شعـــــرونه

ها پرونی زرین دوران دې څه شو؟

قاري سعید

له سر درو د قرطبی مسلمه
بیا تر کاشغر او فرغانې مسلمه
ځوږ دتکبیر او د اذان دې څه شو
هغه پرونی زرین دوران دې څه شو

هغه صدیق صدیق یاران یادوم
هغه خالد خالد غازیان یادوم
چې د تیارو سټه یې وایستله
هغه د لمر په لار روان یادوم

چې فارس او روم یې په څپو کې یوړل
ډیر تورتمونه یې سپیدو کی یوړل
هغه بهیر هغه کاروان دې څه شو
هغه پرونی زرین دوران دې څه شو

ای تاریخي اندلسه تاته وایم
د نیل وادي او افریقا ته وایم
درڅخه بل عمرمختار غواړمه
د طرابلس د زړه درزا ته وایم
درنه طارق درنه موسی غواړمه
ابن تاشفین درڅخه بیا غواړمه.
هغه اموي عبدرحمان دې څه شو
هغه پرونې زرین دوران دې څه شو

نن د عریو جزیره ویده ده
عثماني ترک قسطنطنیه ویده ده
د صلیب توغ رانه القدس ګواښوي
خو د هلال مې زمزمه ویده ده
چې شي را پورته د اقصی په ننګه
د لا اله الا الله په ننګه
هغه ایوبی مرد میدان دې څه شو
هغه پرونی زرین دوران دې څه شو

لر او بر ټول عرب عجم لټوم
کوم بل محمد ابن قاسم لټوم
چې د چنګیز غاښونه یې وبریښول
هغه جلال شیر خورازم لټوم
د ستر امام مزار پردو لاندی کړ
بغداد د عصر هلاکو لاندی کړ
هغه عباسی تخت او سلطان دې څه شو
هغه پرونی زرین دوران دې څه شو

مونږه شیشان مونږه ارمنیا هیره کړه
مونږه ترمیز مونږه بخارا هیره کړه
مروا النهر د پرون قیصه شوه
مونږه د اسلافو ارمتیا هیره کړه
ها د قران په رڼا وللی وطن
د قتیبه تورې ګټلی وطن
هغه قفقاز او ترکستان دې څه شو
هغه پرونی زرین دوران دې څه شو
ځوږ دتکبیر او د اذان دې څه شو
هغه پرونی زرین دوران دې څه شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x