ټولنیزه برخه

راځئ لږ وخت کې ډير کار وکړو

بخت الرحمن شرافت

زمونږ ډير وخت داسي کارونو باندي ضايع کیږي چې زمونږ دهدف لپاره هیڅ ګټه نه لري، بیخي کول یې نه وي په کار یا خوباید وځڼډول شي.

خو متاسفانه چې مونږ زمونږ د ژوند ډیره برخه په غیر شعوري توګه ضایع کوو، کارونو ته اولیت نه ورکوو سهار وختي د راتلونکي ورځي لپاره اړین کارونه نه په ګوته کوو، د ورځي په اخیرکې بیا له ځان سره حساب نه کوو.

ددې لپاره چې ښه پرکاره ورځ ولرو باید هر سهار وختي د ځان لپاره ورځني کارونه مشخص کړو، وروسته د ترتیب له مخې کارونه وړاندي بوزو، او ماښام بیا له ځان سره حساب وکړو، چې د دتیري ورځي په اوږدو کي ترکومي کچې ترتیبواره د کارونو په اجراکولو کي توانیدلي یو او چې نه یو توانیدلي لامل یې څه وه.

کوم داخلي لامل ددي سبب شوی چې دکارونو ترتیب یې راته ګډ وډ کړی او که بهرنئ مداخلو دې ته نه یو پریښي چې چارې مو دترتیب له رویه وړاندي بولې وای.

ډیر وخت مونږ خپلي داخلي نیمګړتیاوي پر نورو ور اړوو، غلطي خپله کوو پړه یې پر نورو ور اړوو، یاره که پلاني داسي نه وی راسره کړي ما به ډیر څه کړي وای، نه داسي نه ده که مونږ خپله منظم سو نړۍ به ټوله راسره منظمه شي، که مونږ خپل ځان باندي رحم وکړو دنیا به ټوله راباندي مهربانه شي.

راځي ژمنه وکړو چې خداي راکړی قیمتي وخت به داسي شیانوکي نه ضایع کوو، چې نه يي ما ته ګټه رسیږي، نه مي بچیانو، نه ګاونډیانو اونه هم نورو مسلمانانو ته، کورکې دننه به دبي نظمۍ او ګډوډۍ پړه پرنورو نه ور اړوو، دکور مشر که منظم وه کورنۍ به یې ټوله منظمه وي، هر کس باید خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه سي، که هرکس خپلې نیمګړتیا وي اصلاح کړي، بهرنۍ مداخلې او لاس وهنې به خپله ورکي شي، مونږ ډیر وخت داخلي نیمګړتیا لرو، خو ګوته بیا خارج ته نیسو.

که دکلي مشر منظم وه هغه کلی به منظم وي، او که دقوم مشر منظم وه هغه قوم به او ملت به یې له نظم څخه برخمن وي.

هرکس باید له خپل ځان سره هر ماښام د ورځي حساب وکړي، د اونۍ په اخیرکې باید دتیري اونۍ حساب له ځان سره وکړي، او دمیاشتي په اخیرکې د تیري ماشتي حساب وکړي، ترڅو ورته مالومه شي چې تیره ورځ، اونۍ او میاشت کې یې څه کړي، ډير وخت یې کومو کارونو کي تیر شوی.

مهم کارونه یې کړي او غیر مهم، او مونږ باید همیشه هغه وخت ته وخت ووایو چې مهمو کارونو کي تیرشوی، او مهم هغه څه ته وایې چې مونږ زمونږ دهدف په لور بیايی او هدف ته مو نږدې کوي.

هر هغه عمل چې مونږ زمونږ دهدف په لور نږدې کوي، هغه مهم دئ باید ویې وکړو او هر هغه عمل چې مونږ زموږ له هدف څخه لري کوي هغه غیر مهم دئ باید ځیني ډډه وکړو.

الله جل جلاله وایې تاسو هر کار کې احسان کوۍ (( یعني هر ډګر کې چې په کار اخته یاست هلته باید له نیکوکارۍ څخه کار واخلۍ، په نیکه اوغوره توګه سره کار وکړۍ، دکار په ډګر کې مو حسن او ښکلا باید له لري مالومه وي)).

که استاذ د درس او تدریس دنده لري باید په ډیره غوره او احسنه توګه یې وړاندي بوزي، که تاجر تجارت او بزګر بزګري کوي باید په نیکه توګه یې ترسره کړي ترڅو دې دنیا کې دخپل کسب په ډګر کي له نورو څخه وړاندي وي، دځان ترڅنګ یې نورو ته هم ګټه ورسیږي او اخیرت کې یې جنت په برخه شي کوم چې یې اخیرنی هدف دئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x