نظــر

لوى ښوواند پوهاند علامه عبدالحى حبيبي او ختيځ پېژندونكي

عبدالمالک همت

دا ځل به د لوى ښوواند ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبي او د هغه د سترو او ارزښتناكو علمي، ادبي او كلتوري له وياړه ډكو خدمتونو څه يادونه وکړم.

د ستر پوهاند علامه حبيبي ياد تازه كول يوازي يوه ادبي، كلتوري بوختيا نه ده ، بلكي يو ډېرسترملي اوهيوادنى خدمت دى. حبيبي يوازي اديب، څېړونكى، موْرخ او ليكوال نه دى، بلكي په واقعيت كي زموږ د ټولني يو ډېر پياوړى ادبي معمار او زموږ د تېرو وياړونو راسپړونكى، شنونكى او ژوندى كوونكى دى. كه حبيبي نه واى، كه فاضل استاد اكادميسين پوهاند عبدالشكوررشاد نه واى، كه خداى بخښلى ستراديب اوليكوال عبدالروف بېنوا نه واى او كه ددې ليست نور پياوړي او پروطن او زموږ پر ادب او فرهنګ مين استادان نه واى، موږ ته به د پښتو او پښتونخوا لرغوني وياړونه، پټي خزانې، وركي خزانې، زموږ جهان پهلوانان ، زموږ نيكه ګان، زموږ بابا ګان، زموږ شيخان، زموږ ستانه ګان او د لوى څښتن د لاري منلي لارويان، زموږ واكمنان، زموږ د وياړ وړ سپېڅلي مولويان او ملايان، زموږ د توري او قلم خاوندان، زموږ اديبي اواتل راوړونكي ميندي اواناګاني، زموږ وياړلي ويناوال او ليكوال به چاموږ ته را پېژندلاى او چابه زموږ وياړلى تېر برم او ادب او كلتور تر موږ را رسولاى؟

حبيبي او ده غوندي نور يوازي اديبان نه وه. يوازي سياست مداران نه وه. په هغوكي ډېر ويښ زلميان هم وه. په هغوكي د بهرنيو غليمانو سره سخت ډغري وهونكي هم وه. هغو د ښكېلاكګرو سرونو ته سوكان هم بند كړي وه. هغو د استعمار او د هغه لاسپوڅو، ګوډاګيانو او ګماشته ګانو ته غاښ ماتوونكي جوابونه هم وركول. هغو په موْدبه ژبه او ليكنو او كره كتنو اوغبرګونونو زموږ د ادب، فرهنګ او تاريخي وياړونو
د دښمنانو ترديدونه، شكونه اوتوطئې او ډنډورې هم په خپل وخت او مهال ورشنډولې او په دې مورچل كي يې زموږ له پاكي او سپېڅلي اورشو څخه ادبي ننګي ته قلمونه سپرونه كړي وه.

وياړدي وي ور باندي او اروحونه دې تل په جنتونوكي وي. دا وياړ د دوى په مفته نه دى په برخه سوى. دوى مجاهدين بالقلم وه. دوى مبارزين بالعلم والادب وه او دوى زموږ د توري او توپك د چلوونكو او د جهاد او د خداى د لاري د مجاهدينو ادب ښوونكي، پاروونكي، پاڅوونكي او د هيواد دغليم د ماتوونكو هڅوونكي او استادان وه. دوى نه د پردو ګوډاګيتوب مانه اونه يې د هغو زور اوزر ته سترګي او سر ټيټاوه او نه خپلو خلكو او ولس ته توپكيان، توپكسالاران، غله او قاتلان سوي وه. بيا دي د خداى رحمت وي ورباندي.

لكه تاسوته چي معلومه ده ختيڅ پېژندونكي زياتره له لوېديزوهيوادونوڅخه او له يهودو اونصاراوو څخه دي او يهود او نصارا په عامه توګه په نړۍ كي زموږ د مسلمانو وروڼو او له هغو څخه په ځانګړې توګه انګريزي اوروسي ښكېلاكګر او د امريکې نوى استعمار زموږ دښمنان دي او تاريخ او زموږ حبيبيانو او نورو عالمانو او مشرانو راښوولې ده چي دوى د تاريخ په اوږدوكي تل د مسلمانانو د هستۍ د پاڼي د رژېدو ناولي هڅي كړي دي او چي څه يې په دې لاره كي په وسه سوي، نه يې دي سپمولي. زموږ د لوى څښتن كلام او زموږ اسلام، زموږ تېر پېښليك او د نړۍ د مسلمانو ولسونو تاريخ جوته كړې ده چي نړۍ خوركفرهيڅكله زموږ نه دوست سوى دى او نه مو دوست كېداى سي. دا يو منلى حقيقت دى او پردې به نوري خبري نه كوو، دغونه بسنه كوي.

داچي ځيني خلك لا وايي يا ګومان كوي چي كفار زموږ د ملك، زموږ د مادي اومعنوي شتمنيو او زموږ د عنعناتو او اسلام سره څه كار نه لري دا بېخي او ګردسره غلطي او خوشي چټي خبري دي. اودا زياتره د كفارو د ګوداګيانو خبري وي.

دا كلونه كلونه، بلكي سوونه كلونه وسول چي د كفارو د اسلام دښمنۍ، په تېره د افغان وژني او افغان ورانوني پرله پسې جنايتونه زموږ په هيواد کي په يوه نامه او بل نامه روان دي كيږي اولړۍ يې ورځ په ورځ غځيږي او پراخيږي. چي دادى اوس يې موږ بياهم د سرپه سترګووينو او پرخپلو غوښواوهډوكويې هم لمسوو. په دې هكله به هم نوري خبري بس كړو.

رابه سو زموږ د موخي خبري ته اوهغه داده چي دغو كفارو هيڅكله يوازي زموږ په وژنه، ژوبله او زموږ په ورانونه بسنه نه ده كړې او ددې يرغل د بشپړتيا په لړ كي يې زموږ پرمعنوي شتمنيو هم فرهنګي اوكلتوري يرغلونه پر لار اچولي دي، چي له بده مرغه دغه تجاوزونه په دې وروستيو مهالونوكي خورا ډېر سوي هم دي.

دغو يرغلګرو او ښكېلاكګرو له ډېرپخوا څخه موږ ته ډېر جاسوسان د ملنګانو، جعلي پيرانو، جعلي ملايانو، پوهانو، متفکرينو، سياستوالو، قومي مخورو او په نورو ډول ډول نومونو او لباسونو را استولي او زموږ په ملك كي يي دهغو پرلاسونو خپلو ناپاكو مقاصدو او تجاوزونو ته لاره اواره كړې ده.

په دې ډله كي يوه هم د مستشرقينو يا ختيځ پېژندونكو په نامه راټوكېدلې ده. د دغو په اصطلاح ختيځ پېژندونكو ژوندليكونو ته چي څوك په غور وګوري، اكثره يې مسلكي پوځيان اوسترسترعسكري منصبداران او نظامي جاسوسان يا حكومتي مامورين، عيسوي پادريان اومذهبي لارښوونكي، ډاكټران او پروفيسران وه. چي بالاخره په لطايف الحيل ژبپوهان، ادبپوهان، ليكوالان او داسي نور ځني جوړ سوي دي اوموږ ته په مستشرقينو يا ختيځپوهانو راپېژندل سوي دي.

په دې هكله بده نه ده چي د يوڅو كتابونو عبارتونه راواخلو:

په روهي ادب كي وايي: ” د دوى دغه ټولي هلي ځلي له لويه سره د سياسي او مذهبي موخو لپاره وې. او په حقيقت كي د دوى د دغه علمي خدمت منشاء او مقصد هم دغه وو كوم چي د دوى د سياسي لاسبرۍ غوښتونكى وو.

د اروپا د دغو ختيځ پېژندونكو كار عملاً د درو بنسټيزو موخو يعني د سياسي او پوځي لوړتيا د لاسته راوړلو، د عيسويت د تبليغ د كار د آسانه كولو اوعلمي بصيرت د زياتولو لپاره وو”.

په روهي ادب كي يې د برتانوي استعمار د يوه چارواكي يو انګريزي عبارت راوړى او د هغه ژباړه يې داسي كړې ده: ” دا يوه عجيبه خبره ده چي تر1857ع.كال دمخه په انګلستان يا هندوستان كي د ګرامر يو داسي كتاب نه وو چي برتانوي افسرانو ته د پښتو ژبي په زده كولو كي مرستندوى جوت سي او نه دا خبره څرګنده وه چي د افغانستان ترجګړو د مخه روسي حكومت د افغانانو د ژبي ( پښتو ) پروفيسر په سينټ پيټرزبورګ كي د دې كار لپاره موْظف كړى وي. د روسيې په دې شمالي دارالحكومت كي پروفيسرډورن پښتو زده كړه او د هغې د ګرامر كتابونه يې د پاچايي خزانې په لګښت خپاره كړي وه. دا هغه مهال ووچي زموږ حكومت ته لاڅرګنده نه وه چي افغانان خپله يوه ژبه لري. هلته په سينټ پيټرزبورګ كي ځوانو افسرانو او سفارتي كاركوونكو د دې روهي يعني پښتو ژبي ازمويني تېرولې، خو زموږ هغه جرنيلان او سفارت كاران چي په دې هيواد كي په ډېرو اهمو دندوګومارل كېدل او د دغه ملك په دننه كي كارته ټاكل كېدل، له هغې څخه ګردسره ناخبره وه. د اطلاعاتو او معلوماتو د راټولولو لپاره به هغو د ژباړن پر ديانتدارۍ باوركولو ته اړوه. دغه لامل وو چي د افغانانو سردارانو به د هغو په مخكي د سازش خبري كولې او دوى ته به يې په غوړوغوړو خبرو داسي څرګندول چي دوى ګواكي د هغو سره له بشپړي وفادارۍ او د يانتدارۍ څخه كار اخلي”.

دهغو ډېرو ارزښتناكو پښتو قلمي نسخو په هكله چي د انګلستان په موزيمونو او كتابتونونو كي خوندي دي، د روهي ادب په يوه بله برخه كي وايي:” دغه كتابونه انګريزانو له درولارو ترلاسه كړي دي:

( 1 ) د ډيلي له زېرمتون څخه، كوم چي حكومتي مامورينو او پوځي افسرانو راغونډ كړي وه.
(2 ) د پاريس د كتابونو له نندارتون څخه رانيول سوي دي.
(3 ) د ختيځ پېژندونكو او پادريانو په واسطه راټول سوي دي.

انګريزي پوځ په افغاني اورشوكي پرجګړو او ورانيو سربېره د نادروآثارو اوعلمي موادو د بشپړغونډولو كار هم پرمخ بېوی. دغه نادرات به يې ډيلي ته لېږدول، د هغو يوڅه برخه به يې د هغه ځاى په موزيمونو او زېرمتونونو كي ايښوول او نورډېر ښه او په كار او د ښې شيان به يې انګلستان ته لېږل. چي په دې ډول زموږ د قلمي نوادراتو او كتابونو يوه ستره اوډېربيه ذخيره د Delhi Collection”” په نامه د برتانيې په بېلوبېلو كتابتونونو كي ووېشل سوه.

په پښتو ليكدود نومي كتاب كي وايي: ” انګريز چي كله د پښتنو پروطن راوختى د دوى افسرانو ته يې د پښتو زده كړه پيل كړه، چي د خپل حكمت عملي او تسلط لپاره يې دا كار ضرور باله”.

دغو لوېديزو ښكېلاكګرو د عربو اوعربي ژبي په وړاندي هم كټ مټ هغه كړنلاره درلوده كومه چي يې زموږ په وړاندي په لار اچولې وه.

حنافاخوري څنګه چي دعربي ژبي يو مشهورعيسوى مذهبه ادبپوه دى او له دې امله د مسلمانانو او د هغو د عيسوي دښمنانو د روابطو په هكله حقايق لږوډېر تحريفوي، په تاريخ الادب العربي كي وايي:” اروپايانو د لسمي عيسوي پېړۍ راپه دې خوا د عربي ژبي او ادبياتو زده كولو ته ملا وتړل او دا چاره په منځنيو پېړيو كي نوره هم د تورات د لا ښه زده كېدو او مذهبي مبلغينو د تبليغي دندو د ترسره كولو او د روم د پاپ اوځينو اروپايي واكمنو لخوا د شرقي ژبو په تېره د عربي ژبي د زده كړي د مدرسو د پرانيستلو لپاره نوره هم ګړندۍ پرمخ بوتلى سوه”.

فاخوري وړاندي كاږي:

“په روم كي د ماروني مدرسې فارغانو د مستشرقينو د رامنځته كېدو او فعالېدو په چاره كي ستر لاس درلود او كله چي نولسمه پېړۍ سوه د دې لپاره چي د لوېديزو حكومتونو د مستعمراتو په ساتلوكي آساني راسي د مستشرقينو فعاليت نور هم لازيات ګړندى سو. د ختيزوژبو د زده كړي لپاره مدرسې پرانيستلي سوې او آسيايي ادبي ټولني او مجلې راووتلې”.

په دې هكله پخپله پوهاندعلامه حبيبي په يوه مقاله كي فرمايي:” درآثار اين طايفه ګاهی خطاهاى عجيبی به نظر ميرسد كه در برخی از موارد عمدی و ارادی ومبني برنګاه خاص ايشان درمسايل شرقی است، وګاهی هم ناشی ازعدم تحقيق وتساهل وكمی جستجو ميباشد.

چندی قبل درجرايد مصري علماى آن سرزمين مقالاتي را دربارهْ اينګونه خطاهاى شرق شناسان فرنګ نشر دادند”.

البته يو شمېرادبپوهان د پښتو ژبي او ادب په هكله د دغو مستشرقينو د ادبي او كلتوري خدمتونو يادونه هم كوي، لكه چي علامه حبيبي رحمة الله عليه هم په دې هكله وايي: “درين شكي نيست كه دانشمندان فرنګ به علوم شرقي والسنهْ باستاني وتاريخ اين سرزمين خدمات خوبي نموده اند، ومساعی ايشان درمحافل علما مشكور است، وهمواره به ديدهْ استحسان ديده می شود”.

دا خبره تريوې اندازې درسته ده په دوى كي به ارومرو ځيني رشتياني او بې آلايشه ادبپوهان هم وي او د ځينو كار به ختيزو ژبو او ادبياتو، په تېره پښتو ژبي او ادب ته په ځينو مواردوكي ګټور واقع سوى وي، خوكه د دغو لوېديزو مستشرقو ادبپوهانو د كار پايلو او د دوى د دندو اصلي موخو او اهدافو ته ځيرسو زياتره يې د استعمار د لاس آلې دي.

استعمار د دوى په واسطه او په ځينو نورو وسايلو پرموږ فرهنګي يرغل پلى كړى، په مېړانه اوغيرت نه، بلكي په ځينو مواردو كي يې په بې غيرتيو او ناځوانيو او په عامه توګه يې د خپلو ښو روزل سوو پوځي ځواكونو، پياوړي اقتصاد، سياسي اوښكېلاكي چلونو او د دغو ختيځ پېژندونكو پرلاس، زموږ هرڅه د خاورو سره راسم كړه او زموږ ټولي مادي او معنوي شتمنۍ او ادبي او فرهنګي ذخاير يې يا را وران او راوسوځول او يايې را څخه لوټ كړل او خپلو ملكونو ته يې ولېږدول. چي په نتيجه كي يې دادى موږ له هره پلوه دغسي خواركړو او تر اوسه دغسي وروسته پاته اوبې وزلي يو. او تراوسه لا د دوى دغه نادودي احساسوو.

نوپه نتيجه كي ويلاى سو چي د دغو مستشرقينو خدمت زموږ ژبي او ادب ته داسي مثال لري او دغونه باله سي لكه يو زورور خان يا ملك چي يو څوك يتيم كړي او د پلار مځكه او جايداد يې لاندي كړي او بيا دغه يتيم ته له هغه څخه يوڅه په خيرات كي وركوي او يتيم يې هم ښه وايي اوهم يې كار كوي.
راسئ په دې وروستيو مهالونو كي زموږ د ادبي اوفرهنګي تاريخ په ډېرو حساسو شېبوكي زموږ د فرهنګي اصالت په وړاندي د دغو مستشرقينو د زيان رسوونكي برخورد او دښمنۍ عمق ته ځيرسو.

ټول پوهيږو چي خداى بخښلي علامه حبيبي د پټي خزانې په موندلو او خپرولو پر موږافغانانو ستراحسان كړی اوزموږ د تېرتاريخ او ادبياتو د لرغونتيا اوقدامت اسناد يې چي ددغه ناولي استعمارد ورانيو تردوړولاندي سوي او ورك سوي وه، بيرته راوموندل چي په دې ستر علمي او تاريخي خدمت يې زموږ د ادب سوابق ان تر139سپوږميزكال پوري ورسول. خو له بده مرغه له دغو بدمرغو ختيځ پېژندونكو څخه ځيني چي په سركي يې د ناروي جارج مارګن سټيرن راځي زموږ د ادبي نېټه ليك په ډېر حساس پړاوكي راپاڅېدل او د پټي خزانې پراصالت باندي يې شك او ترديد څرګند كړ.

دا ساده خبره نه ده. دوى زموږ پرادب باندي ډېرسترګوزار وكړ. دوى زموږ نورو رقيبانو ته هم پرپټه خزانه باندي د شكونو او ناوړو خبرو موقع په لاس وركړه. دا لا څه چي د دوى په دغسي ناوړوڅرګندونو زموږ ډېر پياوړي پوهان او اديبان لكه قلندرمومند، سعيد ګوهر او ځيني نور غره سول او وهڅېدل او د دغو ختيځپوهانو په پيروي يې پرپټه خزانه بې ځايه اوبې بنسټه اعتراضونه او انتقادونه وكړل او ان د هغې موندل او حقيقت يې ګردسره جعلي او درواغ وباله.

په هرصورت بيا هم دغه زموږ د ادبي نړۍ اتل حبيبي ووچي په ډېره درنه ادبي اوعلمي لهجه او ليكنه او په قانع كوونكو او مستندو دلايلو يې د دغو شكاكانو او شبهه اچوونكو جوابونه وويل او زموږ دغه ستر ادبي ميراث يې د دغو په اصطلاح مستشرقينو او ادبپوهانو له ناولو تعرضونو را وژغوره.

هغه د پټي خزانې قلمي متن په فوټو آفسيټ توګه دريم ټپال چاپ كړ او يوه هراړخيزه سريزه يې پر وليكل، چي دهغې په ترڅ كي يې هغو ټولو پوښتنو او شكونو ته مدلل او مفصل عالمانه جوابونه وركړل او د كتاب پر تعليقاتو او حاشيو يې هم نوې كتنه وكړه.

مارګن سټيرن په 1324لمريز كال كابل ته راغلى وو اوعلامه حبيبي دمخه لا د پټي خزانې چاپ سوې نسخه ورلېږلې وه، كله چي علامه حبيبي ددغه كتاب په هكله دهغه نظروغوښت، هغه ورته ويلي وه چي:” زما مطالعه اوڅېړنه په پښتو ژبه كي دې كچي ته نه ده رسېدلې چي دهغې د ادبياتو، د شعر د سبكونو او د هغې د تحول په هكله نظرڅرګند كړم”.

خو د دې سره سره وروسته دغه مستشرق د اسلام د دائرة المعارف د انګريزي كتاب د دوهم چاپ په مهال پرپښتوباندي د تبصرې په ترڅ كي د پټي خزانې پراصالت باندي شك څرګندكړى وو، اوويلي يې وه چي دغه كتاب د ژبپوهني او تاريخپوهني يو لړ ژور پرابلمونه رامنځته كوي.

ځكه نوعلامه حبيبي په دغه سريزه كي د يوه مستدل رد په ترڅ كي د مارګن سټيرن د دغه شك اچوني جواب داسي كړي وو: ” از انصاف دور است كه مستشرق محترم پروبلم هاى عميق زبان شناسی وتاريخی (!) را درپټه خزانه ذكر ميكند ولي به يكي ازين پروبلم ها شرحي نمى دهد وحتى اشاره يي نمى نمايد. واين غير از مشوب ساختن افكار عامه چيز ديګري نخواهد بود”.

دغه راز علامه حبيبي د دغه رد په وروستۍ برخه كي ليكي: ” افسوس برين است كه شكاكان محترم وجود پروبلم هارا ميګويند ولي يكي ازان پروبلم ها را شرح و تفصيل نمى دهند، تا انسان بداند كه اين پروبلم هاى لسانى وتاريخي چيست؟ وتاچه مقدار اهميت ادبي وعلمي دارند؟ كه سبب مشكوك ساختن كتاب معتبر ناياب و ارزشمندى شوند؟ “.

وروسته علامه حبيبي د ” افغانستان تاليف باستان شناس ، ښاغلى لويس دوپري ونقل شكوك ويلبر” ترسرليك لاندي د دغه كتاب پرځينو تېروتنو نيوكي كوي او ورپسې د پښتوژبي او پټي خزانې د اصالت په هكله په دغه كتاب كي د دغه مستشرق نيوكي داسي نقلوي:” به ادبيات پښتو حتى درخود افغانستان هم توجهي

نشده است. نجيب الله محقق وسياست مدارافغانستان دركتاب وزين خود ” ادبيات اسلامي ” طبع سال 1936 م. تاريخ ادبيات پښتو راننوشته است. بر اصالت كتاب پټه خزانه كه در سنه 1749 م. (صحيح1729 م.) دركندهار نشر ګرديده است( صحيح ختم ګرديده است) وشامل اشعار پښتوى قرن7_8 و9 م. است نيز بدين تازه ګي ازطرف ويلبرشك وارد شده. زيرا اّثار زبان پښتو پيش ازقرن17م. بدست نيامده وتاقرن 20 م. بطور بطي ونا منظم رسيده است “. (افغانستان صفحه 83)

د دغو نيوكو په هكله علامه حبيبي د يوې مفصلي جوابي ليكني په ترڅ كي كاږي:” اين تبصرهْ مجمل اّقاى دوپرى نيز فقط اشاره ييست كه هيچ تفصيل و دليل ندارد وجزتشويب اذهان باري نمى آورد. وى به تشكيك ويلبر كه خود يك كلمه پښتو نمى دانست و نه تاريخ ادبيات آنرا خوانده بود، وشك آورى اوهم ناشي ازجهل مطلق او به پښتو است، تكيه ميكند كه اين كارموْرخان وتحقيق كنندګان نيست.

من ويلبررا نديده ام ونمى شناسم، ولي مقاله نويسي هاى وى رنګ علمي ندارد و سطحى و يا سياسي است كه بحث بر آن كارمقدمهْ يك كتاب علمى ونوشته وتحقيق علمى نيست”.

كاشكي علامه حبيبي ته خداى څه نور عمر هم وركړى واى چي پټه خزانه في الميزان او پټه خزانه في الحقيقت او داسي نوريې هم ترسترګو سوي واى او د هغو وزن اوحقيقت يې هم په ګوته كړى واى.

په هرصورت د علامه د لاري لارويانو او پر پښتو مينو اديبانو دغه ليكني هم بې جوابه نه دي پرې ايښي او د پښتنو دغه ادبي خزانه يې د شكاكانو، غليمانو او حاسدانو له بې ځايه نيوكو خوندي ساتلې ده.

خداى بخښلي حبيبي د افغاني فرهنګ او ادب په هكله د نورو ختيځپېژندونكو تېروتني اومغرضانه ليكني هم وارپه وار په خپلو علمي ليكنو او مقالو جواب كړي او تصحيح كړي دي. خو ددې لپاره چي ستا سو وخت مي ډېر نه وي نيولى د اوس لپاره خپلي خبري پرهمدې ځاى بس كوم.

ستاسو له پاملرني څخه مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

When I was studying in Kabul University Mr Habibi used to live in Karta-i-Sakhi area near University Compass One week end I with some other classmates from Kandahar went to visit Mr Habibi, he was home and accepted us in the guest room, in that year there were demonstrations by Khalqis and Parchamis which became the main topic of our discussion with him in one instant I mentioned Mr Karmal standing in the front of King’s palace and was delivering unsuitable words to King Zahir Shah and I asked Mr Habibi, why the king doesn’t say or do any thing… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x