
خبرونه
میدان وردګو کې افغان ځواکونو یو روغتیايي کلینک چور کړی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ د تنګي په دره کې افغان ځواکونو یو سیمه ییز روغتیايي کلینک چور کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې لوټ شوی کلینک د سور صلیب د نړیوالې ادارې اړوند و؛ خو د اردو او پولیسو له لوري چور شوی او ټول وسایل یې درمل، چپرکټونه، د برق ماشین او نور یې ځینې وړي دي.
د میدان وردګو امنیتي ځواکونو تېره ورځ ویلي وو، چې په سید اباد کې یې هغه روغتون له منځه وړی، چې طالبانو پکې خپله درملنه کوله؛ خو مجاهد وايي چې کلینک د سور صلیب د نړیوالې ادارې اړوند و او د هماغوی له خوا اکمالېده او ځايي خلکو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کول.
تېره اوونۍ افغان ځواکونو د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې هم یوه لېسه چور کړې وه او ټول وسایل یې ورځینې وړي وو.