لیري کړل شي او ځای به یې بل چاته ورکړل شي، همداسي ځیني داسي خبرونه هم ورکړل شول چې محمد بن سلمان عباس ته ویلي وه، خپل قیمت دي واخلي او نور دي د فلسطین موضوع څخه ځان وباسي، چې هغه نه وه ورسره منلې.

خو یوه فلسطیني چارواکي رویټرز ته ویلي چې محمد بن سلمان عباس ته وویل: «د صبر څخه کار واخله، ته به ډېر خوښوونکې خبرونه واورې، د سولې بهیر به پای ته ورسیږي».

باید وویل شي چې د باراک اوباما د ادارې په نسبت د ټرامپ په وخت کې د سعودي او امریکې اړیکې ډیرې ټینګي شوې ځکه چې دواړه حکومتونه د ایران سره د دښمني دعوه کوي او ټرامپ د ایران سره اټومي وسلو تړون لغوه کړ. کوم چې باراک اوباما کړی وو او سعودي باندي ناراضه وو.

ویل کیږي چې د ټرمپ زوم او سلاکار ۳۶ کلن یهودی ځوان جارید کوشنر د سعودي د ۳۲ کلن ولیعهد محمد بن سلمان سره نیژدې اړیکې جوړي کړي.

د سعودي حکومت د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي خو د امریکا سپینې ماڼۍ د یوې پوښتنې په جواب کې رویټرز ته ویلي چې د ولسمشر سلاکار کوشنر د سعودي څخه غوښتنه نه ده کړې تر څو د فلسطیني ولسمشر سره خبره وکړي.

ویل کیږي چې د ټرمپ د اعلان وروسته ټرامپ د فلسطیني ولسمشر محمود عباس سره تلیفوني اړیکه نیولې او ورته ویلي يې دي چې کوم پلان دده سلاکار او زوم جوړ کړی، د هغه څخه به فلسطینیان هم ډېره ګټه پورته کړي.

فلسطیني چارواکي رویټرز ته ویلي چې ټرمپ عباس ته وویل: «زه داسي خبرونه لرم چې ستا به خوښ شي».
په ځواب کې عباس ورته ویلي: «تفصیل یی راکړه»، خو ټرمپ هیڅ تفصیل ورنه کړل.

باید وویل شي په داسي وخت کې د نړۍ اکثره مسلمانو او غیر مسلمانو د ټرمپ وروستی پرېکړه غندلې او هغه یې نړیوال امن ته ګواښونکې بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x