ملا عبدالسلام ضعیف

ضعیف: امریکا په نړۍ کې د بې ثباتي او دیني جګړو مسؤوله ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د بیت المقدس په اړه د ټرمپ وروستی اعلان غندلی او ویلي يې دې چې د امریکا د حکومت له لوري د اسرائیل د پلازمینې په توګه د قدس شریف پيژندل یو ځل بیا ثابته کړه چې امریکا د نړۍ بې ثباتي غواړي او مذهبي جګړو ته لاره هواره وي.

نوموړي ویلي چې امریکا غواړي يو ځل بیا نړۍ د مذهبي جګړو په لمبو کې وسوځوي.

د ګوانتنامو پخواني بندي، کابل میشتې پخواني طالب مشر ویلي چې د ټرمپ او امریکا وروستی پرېکړه پر هغو بنسټونو او موسساتو لوی ګوزار دی چې په نړۍ کې د سولې په نامه چیغي وهي.

نوموړي پر امریکایانو غږ کړی چې دا مست لیونی «ټرمپ» دي له خپلو کړنو را وګرځوي ځکه چې په خپلو وروستیو کړنو پر اور باندي تیل شیندي.

ضعیف پر هغو هیوادونو هم غږ کړی چې د امریکا سره نیژدې اړیکې لري او ویلي يې دي چې هغوی دي پر خپلو اړیکو تجدید نظر وکړي او امریکا ته دي دا څرګنده کړي چې د اسلامي مقدساتو پر سر معامله د زغم وړ نه ده.

باید وویل شي چې په کال ۲۰۰۸ کې هم عربي هیوادونه په یوه سرمشریزه غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د اسرائیل د پلازمینې په توګه د بیت المقدس پيژندلو په صورت کې به دوی له امریکا سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کوي خو اوس چې دا کار تر سره شو، د عربي هیوادونو حکومتونو یوازي د غندنې او نا رضایت څرګندونې وکړې او نور یې هیڅ عملي ګام اوچت نه کړ.

بلکي ویل کیږي چې د مصر، سعودي، امارات او ځینو نورو هیوادونو حکومتونو خپل ولس ته ددې اجازه نه ده ورکړې تر څو د قدس شریف په ملاتړ او د امریکا پر ضد مظاهرې وکړي.

که څه هم د مصر په الازهر کې مظاهرې وشوې خو ویل کیږي چې د یو شمېر ژورنالیستانو په شمول هغه کسان یې نیول شوي دي چې د امریکا پر ضد یې توند شعارونه ورکړي وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د