نړۍ

محمد بن سلمان او د ټرمپ زوم څه ډول د اسرائيلو په ملاتړ پرېکړه وکړه؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): له تېرو څو ورځو راهيسې د مسلمانو کارپوهانو او رسنيو سربېره غربي رسنيو هم د امریکا له لوري بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنې پيژندلو په اړه ګڼ شمېر مطالب خپاره کړي او له ګڼو رازونو يې پرده پورته کړې ده.

د ايټاليا «لي اوكي ديلا ګويرا‏» ورځپاڼې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان او د ټرمپ د زوم او سلاکار جارېد کوشنر د پټو اړيکو په اړه راپور خپور کړی، چې دوی دواړه څه ډول د اسرائيلو په ملاتړ پرېکړې ته رسېدلي او څه ډول يې له اسرائيلو سره د ایران پر ضد د سعودي اړيکې جوړې کړي دي.

ورځپاڼې ليکلي، چې د سعودي او اسرائيلو نږدېوالی د امریکا په منځګړتوب شوی او د موضوع محوري ټکی «بیت المقدس اسرائيلو ته د پلازمېنې په توګه ډالۍ کول و». ورځپاڼې د دومره سترې ډالۍ!! لامل په سيمه کې د سعودي له لوري د ایران د پراختيا او نفوذ د مخنيوي هڅه بللې چې له همدې امله سعودي دومره ستر اسلامي ارزښتونه پر ځمکه ووهل او له اسرائیلو سره يې د ګډ ائتلاف هڅې پيل کړې.

له چپه اړخه: محمد بن سلمان، د ټرمپ زوم: جارید کوشنر، د ټرمپ لور: ایفانکا

که څه هم تر اوسه د اسرائيلو او سعودي تر منځ رسمي ډيپلوماټيکې اړيکې نه شته، خو له وروستيو پېښو ښکاري، چې دواړه هېوادونه په سيمه کې له يو بل سره د نوي اتحاد په درشل کې دي.

«لي اوكي ديلا ګويرا»‏ ورځپاڼې ليکلي، چې د سعودي وليعهد او اسرائیلو تر منځ نږدېوالي ګڼ سوالونه او شکونه راپورته کړي دي، سعودي وليعهد د اسلامي ارزښتونو پر ضد داسې ګامونه پورته کړي، چې د خلکو هېڅ تمه نه وه، اسرائیلو ته يې پټ سفر وکړ، د اسرائيلو لوی درستيز له رسنيو سره په مرکې کې وويل، چې په سيمه کې د سعودي او اسرائيلو شريکې ګټې شته، چې بايد دواړه هېوادونه ورته په ګډه کار وکړي.

په عين حال کې د اسرائيلو د انرژي وزير يوفال شتاينتز هم ويلي و، چې اسرائيل له سعودي عربستان سره د اړيکو په پراخولو کار کوي او دا يې هم ويلي و، چې اسرائيل د سعودي په ګډون له ټولو منځلارو عربي هېوادونو سره اړيکې لري او زياته کړې يې وه، چې دی د دغو عربي هېوادونو نومونه ځکه نه اخلي، چې هغوی له اسرائيلو سره په اړيکو لا هم شرميږي.

ورځپاڼه وايي، چې د اسرائيلو او سعودي د نږدېوالي لامل به شاید د ټرمپ د زوم هغه پرله پسې سفرونه وي، چې په تېرو درې مياشتو کې یې سعودي ته کړي دي. په داسې حال کې، چې دغو پرله پسې سفرونو په ظاهره کوم شکونه او اندېښنې هم نه دي راپورته کړي، خو تېره اونۍ، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه اعلان کړه، کارپوهان اړ شول، چې د جاريډ کوشنر د دغو سفرونو په اړه پوښتنې راپورته کړي، چې د دغو سفرونو موخه څه وه؟

ورځپاڼې د فلسطيني ژورنالېست رامي خوري له خولې ليکلي: «په غالب ګومان کوشنر له محمد بن سلمان سره د پرله پسې اړيکو پر مهال هڅه کړې، چې سعودي، امارات، اردن او مصر قانع کړي، چې د اسرائیلو او فلسطينيانو ترمنځ د روغې جوړې بهير ژوندی کړي او په وينا يې دا هڅې به د دغو عربي هېوادونو په ګټه هم تمامې شي، په سيمه کې به د ایران د پراختيايي نفوذ مخه ونيسي په داسې حال کې، چې عربي نړۍ کې د شيعه ایران پراختيا د عربي چارواکو لپاره سرخوږی دی او عرب چارواکي د ایران د مخنيوي لپاره هر ګام اخيستو ته چمتو دي اګر که هغه له خپلو ديني او ملي ارزښتونو تېرېدل هم وي».

لي اوكي ديلا ګويرا‏ وايي، چې دغه سيمه ييزه همکاري به په سيمه کې د اسرائيلو او فلسطينيانو تر منځ د روانې جګړې نوی باب پرانيزي او بالاخره به د اسرائيلو او سعودي په ګډون د ګڼو عربي هېوادونو تر منځ اړيکې غښتلې شي او په غالب ګومان په پایله کې به يې د امریکا، اسرائيلو او عربو تر منځ نوی ائتلاف رامنځته شي، تر څو په سيمه کې د ایران د نفوذ مخنیوی وکړي.

ورځپاڼه زياتوي، چې تهران هم د دغه ممکنه اتحاد د مخنيوي لپاره د بهرنيو چارو وزارت په چوکاټ کې پراخې هڅې پيل کړي دي. دا هڅې نورې هم هغه مهال ګړندۍ شوې، چې د اسرائيلو او سعودي ترمنځ د اتحاد لپاره جاريد کوشنر نوي پلانونه جوړ کړل او په سيمه کې يې د ایراني نفوذ د مخنيوي لپاره د سعودي او اسرائيلو په اتحاد ټينګار کړی دی. په ورته وخت کې محمد بن سلمان په نوي پلان کې فلسطينيانو ته وړانديز کړی، چې غزه او لويديځه تراډه کې به د فلسطينيانو حکومت جوړ کړي، په دې شرط، چې فلسطين به له هغې خاورې لاس منيځي، چې اسرائيلو صهيونيانو په کې خپلې ناقانونه ابادۍ کړي دي، خو د فلسطين ولسمشر محمود عباس د سعودي دغه وړانديز رد کړی دی.

د مقالې په پای کې ټينګار شوی، چې محمد بن سلمان او د ټرمپ زوم جارېد کوشنر د نوي اسرائيلي دولت نقشه جوړه کړې، چې پلازمېنه به يې بیت المقدس وي او د دې موخو د تر لاسه کولو لپاره سعودي پرېکړه کړې، چې له ډېری اسلامي ارزښتونو به تېريږي، تر څو د ایران پر ضد د سعودي او اسرائيلو نوی ائتلاف بريالی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mohammad Halim Sharif

ډیر د شرم او بی نگی ځای دی! وړنو پوهیږی څه دی؟ د اسلام اصلی دښمن دغه محمد بن سلمان دی، اول سرکی یی سعودی عربستان کی د دغه هیواد اسلامی قانون له منځ وړلو ته بډی و وهلی او اوس غواړی چی بیت المقدس د ایران مقابله کی خرڅ کړی، که چیرته لعنت ویلو اجاز می د پاک قرآن مطابق درلودی، حتما می دا کار کاوه. زما هیله او غوښتنه له ټولو دینی وړنو څخه داده، چی لمړی باید دسعودی خلاف لاړیون وکړو، بیا د نورو مقابل کی. او د ټولو قدرمنو او په دین مینو وړونو څخه بله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x