muzhda maraka4-21-2014
وحید مژده

تر څو سوله نه وي راغلې، ټاکنې د افغانستان ستونزه نه شي حلولای – وحید مژده له نن ټکي آسیا سره په مرکه کې

د نن‌ ټکي‌ اسیا خبري وېب پاڼې دا ځل د هېواد د روان ناجوت حالت، د ټاکنو بهیر، درغلۍ او ناجوتو پایلو په تړاو د سیاسي چارو له وتلي کارپوه او د «ملي یووالي» جبهې له ویاند، ښاغلي وحید مژده سره مرکه کړې چې ستاسې پام ورته را اړوو.

نن‌ ټکی‌ اسیا:

مژده صیب ډېره مننه، چې زموږ بلنه مو ومنله، په پیل کې که دا راته ووایاست، چې د وري د شپاړسمې نېټې د ټاکنو اړوند د ټاکنو کمېسیون له خولې شکایات تر زرګونو اوړي او درغلي پکې شوې ده، په ځینو ځایونو کې زورواکو خلک په زور رايې اچونې ته اړکړي دي، له دغو نیمګړتیاوو سره سره د ټاکنو شفافیت څنګه بولئ؟

مژده: بسم الله الرحمن الرحیم.

اول خو زه غواړم چې د خپلې جبهې د ویاند په توګه تاسې ته د خپلې جبهې موقف د انتخاباتو په باره کې ووایم، زموږ موقف د افغانستان په مسایلو کې دا دی، چې تر هغو پورې چې سوله په افغانستان کې نه وي راغلې، دغسې مسایل د افغانستان مشکل په بنیادي توګه نشي حل کولای. انتخابات هغه وخت مؤثر کېدای شي، چې د افغانستان ټول خلک بې له کوم فشاره او وېرې پکې ګډون وکړي او هغوی ته دا چانس میسر وي، چې په دغسې انتخاباتو کې برخه واخلي، هغه وخت کېدای شي، چې دا انتخابات شفاف انتخابات وي، چې افغان شموله انتخابات ورته ویلی شو.

خو اوس چې کوم انتخابات ترسره شوي دي، په دې کې لوی مشکل دا و، چې د افغانستان لویه برخه ترې لرې پاتې شوې ده او هغسې حالت رامنځ ته شو، لکه د بن په کنفرانس کې چې لویه برخه لرې پاتې شوه؛ ځکه خو په دې دیارلسو کلنو کې لکه څنګه چې تمه کېده، هغسې سولې او سوکالۍ ته ونه رسېدو.

نو دې انتخاباتو هم زموږ په نظر د تېرو انتخاباتو په پرتله کوم ښه والی نه درلود. همغسې درغلي پکې شوې ده، تاسې ګورئ چې په څومره ځایونو کې شکایتونه شوي دي، همدا نن سهار ما واورېدل، چې د هرات ولایت د رایو یوه لویه برخه باطله اعلانېږي، په داسې حال کې چې د انتخاباتو په ورځ په هرات کې هیڅ امنیتي ستونزه نه وه، نو ولې په داسې امن ځای کې داسې کار کېږي، نو د دې مانا دا ده چې دا انتخابات هم له درغلیو ډک انتخابات وو او نشو کولای ووایو، چې شفاف انتخابات و.

 

نن‌ ټکی‌ اسیا:

تاسې وویل چې په دې ټاکنو کې لویه برخه ولس لرې پاتې شوی دی، مګر دولت او رسنۍ داسې تبلیغوي چې په دې ټاکنو کې بې مثاله پراخ ګډون و، په دې اړه څه وایاست؟

مژده:

ګورئ! اول خو د انتخاباتو د کمېسیون رئیس وویل، چې اووه میلیونو خلکو په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده، یعنې له دوولسو میلیونو نه، اووه میلیونه دا مانا لري، چې تر پنځوس فیصده ډېرو خلکو پکې برخه اخیستې ده، بله ورځ چې قسمي پایلې اعلانېدې، دوی وویل چې دا د پنځه سوه زره رایو پایلې دي، د دې خبرې مانا دا ده، چې په انتخاباتو کې پنځه میلیونو وګړو برخه اخیستې او دوه میلیونه دوی درواغ ويلي دي. بیا يې وروسته وویل چې په دې پنځه سوه زره رایو کې تورې او سپینې رايې هم شاملې دي، پر دې مانا چې په دې کې تقلبې رايې هم شته، که دا خبرې ومنو، نو د خلکو ګډون حتی پنځه میلیونه هم نه و؛ ځکه چې لس فیصده رایو کې جعلې رايې هم وي، لکه دوی چې اعتراف کوي، نو له دې معلومېږي چې د خلکو ګډون دومره نه و، لکه دوی چې ویل.

که داسې فرض کړو، چې مثلاً دوولس میلیونه تنه د رايې اچونې خاوندان وو، او اوس دوی وايي چې پنځه میلیونو ګډون کړی، او بیا وروسته دا هم کېږي او شاید خبره درې میلیونو کسانو ته ورسېږي، نو دا بېخې کم خلک دي، نسبت هغوی ته چې په شرایطو پوره وو.

له دې دا معلومېږي، چې له هغو کسانو نه هم چې په شرایطو پوره وو، ډېرو خلکو ګډون نه دی کړی او دا د انتخاباتو د کمېسیون له څرګندونو معلومېږي.

نن‌ ټکی‌ اسیا:

ستاسې له نظره چې دا ټاکنې نه شفافې وې او نه هم پکې ډېرو خلکو ګډون کړی و، لکه څنګه چې يې دولت تبلیغوي، نو د داسې غیر شفافو او کم ګډونه ټاکنو په پایله کې رامنځ ته شوی دولت په سیمه او هېواد څومره اغېزمن بولئ؟

مژده:

ګورئ! افغانستان داسې یو دولت دی، چې دلته هرڅه د رسنیو په لاس کې دي، لکه څرنګه چې په امریکا کې رسنۍ ذهنیتونه بدلوي، دلته هم رسنۍ دا کار کوي.

تاسې وګورئ دلته هغه تلویزیونونه چې د امریکا له خوا تمویلېږي، پکې داسې اعلانونه خپرېږي، چې موږ پکې بېخې یو طرفه خبرې اورو. دوی د خلکو ذهنونو ته داسې ورپېچکارې کړل، چې انتخابات یوازينۍ د حل لاره ده، چې انتخابات وشي بس ټولې ستونزې حل کېږي، مګر د انتخاباتو په ورځ تر غرمې مخکې په هغو ځایونو کې چې طالبانو هم حملې ونه کړې، داسې وویل شول چې د رايې اچونې کاغذونه خلاص شوي دي، په داسې حال کې چې د هر سايټ هرمحل لپاره شپږـ شپږ سوه د رايې اچونې کاغذونه لېږل شوي وو، تاسې فکر وکړئ که چېرته د یو کس په رایه اچونه یوه دقیقه مصرف وبولو، نو لس ساعته وخت پکار وو، چې دا شپږ سوه رایې پاڼې خلاصې شي؛ خو چې په لس یا دوولس بجو رايې پاڼې خلاصېږي، د دې مانا دا ده لکه د انتخاباتو کمیسیون چې په ډاګه وايي ـ چې له مخکې نه په صندوقونو کې رايې اچول شوي دي. وروسته پاڼې کمې پاتې شوي او خلکو خلاصې کړې دي، یعنې د لسو ساعتونو کار په څلوروساعتونو کې شوی، د دې خبرې مانا دا ده، چې په لوی لاس تقلب شوی او هیڅ شک پکې نشته. بله خبره دا ده چې ځينې نوماندان په خپله وایي، مثلاً تاسې له ګل اغا شیزري نه پوښتنه وکړئ، هغه پخپله وايي چې زما رايې له صندوقونو وېستل شوي او اور وراچول شوی دی، چې په سند کې يې کلیپونه ورسره شته.

بل کاندید وايي زما رايې بې شمېرنې لرې غورځول شوې دي، بل بل څه وايي، تاسې د کاندیدانو شکایتونه واورئ، هغوی اسناد لري، د دې مانا دا ده چې دا کوم تبلیغات نه دي، بلکې هغه څوک چې په دې پروسه يې باور درلود او خپل ځان يې ورته کاندید کړ، بلا پیسې يې مصرف کړې هغوی په خپله اوس شکایت لري او وايي چې تقلب شوی دی او زه فکر کوم، په لوی لاس تقلب شوی دی، دا انتخابات د امریکا له خوا یوه ډرامه ده، تاسې يې وروسته هم وګورئ، چې څومره ستونزې پکې راپیداکېږي.

نن‌ ټکی‌ اسیا:

نو ستاسو په اصطلاح د دې ډرامې په پایله کې رامنځ ته شوی دولت به څومره اغېزمن واوسي؟

مژده:

د امریکایانو مقصد دا و، چې په افغانستان کې داسې یو دولت رامنځ ته کړي چې د کرزي د دولت په پرتله يې په ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر وي، یودا؛ بل دا چې غوښتل يې خپلو خلکو ته دا وښيي چې دوی په افغانستان کې د دومرو پیسو په مصرف سره هلته ډیموکراسي واکمنه کړه؛ خو اوس چې ګورو دغه نن په واشنګټن پوسټ او د امریکا نورو اخبارونو لیکلي و، چې ممکن د صدراعظم لپاره یوبل پوسټ جوړ شي، چې هغه دوه نوماندان چې وړاندې دي، یو يې جمهور رئیس او بل يې صدر اعظم شي، چې دا په هغه اساسي قانون کې چې دوی جوړ کړی نشته، د دې مانا دا ده چې هغه دولت چې رامنځ ته کېږي دوی په خپله پوهېږي چې هغه دولت مشروعیت نه لري او که د انتخاباتو په پایله کې یو مشروع دولت رامنځ ته کېدای شوای، دومره خبرې به نه کېدې، چې هر چا ډېرې رايې وړې وای جمهور رئیس به و.

اوس داسې ویل کېږي چې اول او دویم نوماندان باید سره کېني او هغه تر دوی ښکته نوماندان له دوی نه حمایت وکړي، او د داسې غیر شفافې پروسې پایله کې جمهور رئیس او بل يې معاون یا صدر اعظم کېږي، اوس دلته لوی مشکل دا دی، چې یو ښکرور هلته د دوستم په نامه ناست دی، بل دلته د محقق په نامه، دوی سره به څه کېږي؟

د دې مانا دا ده چې له دې دولته هم لکه د کرزي غوندی یو بل سهامي شرکت جوړېږي، چې هر یوه ته ویل کېږي چې تا ته دا ولایت، تا ته دا وزارت او نور…، او افغانستان د یو لاش غوندې د لاش خورو په منځ کې پاتې کېږي او هر یوه ته ویل کېږي، چې خپله برخه ترې واخلي او غلي پاتې شئ؛ ځکه چې امریکا غواړي په افغانستان کې پاتې شي؛ نو زه فکر کوم، چې امریکا په کوم مشروعیت ټینګارکوي هغه دا ډول مشروعیت دی، چې دا هيڅکله افغانانو ته مشروع نه دی.

نن‌ ټکی‌ اسیا:

ډېره مننه، تاسې وړاندې وویل چې ټاکنې به هلته مشروع او شفافې وای چې پراخ ګډون پکې وای اوپه پایله کې یې هېواد ته سوله راوړای شوې وای، نو د دې ټاکنو په پایله کې راتلونکي حکومت سره به د طالبانو چلند څه وړ وي او دولت به يې په وړاندې څه ډول چلند ولري؟

مژده:

په انتخاباتي کمپاینونو کې موږ ولیدل چې په کاندیدانو کې یوه هم دا خبره نه کوله چې موږ د سولې لپاره څه پروګرام لرو، یوازې دا يې ویل چې موږ له مخالفینو سره سوله غواړو، سوله خو کرزي هم غوښته او امریکا يې هم غواړي؛ خو څنګه سوله؟ دا چې مخالف لوری راشي او وسله په ځمکه کېږدي او تسلیم شي؟ دا خو سوله نه شوه؛ نو په راتلونکي کې به هم دوی دا خبرې کوي، ځينې خو داسې هم شته لکه استاد سیاف مبارک، چې وايی سوله هغه وخت راتلای شي، چې طالبان په داروځړول شي.

د دې خبرې مانا داده چې اوس هم په افغانستان کې د سولې پروګرام نشته، اصلاً دوی سوله نه غواړي، که د سولې پروګرام وای نو په دوولسو کلونو کې یې باید نتېجه ورکړې وای. طالبان هم د سولې په تمه تر قطره لاړل، افغانان هم دې پروګرام ته هلیه من وو، خو هلته هم کار ونه شو، چې دا د امریکایانو له خوا یوه ډرامه وه، نو په داسې شرایطوکې زه فکر کوم، چې جګړه به دوام ومومي او مشکلات به لا زیات شي. په سیمه کې هم مشکلات په زیاتېدو دي، تاسې وينئ چې روسیه هم ځان راښکاره کوي، نو امریکا غواړي چې له افغانستانه لوی وزیرستان جوړ کړي، چې د روسيې پام دلته کړي، نو افغانستان او انتخابات د دې لپاره یوه وسیله ده، نو موږ ترهغو سم حالات نه شو لیدلای چې تر څو سوله نه وي راغلې او جګړه ختمه شوې نه وي، خو چې هر جمهور رئیس راځي هغوی ويلی چې امنيتي تړون به امضا کوي، د دې مانا دا ده چې جګړه به وي.

په دې ټاکنو کې پنځو کسانو سخته ماته وخوړه، یو حامدکرزی و، چې غوښتل يې خپل نوماند کامیاب کړي، خو پاتې ښکاري، بل استاد سیاف و، چې ده ته د چا له خوا د کامیابۍ ډاډ ورکړل شوی و، فکر نه کوم چې کامیاب به شي، درېيم کس زما په نظر اسماعیل خان و، چې د ده د جهاد په ټاټوبي (هرات) کې چارایه ورنه کړه، بل کس خليلي دی چې هزاره توکمه خلک ترې خوابدي وو او خپلې رايې يې محقق ته ورکړې دي.

پنځم کس متاسفانه انجینر صاحب حکمتیار دی، چې له ټاکنو مخکې ما ورته په مشوره کې وویل چې که غواړئ چې ټاکنې دویم دور ته لاړې نه شي او تاسې غواړئ چې دا ستونزې حل شي، نو تاسې ټول مجاهدین باید په یوځای یوحرکت جوړ کړئ، دا مهمه نه ده چې تاسې خپل نوماند ورمخکې کړئ، یوازې خلکو ته وښایاست چې مجاهدین اوس هم یو قوت دي او لویه ډله ده، دوی چې رايې واخلي نو امریکا هم ورته پام کوي او وايي چې خلک لاهم د مجاهدینو خبره اوري. بیا تاسې هم د امریکا په وړاندې ښه موقف نیولای شئ، چې که قرارداد امضا نه شي هم، امریکا فشار نه شي درباندې راوړلای.

نو کله چې انجینر قطب الدین هلال ځان کاندید کړ، نو زه ورغلم، ماورته وویل چې تاسې باید داسې نه وای کړي، حزب مو باید نه وای ویشلای، داسې معلومېده چې نورې موخې درلودې، دوی غواړي چې له یو بل سره رقابت وکړي او د ارغندیوال ډله کمزورې کړي، دا د انتقام یو ناکام سیاست دی، چې د هغوی د مشرانو له خوا هم چلول شوی او متاسفانه اوس هم موجود دی.

له هغه وروسته چې دوی ګډون وکړ، نو اول يې ویل چې ممکن موږ اول یا دویم شو، مګر اوس ګورو چې وروسته پاتې دي، امریکا همدا غوښتل خلکو ته وښيي چې مجاهدین سره متفق نه دي او د خلکو له رايې برخمن نه دي، دوی هم د امریکا په دې غوښتنه د تایيد مهر ولګاوه، چې دا ډېر غلط کار و.

مګر دا ښه خبره ده چې حداقل حکمتیار صاحب اوس انتخابات د حل لاره ګڼي او له پخواني حالته يې تنزل کړی دی، مګر اوس ورو ورو له ده هم دا خبره اورېدل کېږي، چې په هېواد کې بهرنیان شته او انتخابات شفاف نه دي، نو دا بهرنیان خو تر ټاکنو وړاندې هم و، چې د بهرنیانو موجودیت د انتخاباتو د تقلب وسیله بولئ او تاسې پوهېدئ هم، نو ولې مو پکې ګډون کاوه، د انجینر صاحب موقف متاسفانه داسې ډېرمبهم موقف دی.

همدارنګه د استاد سیاف موقف هم ډېر مبهم دی، دی له یوې خوا د مجاهدینو د مشرتابه دعوه کوي، له بلې خوا د مجاهدینو په ضد داسې کارونه کوي، په هرحال د خلکو رايې تاثیر نه کوي، اصلی خبره دا ده چې امریکا یوازې غواړي چې یو مختلط حکومت جوړ کړي، دوی هیڅکله هم ډاکټر عبدالله یا اشرف غني په یوازې سره نه مشر کوي، امریکا چې په افغانستان کې حکومت جوړوی، باید له پاکستان سره مشوره وکړي، او دا کار کوي دوی، ځکه چې د امریکا لپاره پاکستان ډېر مهم هېواد دی، پاکستان دی چې په افغانستان کې ډېر لوی لاس لري، او امریکا د پاکستان دې موقف ته مشروعیت ورکړ دی.

امریکا که غواړي چې دلته پاتې شي، مجبور دی چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولري او مجبور دی چې دلته د پاکستان غوښتنې ومني، نو په دې دلیل زه وایم چې هغه کسان چې په تېر کې يې له پاکستان سره ښې اړيکې نه درلودې، واک ته نه رسېږي او هغه څوک چې امریکا يې نه غواړي هم واک ته نه رسېږي، نو د افغانانو رايو دلته هیڅ مانا نه درلوده، یوازې او یوازې دا یوه ډرامه وه، چې افغانانو ته دا فکر ورکړي، چې تاسې ډیموکراتان یاست او په ډيموکراسي باور لرئ او امریکا هم خپلو خلکو ته وايی چې افغانان اوس ډیموکراتان شوي دي؛ خو په اصلی بڼه چې موږ ګورو یوازې هغه څه کېږي چې امریکا يې غواړي.

نن‌ ټکی‌ اسیا:

انجینر صاحب حکمتیار وړاندې هم ویلي و، چې ترڅو یو بهرنی په هېواد کې وي ټاکنې به شفافې نه وي، او ستاسو له قوله چې اوس هم وايي چې د ټاکنو اړوند ځکه شکمن دی، چې دلته بهرنیان دي اوستاسې په خبره ماتې يې هم خوړلې دي، څه فکر کوئ د حکمتیار صاحب په مشرۍ د حزب دغه څانګه به اوس څه ډول موقف ولري؟

مژده:

زه فکر کوم، چې په دې کې یوجوړجاړی و، ممکن دوی ته امریکایانو انجینر صاحب حکمتیار ته څه وعدې ورکړې وي اورته ویلي يې وي، چې راشئ په انتخاباتو کې برخه واخلئ او دوی برخه واخیسته. انجینر صاحب هلال به په راتلونکي ایتلافي غوندې حکومت کې نقش ولري او انجینر صاحب حکمتیار به له ارغندیواله په غچ اخیستنې په راتلونکې کابینه کې یو وزیر ولري. دغسې یو هدف دوی لري، چې دا یو ضعیف کار دی، ځکه که ډاکټر عبدالله واک ته ورسېږي، نو په دې کې شک نشته چې د ارغندیوال ډله به ښه موقف ولري او حکمتیارصاحب به بیا ماتې وخوري.

نو انتقامي سیاست بیا ماتې وخوړه او دا سیاست په افغانستان کې نه کاميابېږي، هغه اصول چې موږ پرې جهاد کاوه، هغه څه شول، هر څوک چې ترې کاږه شوي ماتې يې خوړلې ده، زه د انجینر صاحب حکمتیار داموقف د ده په ګټه نه بولم، که يې لږ سوچ پرې کړی وای او په یو قوي موقف سره دلته راغلی وای، نو ممکمن قرارداد به نه وای امضا شوی، نو که هر دولت راځي خصوصاً ایتلافي حکومت يې امضا کوي، نو که انجینر صاحب حکمتیار د دې قرارداد امضا نه غوښتلای، نو باید له قوي موقف سره رامخکې شوی وای، حداقل به موږ له طالبانو سره د خبرو زمینه لیدلې وه او سوله به راغلې وه، خو فکر کوم اوس مشکلات د انتخاباتو په پایله کې ډېرېږي خو کمېږي نه.

نن‌ ټکی‌ اسیا:

په تېرو ټاکنو کې د درغلیو، زورواکیو او مصرف په پام کې نیولو سره، که دویم پړاو ته لاړ شې څومره يې بریالۍ بولئ؟

مژده:

فکر نه کوم، چې انتخابات دویم پړاو ته لاړشي، او امریکا هم دا خلک سره یو کوي او دویم يړاو ته نه يې پرېږدي، او بل دلته سیاست هم ډېر ضعیف سیاست دی، هر څوک د امتیاز په بدل کې ممکن له خپله موقفه تېرشي، مثلاً په دوه زره نهم کال کې ولې انتخابات دویم پړاو ته نه لاړل، امریکایانو نه غوښتل ځکه خو حامدکرزی په اقلیت رایو مشر شو، دا وار هم همدا کارکېږي، ما مخکې وویل چې داسې اوازې دي چې صدراعظم جوړېږي، نو یو به صدراعظم وي بل به جمهور رئیس وي، نو د دوی په یو بل کارنه لرل، باید دقانون په رڼاکې وي، چې دا قانون هم نشته، نو دا مشکل به څنګه مدیریت شي؟ مګر د پیسو سیاست دلته چلېږي او امریکا کولای شي چې دا مشکل حل کړي او دوی غواړي چې دلته د کرزي تر دولت هم کمزوری حکومت رامنځ ته کړي؛ ځکه چې که دوی هرڅومره افغانان ووژني بیا دوی ته څوک څه نه وايی، نو زه فکر کوم چې د دې انتخاباتو نتېجه به همدا وي.

نن‌ټکی‌اسیا:

ډېره مننه مژده صاحب، کور مو ودان.

مژد:

مننه

——-

مرکه کونکی: عبد الودود سنګین

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د