fbpx

په شرعي اصــــطلاحاتو تیرۍ او په مسلمانانو دهغه اغـــــیزې| اول جزء

booksموږ نن دتمدنونو دټکر په زمانه کی ژوند کوو او دا یو حقیقت دی نن داسلامی اونورو تمدونو ترمنځ ټکر روان ده، دا برید د اسلام مخالفو ځواکونو له لوری پیل شوی دی، او اسلام د دفاع په حالت کی دی. زموږ ادعا دمیډیا تشه اوپوچه خبر یاتبلیغات ندی بلکی دا یو حقیقت دی، ځکه ددی تیوری سرخیل سمویل پی واټنګټون Semoil p watington په خپل کتاب دتهذیبونو ټکر clash of civilizations کی دا خبره په ډاګه کړی ده.

دی دخپل کتاب په څلرمه برخه کی کاږی : لویدیځ له خپلو لوړو دعوو سره له نورو تهذیبونو سره د ټکر په حالت کی دی، په دی لړ کی دلویدیځ ډیر ویروونکی ټکر له اسلام او چین سره را منځته کیدونکی دی، دی وایی اسلام او چین ستر تهذیبی عنعنات لری چی له لویدیځ نه لوړ دی او ددوی په فکر له لویدیځ نه په هر صورت لوړ دی، دلویدیځ په وړاندی د دواړو ځواک زیاتیږی او ددوی او لویدیځ په منځ کی دملی ګټو په سر شخړی په زیاتیدو دی.

په دی لړ کی که دهغه له کتاب څخه نور اقتباسات را اخلو، خبره اوږدیږی نو په دی یوه اقتباس بسنه کوو.

داټکر که څه هم ډیر اړخیز دی خو خطرناک اړخ یی دمیډیا او مطبوعاتو دی، او دمطبوعاتو اساسی توکی او وسلی (توری او اصطلاحات) دی، دتمدنونو ددی ټکر په لړ کی ډیر ویروونکی اړخ دتوریو او اصطلاحاتو کمزوری ده کوم لوری چی په دی برخه کی ځواکمن شی، هغه بریالی او کمزوری لوری ناکام دی، او زموږ شرعی توریو او اصطلاحاتو ته دښمن ځیر دی او له د ننه څخه دهغو دتغیر اوبدلون له پاره هڅی کوی او دا هڅی موږ په دوو ډولونو ویشو :
لومړۍ : له شرعی اصطلاحاتو اوقرانی توریو سره جګړه او دهغو له منځه وړل

دویم: دداسی اصطلاحاتو رامنځته کول چی په ګیډه کی یی حق اوباطل دواړه پراته وی

په دی کی دشک ځای نشته چی لویدیځوالو دفصیحی عربی پر ځای دعامی عربی دترویج له پاره کار او هڅی کړی دی او ددی کار له پاره یی په مصر او عربی نړۍ کی خپل اجیر لیکوالان او پوهان ګومارلی وو خو کله چی په دی کار کی بریالی نشول کوښښ یی پیل کړ چی هغه تعبیرات تغیر کړی چی اسلامی حیثیت او ارزښت لری، په دی موضوع وروسته په تفصیل سره ګړیږو.

لومړۍ راځو دی خبری ته چی دشرعی توریو او اصطلاحاتو ساتنه څومره ضروری ده:

په شریعت کـی ددیـــــــــــــنی اصطلاحاتو دساتنی اهمیت

دشرعی توریو او اصطلاحاتو غیاب اوتغییر دنبوت داثارو او نښو دله منځه تللو په معنی ده، امام ابن تیمیه رحمة الله عليه  وایی: “په ځینی وختونو او زمانو کی کله دنبوت اثار او نښی پټی او تغیر شی نو هغه څه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم پری مبعوث شوی و خلک یی نه پیژنی ځکه چی توری پټ شی نو معناوی هم ورسره ورکی شی اوپه دی صورت کی خلک دجاهلیت په تیاروکی پاتی شی ځکه دنبوت نور پټ شی اوپه دی وخت کی شرک زیات شی خلک په ډلو وویشل شی” او دا فتنی له هغو فتنو نه کمی نه دی چی دجګړو په سبب را منځته شوی وی او عملی اوقولی دواړه فتنی جاهلیت دی لکه مالک بن انس رضی الله عنه چی ویلی دی : کله چی علم کم شی جهل ښکاره شی او چی کله دنبوت اثار کم شی نو نفسی غوښتنی ښکاره شی دشرعی محرماتو له پاره چی کوم نومونه ایښودل شوی دی دهغو په تغیر سره خلک په هغو محرماتو باندی ور زړور کیږی او دهغو اهمیت کمیږی.

دبیلګی په توګه شراب (خمر) دیوه سخت حرام مشروب نوم دی او په دی نامه سره دمسلمان ذهن ته دهغو سخت حرمت ورلویږی خو که دا نوم تغیر کړل شی او روحی مشروب وبلل شی بیا یی هغه اساسی موخه او اهمیت ختمیږی او دحرمت ویره یی دمسلمان په زړه کی کمیږی.

او دا راز رشوت یوه لویه ناروا ده چی په دی نامه سره دا کار مسلمان دبی غیرتی او سپک عمل بولی، خو که دا نوم تغیر کړل شی او په ډالۍ یاشیرنی سره ونومول شی نو هغه دحرمت ویره یی کمه شی، او نن موږ ددی ستونزی په خپله شاهدان یو، هر ځای دا ناولی ناروغی دخپل اصلی نوم په تغیر سره زیاته شوی ده، یاد بیلګی په توګه د اسلام دپیغمبر په اړه سپکی خبری کول (نعوذ بالله) یاد نورو شرعی مقدساتو دسپیڅلتیا خیال نه ساتل، او دا دلویدیځ دنوی اصطلاح تر سیوری لاندی چی هغه دبیان ازادی بولی، په دی اصطلاح سره نن خلک دی ناوړه کار ته تیار شوی دی او په اسلامی هیوادونو کی ځینی لویدیځ ځپلی خلک داسی خبری کوی، نو په دی کی شک نشته چی دشرعی توریو او مصطلحاتو ساتنه ضروری ده او په دی توګه سره کیدلی شی چی اوسنی اسلامی امت له پخوانی امت سره په اړیکه کی پاته شی او مخکی چی کوم التزام او دشرعی اصطلاحاتو احترام شتون لاره هغه به خوندی پاتی شوی وی اوکه اسلام دښمنه ځواکونه ددی اصطلاحاتو دبدلون هڅی کوی هغه به خلک پیژنی چی دا زموږ اساسیات راڅخه غلا کوی او له خپل دین نه مو لیری کوی.

شرعی اصطلاحات او توری لکه لمونځ، زکات، کف، ایمان، جهاد او نور داسی محترم دی لکه دهغو معناوی چی څومره داحترام وړ دی، ددی اصطلاحاتو ساتنه لازمی او دهغو تغیر لوی جرم دی، دا چی په څه ډول په قرانکریم او نبوی سنت کی راغلی اوکارول شوی دی باید هغه ډول وکارول شی ددغو په تغیر سره ددوی احترام له منځه ځی بلکی دینی واجبات رواجی اوتقلیدی عملونه ګرځی او هغه روحانی ارزښت یی له منځه ځی کوم چی شریعت ورکړی دی په دی توګه به دینی واجبات دپلرونو او نیکونو راپاتی عملونه بلل کیږی نه داسی چی هغه له الهی وحی نه صادر شوی.

یوه شرعی اصطلاح دیوه داسی عمل اوشی نوم وی چی هغه پوره تفصیل لری دهغو مخصوص مفهوم وی او له هغه سره اسلام نور احکام او تعلقات تړلی وی نو ددوی تغیر اصلا دهغه مفهوم دتغیر په معنی ده او له هغه سره چی کوم لوازم وی دهغو دبدلون په معنی ده، دبیلګی په توګه نن لویدیځوال او هغوی ته مایله مسلمان پوهان ډیر کوښښ کوی چی د(کافر) توری تغیرکړی او په نامسلمان یا بل کوم نوم سره یاد کړل شی په دی اړه ما دډیرو سترو مسلمانو لیکوالانو او علماو لیکنی لیدلی دی چی کافر نامسلمان یا غیر مسلم لیکی او یادوی دا کار که په هرڅومره ښه نیت کیږی ناروا ده ځکه دا نوم قرانکریم او نبوی سنت کارولی دی او موږ یی باید هغه شان وکاروو، او بل ددی نامه په مفهوم پوری په اسلام کی دموالات بحث تړلی دی له هغو سره داړیکو له پاره اسلام خپل اصول او اخلاق لری، ددی نامه په تغیر سره اخر په هغه باب کی تغیراتو ته لاره پیدا کیږی او دا ډو ل تغیرات قرانکریم منعه کړی دی.

الله تعالى فرمايي:  {وَاتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِن كِتَابِ رَبِّكَ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ }الكهف27

ژباړه : تاته چی دخپل رب له لوری دکوم کتاب وحی شوی ده هغه تلاوت کړه دهغه توری څوک نشی بدلولای .

لا مبدل لکلماته واضحه او صفا جمله ده او دایت په پیل کی هم دتلاوت امرشوی دی، علما وایی دلته له تلاوت نه اتباع مراد ده یعنی دالهی وحی پیروی وکړه او دهغه کتاب له عدل او نیاو نه ډک ده په هغه کی ټوله اصلاح پرته ده دهغه کلمات پوره دی بدلون نلری قرانکریم بل ځای وایی وتمت کلمة ربک صدقا وعدلا یعنی ستاد رب خبره او کلمة درښتیا او عدل له پلوه پوره شوی ده.

امام ابن تیمیه رحمة الله عليه وایی : دهغه څه پیژندل چی موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړی دی او دهغه شی پیژندل چی دقران او حدیثو په الفاظو سره هغه مراد کړی وی دهغو اساسی علم ده او دایمان، نیک مرغی او خلاصون لاره ده.

دا راز په حدیثو کی هم دشرعی الفاظو دساتنی ټینګار شوی دی لکه په یوه حدیث کی راځی : (لاتغلبنکم الاعراب علی تسمیة العشاء العتمة) اعرابو به عشاء (ماخستن)عتمه بلله، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی دوی دی په دی نامه کی پر تاسو غالب نشی یعنی خپل نوم کاروئ دلته که څه هم په ځینی اثارو کی دعتمه توری دکارونی جواز راغلی دی خو په هر صورت دحدیث مطلب واضح ده او هغه دشرعی نومونو دساتنی اهتمام ده.

دمشکوة شریف په یوه حدیث کی دویده کیدلو پرمهال یوه دعا راغلی ده رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه صحابی ته دا دعا ورښووله خو هغه یی په یوه توری کی تغیر وکړ او رسول الله له هغه تغیر نه منعه کړ دعا داسی ده : اللهم انی اسلمت وجهی الیک وفوضت أمری الیک والجئت ظهری الیک رغبة ورهبة الیک لاملجأ ولا منجأ منک الا الیک اللهم امنت بکتابک الذی انزلت وبنبیک الذی ارسلت . هغه صحابی ددی وروستی جملی پرځای وویل وبرسولک الذی ارسلت یعنی دنبی توری یی په رسول سره تغیر کړاو له دی تغیر نه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه منعه کړ دلته که څه هم په دی تغیر کی دمعنی دبدلون خبره نشته او له وروسته (ارسلت) توری سره رسول توری ښه هم لګیږی خو رسول الله چی کوم توری ورښوولی و دهغه له تغیر نه یی منعه کړ.

نور بيا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د