افغانستان

صدیقي: زموږ ځواکونه د ټاکنو دویم پړاو ته تیا ری لري

د ټاکنو د نننیوقسمې پایلو له اعلان سره سم، داسې اندېښنې راپورته شوې چې ښايی ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي، د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې د دوی ځواکونه د ټاکنو دویم پړاو د امنیت خونديتوب ته بشپړ تیار دي، د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې په تېرو ټاکنو کې د خلکو بې باوري یواځې د مخالفینو پراخ تبلیغات و،خو د افغان ولس پراخ ګډون دا وښوده چې دلته ډيموکراسي حاکمه ده.

د کورنیو چاور وزارت ویاند زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونه تیار دي چې د ټاکنو د دویم پړاوتګ په صورت کې یو وار بیا امنیت ټنیګ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ټاکنو کې د کورنیو چارو وزارت ویاند د یوسل شپږویشتو، د دفاع وزرات مسوولینو د شپږ سوه نوي او طالبانود یو زر اته اتیا بریدونو راپورونه ورکړل.
په تېرو ټاکنو کې چې په ولایاتوکې یواځې په دولتي مقرونو پورې محدودې وي، ناسم امنیتي وضعیت عام افغانان په ټاکنیز بهیر بي باوره ؛ ځکه یې له مرکزونو پرته په کلیوالو سیموکې له رایو اچولو انکار وکړ…

 

همدارنګه د افغان مدني ټولنو د همغږۍ د مسوولینو په وینا په تېرو ټاکنو کې په ولایاتو کې اربکیانو عام وګړي په زور یو مشخص نوماند ته په رایه اچونه مجبور کړي وي.
د شنونکو په باور که ټاکنې دویم پړاو ته لاړشي، ښايي د خلکو بې باوري لاډېره شي چې پایلې به يې بیاهم چاته د منلو نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x