غني: نیمايي افغان د شپې په لوږه ویده کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسمشر غني وايي، درېیمه برخه افغان د فقر او لاس تنګۍ له امله د شپې په وږي نس ویده کېږي او په مړه خېټه ډوډۍ نه ورسېږي.

نوموړي نن په کابل کې د کورنیو تولیداتو په یوه نندارتون کې د خبرو کولو پر مهال وویل، د فقر او غریبۍ له امله ډېری افغانان په وږي نس ویده کېږي او د دغه وضعیت د بدلولو لپاره په کار ده، چې د افغانستان په تجارتي بېلانس کې بدلون راولو.

ده وویل، د خصوصي او دولتي سکټورونو ترمنځ د همغږۍ له امله سږ کال ‍‍‍‍۱نیم میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي بهر ته صادر شوي.

د ولسمشر غني په ننني نندارتون کې له ټولو خلکو وغوښتل چې کورني تولیدات واخلي.

ده یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې په راتلونکو څو کلونو به د برېښنا ستونزه حل کړي.

ولسمشر غني د درېیمه برخو افغانانو په وږي نس د ویده کېدو اعتراف داسې مهال کوي، چې د ولسمشرۍ ټولټاکنو په وخت کې یې ویلي وو، چې په سل ورځو کې به د افغانانو په دسترخوان کې بدلون راولي.

د ولسمشر غني د واک څه کم دوه کاله پاتې دي؛ خو په تېرو درېیو کلونو کې یې نږدې دوه میلیونه افغانان بې کاره کړل او کاري فرصتونه یې له منځه یوړل.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابودجانه خوستوال
میلمه
ابودجانه خوستوال

لوږه، بیکاری، غمونه، دردونه، جنګونه، بمبارونه همدغو پکو امریکیانو د دی لپاره راوستلی تر څو افغان ولس غلامۍ قبلولو ته مجبور کړی.
له دوی څحه د خیر تمه هیڅکله نشو کولی بغیر له شر نا.