pen-writing1

مسلمان پېری/ د نعیم افغان ژباړه

 امام مسلم، امام مالک او ځني نور د هشام بن زهره له غلام ابوسائب څخه نقل کوي چي ویې ویل: د ابو سعید خدري کور ته ورغلم، هغه پر لمانځه و، ورته انتظار سوم چي له لمانځه را فارغه سي بیا به ورسره خبري کوم. د قدمونو ږغ مي تر غوږوسو، په کوټه کي د پراته چرپايي(کټ) لاندي مار دئ، د وژلو په نیت ور وړاندي سوم، ابوسعیدخدري راته دکښېنستو اشاره وکړه ، پر ځای کښېنستم.

ابوسعیدخدري له لمانځه فارغه سو، را څخه یې وپوښتل: دا خونه (اطاق )وینې؟ – هو!ولي نه ؟ – په دې کورکي زموږ د سیمي یو ځوان اوسېدئ، د واده تازه شپې-ورځي یې وې، موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوځای دخندق کیندلو ته وتلي وو، دا ځوان به غرمه مهال له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه تر اجازې غوښتلو وروسته خپل کورته تلئ. یوه ورځ یې له معمول سره سم کور ته د تلو اجازه وغوښته. رسول الله ورته و فرمایل: «خُذْعَلَیْکَ سِلاحَکَ فَإِنَـّي أخْشَی عَلَیْکَ بَنِي قُرَیْظَةَ » ژباړه:وسله دي درسره واخله، پر تا د بني قريظه وو له بریده وېرېږم. ځوان وسله ورسره واخیسته، کور ته روان سو. کور ته په نژدې کېدو يې مېرمن د انګړ په وره کي ولیده چي د باندي ګوري، د دې حالات په لیدلو دځوان غیرت په خوځښت کي راځي، غشی او لینده یې برابر کړه چي پر مېرمنې واری وکړي، مېرمن یې ورباندي ږغ کوي. «اکْفُفْ عَلَیْکَ رُمْحَکَ وَادْخُلِ الْبَیْتَ حَتّـَی تَنْظُرَمَاالّـَذِي أَخْرَجَنِي» دنېزې وارمه کوه! کورته ننوزه اوهغه څه ووینه چي زه یې راایستلې یم . ځوان کور ته ننوزي، ګوري چي یوغټ مار یې پر ځای پروت دئ، ځوان دسترګو په رپ کي نېزه چمتو کوي او مار ولي، مار او نېره یو ځای رااخلي چي لیري یې وغورځوي، په دې حال کي مار برید کوي او ځوان وژل کیږي ، موږ ته مالومه نه سوه چي لومړی مار مړ سو که ځوان. ابوسعیدزیاته کړه: رسول الله ته ورغلوو له پیښي مو خبر کړئ، هیله مو وښوده چي له الله جل جلاله څخه دځوان لپاره دعاوغواړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «اسْتَغْفِرُوالِصَاحِبِکُمْ» دخپل ملګري لپاره له الله څخه بخښنه وغواړئ! اوبیایې وویل: « إِنّ َ بِالْمَدِینَةِ جِنًّاقَدْأَسْلَمُوا،فَإِذَارَأَیْتُمْ مِنْهُمْ شَیْئًافَآذِنُوهُ ثَلَاثَةَ أَیّـَامٍ ،فَإِنْ بَدَالّکُمْ بَعْدَذَلِکَ فَاقْتُلُوهُ ،فَإِنّـَمَاهُوَشَیْطَانٌ ». په مدینه کي ځینوپېرانانواسلام راوړی، نوکه تاسي له کوم شي(خزندې ) سره مخ سئ د درېو ورځولپاره یې په خبره پوه کړئ ! اوکه بیاهم هغه ونه ووت مړ یې کړئ ځکه چي شیطان دئ . )1) )1)مسلم(2236)موطاامام مالک،کتاب الاستئذان،باب(12)

ژباړه: نعیم افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د