نظــر

امت او القدس

رحمت الله خاموش

هر قوم، هر ملت او د نړۍ هر ټبر د لوړتیا او ځوړتیا له حالاتو سره مخامخ کیږي. د آدم علیه السلام څخه تر اوسه ډیرو قومونو د اتحاد، واکمنی او د سوکالۍ خوند څکلی. او ډېر داسې هم تېر شوي چې چې بې اتفاقی، جهالت او ټولنیزو کمزوریو یې ویني زبیښلي او له منځه تللي.

هغه قومونه چې لوړتیا څوکو ته رسيدلي، او په ژوند کې یې خوشالي او سوکالي لېدلې، په وړیا ډول یې دا هر څه نه دي ترلاسه کړي، بلکه د آزادی، سوکالی او خوښ ژوند یې په د خپلو وینو، خولو او د رنګارنګ تکلیفونو په بدل کې یې ګټلې. هغه قومونه چې له نورو یې سر لوړ وو او هر ځای به یې د قوت او زړورتیا کیسې کیدې، د آزادی، پر ځان بسیا او د خپل کلي کور د حفاظت فکریې درلود، هغوی پوهېدل چې که مونږ د یوې کورنی، د یو بدن او د یوې متحد ولس په ډول ژوند و نه کړو، او د رنګ ټبر، ژبې او نورو فرقونو پر ځای شریکو ګټو ته پام و نه کړو، هیڅکله به سوکالي و نه وینو. ځکه خو تل بریالي او آزاد وو.د یونانیان، رومیان، فارسیان، فرانسویانو او د برتانیې امپراتوري په شان ډېر داسې وو چې د خپلو فکر ځواک، اتحاد او کوښښونو له وجې یې د سوکالی خوند څکلی او پر نورو یې بری ترلاسه کړی.

همدارنګه ډېرقومونه د خپلو فکري کمزوریو، بې اتفاقی او د ګډو موخو د نه لرلو له وجې تباه شوي، ښځې، ماشومان او زلمیان یې وژل شوي او یا هم د غلامۍ په پړو تړل شوي. دې خلکو خپل ګډو موخو ته ارزښت نه ورکاوه بلکې ځانځانی يې اختیار کړې وه او انفرادي ګټو ورته اړینې ښکاریدې، ځکه خو د دښمنانو په لاسو یې د تباهۍ او ذلت ژوند په نصیب شوی وو.

دا به دومره سخت کار نه وي چې په یو خاص کلی، قوم او ملت کې د نفرت او بې اتفاقی تخم وشیندې، په بد کاریو او فحشا یې اخته کړې او بیا یې مغلوب او غلام کړې، خو د قومونو او ولسونو هغه مجموعه چې امت ورته وایو مشکله ده چې نابود او له منځه یوړل شي، ځکه چې امت د یو واحدې کورنی، متحد قوم او ملت په شان ژوند کوي. د یوامت ګټه پدې کې ده چې د یو خاص قوم د لويدو او کمزوری په صورت کې بل قوم یې لاسنیوی کوي او د ذلت کندې ته له لوېدو یې ژغوري. خو که یو امت هغه موخه چې دوي یې یو ځای ساتلي له پامه وغورځي، له ډول ډول بدبختیو سره مخ کیږي.

اسلامي امت یوازینی امت دی چې له مختلفو قومونو، ملتونو او رنګارنګ خلکو څخه جوړ شوی، او اتحاد علت یې یوازې او یوازې د خدای د دین منل او د ژوند په ټولو چارو کې ترې ګټه اخیستل دي. د انسانیت په تاریخ کې ډېر پیغمبران او د خدای استاذي تیر شوي چې مسولیت یې خپل قوم ته هدایت کول وو،خو حضرت محمد (ص) د الله یوازینی پیغمبر او استاذی دی چې جناتو په ګډون ټولې نړی لپاره رالیږل شوی، یو جامع دین او د ژوند لاره یې خلکو ته وښوده تر څو په رڼا کې یې ژوند وکړي او په نړۍ کې سوکالي او آرامي وویني.

دا یوازېنی دين چې عمر(رض) او بلال(رض) په یوه صف کې ودرول، ، یو موټی منونکو ته یې د زرګونو مخالفینو په وړاندې بری ورکړ، مجاهدینو یې د فارس او روم دروازې و ټکولې او خدای دین یې په نړی کې خپور کړ،دا یوازینی امت وو چې د غوره والي معیار پکې تقوا او پرهیزګاري وه او قوت معیار یې د خدای په دین او قانون او منګولې خښول وو، ځکه خو له ټولو هغو ګټو او نعمتونو برخمن وو کوم چې د یو عزت مند قوم او ټبر سره ښايي.

دا امت نن هم امت باله شي، خدای مني او رسول مني، د اخرت په ورځ باور لري خو منګولې یې د خدای په دین هغسې ټینګې څرنګه چې دیارلسوه او څوارلس سوه کاله پخوا وې، دا امت د یو ځل بیا د هغې ځانځانۍ په وبا اخته دي، هر فرد یې د دنیوي خوشالۍ په لټه کې دي، قومونه او ولسونه یې ځان پر نورو لوړ بولي، فحش، لهولعب، جهالت او غربي فرهنګ پالنه یې ریښې باسي او ورو ورو د ذلت په لورې قدمونه اخلي.

دا امت ځکه خو ځکه کمزوری شوی چې د خدای په دین یې منګولې ښخې نه دي، دې امت پر خپل مخ ډېری څپیړې وخوړې خو نه ویښیږي،د اندلس په مرۍ کې پښه کیښودل شوه، چغې یې کړې خو وېده امت یې غږ ږ انه ورېدو او د آسیا او افریقا له دښتو او ځنګلونو د مظلومو ښځو او ماشومانو زږیروي پورته شول، وېده امت ویښ نه شو، نن چې د اسلامي امت لومړی قبله د امت په بدترینو دښمنانو خرڅیږي، چغې وهي او پر ویده امت د ویښیدو غږ کوي، ایا امت به ویښ شي او غږ به یې واوري؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x